یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 800

د بخښنې نړۍوال سازمان؛د طالبانو له زندان د احمد فهیم عظیمي د خوشې کېدو خبر ورکړ

د بخښنې نړۍوال سازمان د احمد فهیم عظیمي د خوشې کېدو خبر ورکړ.

د بخښنې نړۍوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د زده کړو فعال احمد فهیم عظیمي د طالبانو له زندانه ازاد شو.

یاد سازمان زیاته کړې، چې عظیمي د ښځو او نجونو د زده کړو د دفاع په خاطر زنداني شوی و چې باید زندان ته نه وای لېږل شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې احمد فهیم عظیمي پروسږ کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې نېول شوی و.

د اوکراین ولسمشر؛نن بایډن او د هغه مرستیالې ته د روسیې پر وړاندې د بریا پلان وړاندې کوي

0

ټاکل شوې چې نن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي امریکایي سیال جوبایډن او د هغه مرستیالې کاملا هرېس ته د خپلې بریا پلان وړاندې کړي.

دا لیده کاته به نن د امریکا پر وخت له غرمې وروسته ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې زلینسکي د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې هم له جوبایډن سره لیدلي وو.

د یادونې ده چې زلینسکي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د روسیې پر وړاندې بریا ته نږدې شوی.

پوروړي پاکستان ته نوې ساه؛د پیسو نړیوال صندوق دغه هېواد ته تازه پورونه ورکوي

0

د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان سره د ۷ میلیارده ډالره پور طرحه تصویب کړه.

یاد صندوق ویلي، چې له دې پور څخه به یو میلیارد ډالر په نږدې وخت کې ورکړي.

بل لورته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له دغې پرېکړې هرکلی کړی.

دا طرحه داسې مهال تصویب کېږي، چې پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

کُرمه ایجنسۍ کې؛د شعیه او سنیانو ترمنځ نښتو کې ۳۴ کسان وژل شوي

0

کرمه ایجنسۍ کې د شعیه او سنیانو ترمنځ د نښتو له کبله تر اوسه ۳۴ کسان وژل سوي.

سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه پېښه کې تر سلو زیات کسان ټپیان شوي دي.

نښته کې دواړو لوریو یو پر بل درنې او سپکې وسلې کارولي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جولای میاشت کې هم د دواړو لوریو ترمنځ خپل منځي نښته کې لسګونه کسان وژل شوي وو.

جرمني:طالبان غواړي ښځې خاموشه او له صحنې لرې کړي

جرمني وايي، افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، طالبان غواړي ښځې خاموشه او له صحنې لرې کړي، خو زیاتوي چې دوی به یې پر وړاندې مبارزه وکړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې پر نړۍ هم غږ کړی، چې پر خپلو ژمنو ودریږي.

دوی دغه راز د استرالیا، هالنډ او کاناډا له هېوادونو سره د خپلې ګډې خبرپاڼې په تړاو يې ويلي چې افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه نور چوپ نه شي پاتې کېدی.

د افغانستان کم عمره فوټبال لوبډلې له عربستان څخه ماتې وخوړه

0

د افغانستان له شل کالونو کم عمره فوټبال لوبډلې د تېرې شپې په لوبه کې له سعودي عربستان ماتې وخوړه.

دا لوبه چې تېره شپه ترسره شوه، پکې سعودي عربستان څلور ګولونه ووهل؛ خو افغان لوبډلې کوم ګول تر سره نشو کړی.

دا سیالۍ د سلطان بن عبدالعزیز په لوبغالي کې ترسره شوه.

د یادونې ده چې افغان فوټبال لوبډله به تر دې وروسته له فلسطین سره سیالي ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د افغانستان فوټسال لوبډلې هم پارګوای نه ماتې وخوړه.

اسټرالیا؛له خپلو خلکو غوښتي چې له لبنان ژر تر ژره ووځي

0

اسټرلیا په لبنان کې له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.

د اسټرلیا لومړي وزیر له سکای نیوز سره خبرو کې ویلي، سره له دې چې له لبنان څخه وتل به یې وګړو ته سخت وي، خو پلان لري، چې هغوی د اوبو له لارې هم وباسي.

استرالیا وروسته له هغې دا کار ترسره کوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د اسرائیلو له لوري په لبنان بریدونه دوام لري او دغې بریدونو د لبنان خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو؛هرات کې پارکونو کې د جوړو شوو مجسمو سرونه پرې کړي

د طالبانو حکومت هرات کې د ښار په پارکونو کې د حیواناتو او مرغانو د مجسمو سرونه پرې کړل.

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې طالبانو دا کار د شریعت خلاف بللی او بندیز یې لګولی، چې نور باید دا ډول کړنې ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت په قانون کې د ژوندیو شیانو عکسونه منع اعلان شول.

فوزیه کوفي:د طالبانو له لوري د جنسیتي تبیعض پر وړاندې نړیوالې محکمې ته د رسمي شکایت له ثبتېدو هرکلی کوم

وروسته تر هغې چې جرمني، اسټرلیا، کاناډا او هالنډ د «ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون»څخه د سرغړونې په تړاو د طالبانو پر وړاندې جرمونو له کبله نړیوالې محکمې ته د عاریضې اعلامیه خپره کړه، تازه د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې تړاو له رسمي شکایت ثبتولو هرکلی کړی.

مېرمن کوفي پر اېکس‌پاڼه لیکلي، دا کنوانسیون یوازینی نړیوال قانوني سند نه دی چې طالبانو تر پښو لاندې کړی.

کوفي زیاتوي، نړیوال سازمانونه باید په قانون کې د«جنسيتي تبعيض» د ثبت لپاره اقدامات وکړي؛ ترڅو بې دفاع خلک په نړیوال حقوقي سیسټم باور وکړي.

مایکل مک‌کال:بایډن باید له طالبانو د امریکایي بندیانو خوشې کولو لپاره هڅې زیاتې کړي

د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د بایډن له حکومت غوښتي، چې افغانستان کې د بندي امریکایي وګړو د خلاصون لپاره هڅې زیاتې کړي.

مایکل مکال ویلي، ټرمپ باید طالبان قانع کړي چې محمود شاه حبیبي او نور امریکایي بندیان ازاد او دا باید ترې وپوښتي چې القاعده د هغه په نیولو کې کوم رول درلود.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې محمود شاه حبیبي القاعده ډلې ته سپارل شوی.

طالبان بیا وایي، چې د محمود شاه حبیبي په اړه هیڅ معلومات نه لري.