امریکا کې د الوتکو د ټکر له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېدلی دی.
سره له دې، چې الوتکه کې ۶۴ تنه سپاره و؛ خو ژغورونکې ډله وایي، چې ښایي هیڅ یو ژوندی نه وي پاتې شوی.
اوس مهال د پاتې کسانو د موندلو لټون روان دی.
امریکا کې د الوتکو د ټکر له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېدلی دی.
سره له دې، چې الوتکه کې ۶۴ تنه سپاره و؛ خو ژغورونکې ډله وایي، چې ښایي هیڅ یو ژوندی نه وي پاتې شوی.
اوس مهال د پاتې کسانو د موندلو لټون روان دی.
افغان چپ لاسي تېز توپ اچوونکي شاپور ځدران له نړیوال کرکټ څخه استعفاء وکړه.
هغه ویلي، پرېکړه ورته سخته وه؛ خو اړ وو چې له کرکټ لاس واخلي.
نوموړی وایي، ۲۲ کاله یې کرکټ وکړ او دا یې، مینه، شوق او هویت وو.
د یادونې ده چې شاپور ځدران د افغانستان د اولو ورځو لوبغاړی و، چې په کیڼ لاس یې تېزه توپ اچونه کوله.
کوېټه کې د انورالحق په نوم یو تن خپله پنځلس کلنه لور په ډزو وژلي.
د یادې پېښې علت د هغې د لور له لوري د ټیک ټاک شبکې کارول او پر هغې د ویډوګانو نشرول ښودل شوي.
یاده کورنۍ څه موده وړاندې له امریکا څخه را ستانه شوي وو.
تر دې وړاندې پاکستان کې هم د ټک ټاک ټولنیزې شبکې کارولو له کبله ورته پېښې رامنځته شوې دي.
عراقي الاصله سلوان مومیکا د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
هغه د سویډن پلازمېنې ته نږدې په یو ښار کې وژل شوی دی.
مومیکا په ټپي حالت کې موندل شوی چې وروسته یې ساه ورکړې.
هغه څه موده وړاندې د قرانکریم یوه نسخه سوځولې وه.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره کتلي دي.
منیر اکرم پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې یې افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې منیر اکرم تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته ګواښونه متوجې دي.
د جرمني پارلمان هغه طرحې تصویب کړې چې له مخې یې د دغه هېواد په پولو کې د کډوالو د پناه غوښتنې تر ډيره ردیږي.
دغه طرحې چې شمېر یې معلوم نه دی، د اپوزیسیون د محافظه کارانو له خوا پارلمان ته وړاندې شوې وې چې د ښي اړخې افراطي ګوند (اې.ایف.ډي) په ملاتړ تصویب شوې.
دغه هېواد کې د کډوالو ضد دریځ وروسته له هغه زیات شو، چې تېره اوونۍ په جنوبي ښار اسفانبورګ کې د چړې په یوه برید کې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه رد کړل چې ګنې مالیې وزارت د حکومتي کارکوونکو دریو میاشتو معاش ځنډولی او نشي اجرا کولای.
ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:« د مالي وزارت محترم مقام ډاډ ورکوي چې د روانې دلوې میاشتې په جریان کې به د ټولو یو میلیون او څلويښت زره امارتي کارمندانو معاشات ورکړل شي.»
هغه ویلي، چې هيڅوک دې په دې اړه تشویش نه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد بودیجه داخلي بنسټ لري او د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري.
د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت بیا لوړېدو سره سم، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې هېوادوال دې په دې اړه هیڅ اندېښنه نه کوي.
نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي:«افغانۍ خپل ارزښت ساتلی هيڅوک دې تشویش نه کوي.
د افغانستان بانک او نور اړوند ارګانونه هغو ستونزو ته متوجه دي چې د کرنسۍ په وړاندې پيدا شي.»
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې یو وار بیا ډالر د افغانیو پر وړاندې را لوېدلي دي.
امریکا کې د دوو الوتکو د ټکر له کبله تر اوسه د ۱۸ کسانو جسدونه موندل شوي.
سکای نیوز ویلي، چې په مسافر وړونکې الوتکه کې ۶۵ کسان سپاره وو.
تر اوسه د یادې پېښې له کبله د وژل شویو کسانو د موندلو عملیات روان دي.
اوس مهال د ریګان هوایي ډګر څخه الوتنې ځنډول شوې دي.
له اوربند سره سره، اسرائیلو د فلسطین په کرانه سیمې برید کړی، چې لس کسان یې وژلي.
اسرائیل ویلي، چې په دې برید کې یې وسله وال په نښه کړي.
بل لورته د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې دا برید په طوبس سیمه کې شوی دی.
د یادونې ده چې اوس مهال لسګونه زره فلسطیني کډوال بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.