شنبه, جون 20, 2026
Homeافغانستاننورالدين عزیزي:د افغانستان او قزاقستان سوداګري ۴۱ سلنه زیاته شوې

نورالدين عزیزي:د افغانستان او قزاقستان سوداګري ۴۱ سلنه زیاته شوې

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزي ويلي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه او د تېرو درېیو کلونو په موده کې نږدې ۱۰۰ سلنه زیاته شوې ده.

نوموړي په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د ګډ سوداګریز نندارتون د پرانیستې پر مهال ویلي چې دواړه هېوادونه کولای شي د درې میلیارده ډالرو کلنۍ سوداګرۍ هدف ته ورسېږي، خو د دې لپاره د بانکي همکاریو، ټرانزیټي اسانتیاوو، لېږد رالېږد او پانګونې په برخو کې لا ډېرو پرمختګونو ته اړتیا ده.

عزیزي زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې او د سوداګرۍ کچه په دوامداره توګه لوړېدونکې ده.

په همدې غونډه کې د قزاقستان د اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین افغانستان د سیمې د نښلونې مهم مرکز بللی او ویلي چې هېواد یې په بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پانګونې او همکاریو پراخولو ته لېوالتیا لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here