دوشنبه, جون 22, 2026
Home Blog Page 828

جنوبي سوډان؛د یوې الوتکې د نسکورېدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي

0

په جنوبي سوډان کې د یوې الوتکې د نسکوریدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

اسوشیېټیډ پریس ویلي، چې دا الوتکه هغه مهال راوغورځېده، چې د یونېټي ایالت له هوایي ډګره د جوبا نړیوال هوایي ډګر ته، چې د جنوبي سوډان پلازمېنه ده، روانه وه.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د الوتکې د سقوط لامل څه و، او چارواکو د قربانیانو د هویت په اړه هم څه نه دي ویلي.

واشنګټن ډي سي؛یوه مسافر وړونکې الوتکه له بلک هاک الوتکې سره تر ټکر وروسته غورځېدلې

0

امریکا کې ددغه هېواد امریکن ایرلاین یوه مسافر وړونکې الوتکه له یوې نظامي بلک هالک هلیکوپتر سره ټکر کړی.

امریکایي رسنۍ وایي، چې د ټکر په پایله کې دغه مسافر وړونکې الوتکه راغورځېدلې ده.

په یاده الوتکه کې ۶۵ کسان سپاره وو.

د دغې پېښو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

احمد الشرع؛د سوریې د انتقالي حکومت مشر وټاکل شو

0

د تحریر الشام مشر احمد الشرع د سوریې انتقالي پړاو کې رسما د سوریې د نوي دولت مشر وټاکل شو.

الجزیرې تلویزیون ویلي، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د تحریر الشام په ګډون د سوریې د ځینو ګوندونو مشرانو په کې ګډون کړی وو، پرېکړې شوې، چې پخوانی اساسي قانون، ولسي جرګه، د اسد پوځ او پخواني رژیم اړوند امنیتي ادارې لغوه دي.

الجزیرې تلوېزیون زیاته کړې، چې دې مراسمو کې د نویو امنیتي ادارو د جوړولو پرېکړه هم شوې، چې د خلکو امنیت وساتي.

د یادونې ده، چې تحریرالشام د تېر میلادي کال وروستۍ میاشت د بشارالاسد نظام ړنګ او واک یې ترلاسه کړ.

عباس عراقچي:له طالبانو سره د سیمې هېوادونو تعامل اړین دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې له طالبانو سره د سیمې هېوادونو تعامل اړین دی.

عباس عراقچي افغانستان یو مهم ګاونډی بللی.

نوموړي د افغان کډوالو په اړه ویلي چې هېواد یې د یو چوکاټ له مخې خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنولو ته ژمن دی.

عراقچي دغه راز د حقابې په اړه هم زیاتوي چې طالبان یې د هملند په سیند کې د حقابې ورکړې ته ژمن دي.

اسرائیلي چارواکي:حماس به نن درې اسرائیلیان او پنځه تایلینډیان خوشي کړي

0

اسرائیلي چارواکي وايي، په پام کې ده، چې حماس به نن په غزه کې درې یرغمل شوي اسرائیلیان او پنځه تایلنډیان خوشي کړي.

دغه چارواکو ویلي، چې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو بدل کې ۱۱۰ فلسطیني بندیان د اسرائیل له زندانونو خوشي کېږي.

که دغه بهیر نن بشپړ شي، دا به په غزه کې د اوربند هوکړې یوې برخې په توګه د یرغمل شویو اسرائیلیانو درېیمه ډله وي، چې خوشي کېږي.

بل لور د تایلنډي یرغمل شویو کسانو خوشي کېدل د حماس یواړخیز ګام دی او د اوربند هوکړې برخه نه بلل کېږي.

راپورونو کې ویل شوي، چې دا کسان کرنیز کارګر دي، چې له اسرائیله تښتول شوي وو.

ډونالډ ټرمپ؛۳۰ زره ناقانونه کډوال ګوانتانامو ته لېږي

0

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد دفاع وزارت او د کورني امنیت وزارت ته امر کړی، چې ګوانتانامو زندان کې د ۳۰ زره ناقانونه کډوالو لپاره ځای جوړ کړي.

ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دغه مرکز ته به امریکا ته ګواښ پېښونکي کډوال ولېږدوي.

د یادونې ده چې په ګوانتانامو کې د امریکا پوځي اډه پخوا د ترهګرو په ګډون د بندیانو د ساتلو لپاره کارول کیده.

په دغه زندان کې امریکا د عراق او افغانستان د جګړو پر مهال د طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون زرګونه کسان بندیان کړي وو.

د ازادۍ جبهه:کندز کې مو نن ماښام څلور طالب سرتېري ووژل

د ازادۍ جبهې د یوې ویډیو په خپرولو سره په کندز کې د نن ماښام د چاودنې مسوولیت منلی.

دغې جبهې ویلي، چې د دې برید په پایله کې څلور طالب سرتېري یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

همیش فالکونر:له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري کوو

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همیش فالکونر وایي چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو په اړه یې یوه غونډه کړې ده.

فالکونر ویلي چې بریتانیا د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو، سره پر خپله ژمنه ولاړه ده.

هغه زیاته کړې، ویاړي چې د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د افغانستان لپاره جوړې شوې غونډې کې د دوی مېلمانه وو.

تر دې مخکې، همیش فالکونر ویلي وو چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو دفاع د بریتانیا له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

کندز؛نن ماښام د کندز ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې چاودنه شوې

د کندز یو شمېر ځایي سرچینو ویلي، چې نن چهارشنبه ماښام د کندز ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې چاودنه شوې ده.

تر اوسه ددغې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

تېر یو کال؛خوست کې ۷۲ کسانو ځان وژنه کړې

په تېر یوه کال کې خوست کې د ځان وژنو ۷۲ پېښې ثبت شوې دي.

د یاد ولایت د طالبانو حکومت امنیې قومنداني ویلي چې په دغو کسانو کې ۳۸ نارینه او ۳۴ ښځینه دي.

د یادونې ده چې هېواد کې تر ډېره د فقر، کورنیو او رواني ستونزو له کبله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.