د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل تروت سوشیال کې لیکلي چې له ایران سره مذاکرات په چټکۍ روان دي.
ټرمپ د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې ایران د لبنان پر ضد د اسراییلو د پوځي عملیاتو له امله له امریکا سره د پیغامونو تبادله درولې، ویلي: «دا راته هېڅ مهمه نه ده، زه ورته هېڅ اهمیت نه ورکوم.»
نوموړي همدارنګه ویلي چې له بنیامین نتانیاهو سره یې ډېرې رغنده خبرې کړې دي.
د هغه په وینا، بیروت ته به هېڅ پوځي ځواک ونه لېږل شي او هغه ځواکونه چې د تګ په حال کې وو، بېرته ګرځول شوي دي.
ټرمپ زیاته کړې چې د لوړپوړو استازو له لارې یې له حزب الله سره هم ښه تماسونه لرلي او توافق شوی چې ټولې ډزې او نښتې ودریږي.
د هغه په وینا، اسراییل به پر حزبالله برید نه کوي او حزبالله به هم پر اسراییلو برید نه کوي.

