دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 86

واشنګټن:خپلې سرې کرښې مو ایران ته روښانه کړې دي، اوس نو د تهران وار دی

0

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي ونس ویلي، واشنګټن د منځني ختیځ د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په روانو خبرو کې خپلې اساسي غوښتنې ایران ته په واضح ډول وړاندې کړې دي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې که څه هم خبرې له ستونزو خالي نه وې، خو د پام وړ پرمختګ هم شوی دی.

هغه زیاته کړه چې اوس د ایران پرېکړه مهمه ده، او تمه کېږي چې تهران به د کړکېچ د کمولو لپاره عملي ګام پورته کړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر:د ایران افراطي حکومت د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي؛ خو موږ به اجازه ورنکړو

0

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر گیدئون سعار د چک جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي چې ایران د هغه څه مشري کوي چې نوموړي د شر محور بللی دی.

هغه زیاته کړه: «د نړۍ تر ټولو افراطي حکومت هڅه کوي چې تر ټولو خطرناکه وسله، یعنې اټومي وسله ترلاسه کړي.»

سعار وویل چې ایران د اسرائیل پر شاوخوا د خپلو نیابتي ډلو یوه کړۍ جوړه کړې، چې پکې حزب‌الله په لبنان کې، حماس په غزه کې او حوثیان په یمن کې شامل دي.

هغه همداراز ویلي چې کلونه کلونه نړیوالې ټولنې ایران ته اجازه ورکړې چې خپلې وړتیاوې لوړې کړي، په داسې حال کې چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي هڅې روانې وې.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دوی له هغو هڅو ملاتړ کوي چې هدف یې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی دی، او ویلي چې دا کار د دیپلوماتیکو لارو له لارې هم تعقیبېږي.

ذبیح الله مجاهد:د ملګرو ملتونو بندیزونه بې‌ګټې او د افغانانو پر ضد دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د بندیزونو د نوملړ د تازه کېدو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول بندیزونه له پیله بې‌ګټې دي.

مجاهد ټینګار کړی چې د بندیزونو لګول نه یوازې اغېزناک نه دي، بلکې د ده په وینا دا یو ډول ظلم دی چې د افغانانو پر ژوند منفي اغېز کوي.

هغه زیاته کړې چې کله د یوه ارګان مشران تر بندیزونو لاندې وي، نو د هماغه ارګان چارې اغېزمنېږي او په پایله کې عام خلک هم زیان ویني.

نوموړي ویلي چې دوی غواړي د تفاهم او تعامل لپاره زمینه برابره شي او نړیوال بنسټونه باید د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي، نه دا چې د سیاسي فشار وسیله وګرځي.

د امریکا د انرژۍ وزیر:په هرمز تنګي کې د کښتیو پر تګ راتګ د محدویتونو له امله د نفتو بیې د لوړیدو په حال کې دي

0

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ خبرداری ورکړی، چې د هرمز تنګي د تګ راتګ محدودیتونه به د نفتو بیې په راتلونکو اونیو کې اوج ته ورسوي.

نوموړي ویلي، تر هغو چې سمندري تګ راتګ عادي نه شي، د انرژۍ بازار به د فشار لاندې پاتې وي.

همداراز، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې د نفتو او پټرولو لوړې بیې ښايي میاشتې دوام وکړي، خو په ورته وخت کې د وینزویلا د تولید زیاتوالی د بازار په توازن کې یو مهم فکتور بلل کېږي.

هند:افغانستان ته مو د نري رنځ پر وړاندې د معافیت لپاره ۱۳ټنه واکسینونه او طبي مرستې ولېږلې

د هند حکومت د افغانستان د ماشومانو د معافیت پروګرام د پیاوړتیا لپاره د نري رنځ (TB) پر وړاندې ۱۳ ټنه BCG واکسینونه او اړوند وچ طبي مواد د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د دوامدارې بشري همکارۍ یوه برخه ده او موخه یې د ماشومانو د ژوند ژغورل او د ساري ناروغیو مخنیوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر؛سرګي لاوروف په یو رسمي سفر چین ته رسېدلی

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چین ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې پکن ته رسېدلی، څو د چین له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو مسایلو په اړه مهمې خبرې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانگ یی سره د لاوروف د لیدنې اصلي تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکارۍ پراخول، د نړیوالو کړکېچونو پر وړاندې ګډ دریځ او د سیمه‌ییزو بدلونونو ارزونه بلل شوې ده.

سرچینې وايي، دواړه لوري هڅه کوي د اوسنيو نړیوالو فشارونو په وړاندې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي او د راتلونکو دیپلوماتیکو اړیکو لپاره نوې لارې چارې وڅېړي.

په راپورونو کې همداراز ویل شوي چې د لوړې کچې راتلونکو سفرونو او تماسونو په اړه خبرې، په ځانګړي ډول د ولادیمیر پوتین د احتمالي سفر موضوع، د دې لیدنو له مهمو اجنډاوو څخه ده.

شي جین‌پینګ:چین به د منځني ختیځ د سولې په خبرو کې رغنده رول ولوبوي

0

د چین ولسمشر شي‌جین‌پینګ د خلیج او منځني ختیځ د هېوادونو د ملي حاکمیت پر درناوي ټینګار کړی او اعلان یې کړی چې هېواد به یې د سیمې د سولې په هڅو کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي دا څرګندونې د ابوظبۍ له ولیعهد شیخ خالد بن محمد آل نهیان سره په لیدنه کې وکړې.

د چین ولسمشر خبرداری ورکړ چې د خلیج د هېوادونو امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا باید جدي وساتل شي او ویې ویل، نړیوال نظم چې د ملګري ملتونو پر بنسټ ولاړ دی، باید خوندي پاتې شي.

چین:ایران ته د وسلو د لېږد راپورونه جعلي او مغرضانه دي

0

د چین د بهرنیو چارو وزارت، هغه راپورونو په کلکه رد کړل چې ګواکې دغه هېواد ایران ته د هوايي دفاع سیستمونه ورکوي، او دا ادعاوې یې بې‌اساسه وبللې.

د چین لخوا دا غبرګون وروسته له هغه ورکړل شو چې سي اېن اېن، د امریکايي استخباراتي معلوماتو پر بنسټ راپور خپور کړ او پکې یې ادعا کړې وه چې چین ښايي ډېر ژر ایران ته نوې دفاعي وسایل وسپاري.

د چین ویاند ټینګار وکړ چې هېواد یې د وسلو صادراتو په برخه کې له نړیوالو اصولو سره سم مسؤلانه چلند کوي او د هر ډول پوځي لېږد لپاره سخت قوانین لري.

نوموړي دغه راپورونه «سیاسي او مغرضانه» وبلل او زیاته یې کړه چې بیجینګ به د داسې تورونو پر وړاندې خپل دریځ وساتي.

بلوچستان؛بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او یو ټپي دی

0

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د پولیسو په وینا، د ډېره بګټي ولسوالۍ د پیرکوه په سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوه ځايي قبايلي مشر پر کور برید کړی چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی.

په همدې ولسوالۍ کې د سوي په سیمه کې په یوه بله پېښه کې وسله‌والو پر یو کس ډزې کړې چې په پایله کې یې یو ایسکریم پلورونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لور ته د ډېره مراد جمالي ولسوالۍ پولیس وايي، د غلو په ډزو کې یو ځايي کس وژل شوی او د ډزو په تبادله کې یو بل ټپي شوی دی.

همداراز د جهل مګسي ولسوالۍ کې هم ناپېژاندو وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی دی.

په یوه بله پېښه کې چې د نصيراباد ولسوالۍ اړوند فلیجي سیمه کې شوې، د دېوال د نړېدو له امله یو کس مړ شوی دی.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت:په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د پنبې صادرات له ۱۰۴ زره ټنو اوښتي

0

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، امریکا او ایران د خبرو د دوهم پړاو د ترسره کېدو لپاره هوکړې ته نږدې شوي او امکان شته چې دا ناسته د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

راپور چې د څلورو باخبره سرچینو پر بنسټ خپور شوی، وايي دواړه لوري هڅه کوي چې د اوربند تر پای مخکې یوې موافقې ته ورسېږي، او همدا اوس د دوهم پړاو د تنظیم لپاره بحثونه روان دي.

د راپور له مخې، منځګړي لا هم هڅه کوي چې دا خبرې ژر تر ژره ترسره شي، که څه هم تر اوسه د ناستې دقیق وخت او ځای په بشپړه توګه نه دی ټاکل شوی، خو اټکل کېږي چې دا خبرې به په اسلام‌آباد کې ترسره شي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې ایران د یوې موافقې غوښتونکی دی.

بل لور ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي چې د خبرو بهیر نه دی درېدلی او لا هم دوام لري.

د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د شنبې په ورځ په اسلام‌آباد کې بې له کومې پایلې پای ته رسېدلی و.