یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 799

فتانه نجیب:ډاکټر نجیب الله د ولسمشرۍ پر مهال د ښځو پر سواد او پوهاوي ټینګار کاوه

د هېواد د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د مړینې د ۲۸ تلین په مناسبت په یوه پیغام کې د هغه مېرمنې فتانه نجیب ویلي، چې ډاکټر نجیب الله د خپلې ولسمشرۍ پر مهال تل ټولنه کې د ښځو پر سواد او پوهاوي ټینګار کاوه.

اغلې فتانه نجیب ویلي، چې ډاکټر نجیب الله د اساسي حقونو او انساني کرامت تر پښو لاندې کولو سره د طالبانو له لوري ووژل شو.

نوموړې دغه راز ویلي، چې نړۍواله ټولنه د زده کړو او کار په برخه کې باید د ښځو پر مشروع غوښتنو ټينګار وکړي.

د یادونې ده، چې ۱۸ کاله وړاندې د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷ نېټه طالبانو د لومړي ځل لپاره کابل ونیوه او کابل ته له دننه کېدو وروسته یې پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور شاپور احمدزی ووژل او جسدونه یې په عام محضر کې را ځوړند کړل.

د طالبانو حکومت؛ عربي اماراتو ته د حامد کرزي د تګ مخنیوی کړی

‏د طالبانو حکومت متحده عربي اماراتو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سفر مخنیوی کړی.

ټاکل شوې وه، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن اماراتو ته ولاړ شي، خو طالبانو نوموړي ته د سفر اجازه ورنه کړه.

یوې باخبره سرچینې حماسه میډیا ته ویلي چې د کرزي د سفر د مخنیوي امر له کندهاره شوی او کابل یوازې د نوموړي غوښتنلیک د طالبانو د مشر دفتر ته لیږلی دی.

د یادونې ده، چې پخوانی ولسمشر له دې پخوا هم له ورته برخلیک سره مخ شوی دی.

د طالبانو حکومت له واک ته له رسیدو راهېسې د کرزي دفتر له شپیتو ډېر ځلي د سفر اجازه غوښتې ده، چې یې غوښتنه تر ډېره رد شوې ده.
د کرزي د سفر مخنیوې داسې مهال کیږي، چې طالبانو تازه د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني، د ولسي جرګې پخوانی غړی شاپور حسینزوی او طالب پلوه مولوي عبدالسمیع زنداني کړي دي.

فضلي: د شهید ډاکټر نجیب د ارمان پوره کولو لپاره اړتیا ده چې له دې خاورې بهرنۍ استخباراتي ډلې لرې شي

د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وایي، اوس مهال احساساتي ویناوې نه؛ بلکې عمل پکار دی.

ښاغلي فضلي د شهید ډاکټر نجیب الله د تلین په مناسبت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه څه چې اوس ورته اړتیا ده، یوازې احساساتي ویناوې نه بلکې په عملي توګه د داسې یوه انسجام لور ته کار کول دي چې د شهید ډاکټر نجیب د ارمان د رښتیا کېدو لور ته دا نسل بوځي.

نوموړي زیاته کړې چې د هغه ارمان له دې خاورې څخه د هرې هغې شاتګپالې او بهرنۍ استخباراتي ډلې لرې کول دي چې دا وطن پر نورو پلوري.

د یادونې ده، چې فضلي تر دې وړاندې هم پر خپلو مرکو او ایکس سپیسونو کې ویلي، چې د احساساتو پر ځای باید له تعقل کار واخیستل شي او په وطن کې د روانې بربادۍ مخه په اساسي ډول ونیول شي.

برېټانیا کې؛ افغان سفارت وتړل شو

برېټانیا کې د افغانستان سفارت وتړل شو او هلته افغان سفیر د ودانۍ کیلي د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارله.

تر اوسه هلته د افغان کډوالو لپاره د قونسلي خدماتو په برخه کې هیڅ طرحه نه ده وړاندې شوې.

بل لورته ویل کېږي چې پر دغه سفارت به د افغانستان بیرغ ولاړ وي.

د یادونې ده چې برېټانیا څو اوونۍ وړاندې ویلي وو چې هلته افغان سفارت تړي.

د سیاسي چارو شنونکی؛جاوېد کوهستانی کابل کې طالبانو نیولی

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طلالبانو په کابل کې د سیاسي چارو شنونکی جاوېد کوهستانی نیولی دی.

د معلوماتو له مخې، هغه د کابل په سرای شمالي سیمه کې نیول شوی.

تر اوسه د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې رسنیو ته د سیاسي شنونکو یو لیست سپارلی و، چې تر دوی پرته باید بل څوک بحث ته ونه غوښتل شي.

لا دا نه ده معلومه چې کوهستانی د کوم سیاسي بحث له کبله نیول شوی که نه.

بایډن:روسیه باید په روانه جګړه کې بریالۍ نه شي

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن یو وار بیا ټینګار کړی، چې روسیه باید په روانه جګړه کې بریالۍ نه شې.

جوبایډن د اوکراین له ولسمشر ولایمیر زلینسکي سره کتنه کې ویلي، چې امریکا په هر پړاو کې د اوکراین ترڅنګ ولاړه ده.

بل لورته زیلنسکي ویلي، چې دوی د امریکا له مرستو مننه کوي.

دوی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ زیلنسکي بایډن ته د روسیې پر وړاندې په روانه جګړه کې د بریا پلان هم وړاندې کړ.

لویډ اسټین:د لبنان او اسرائیل جګړه به ویجاړونکې پایلې ولري

0

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین خبرداری ورکړی، چې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه به ویجاړونکې پایلې ولري.

لوېډ اسټین له اسټرالیایي او برېتانوي سیالانو سره کتنه کې ویلي، سره له دې چې هلته جګړه شدېده شوې؛ خو له دیپلوماتیکو لارو د ستونزو حل هم ممکن دی.

نوموړي له دواړو لوریو غوښتي چې یوه متفاوته لار خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل تېره ورځ هم پر لبنان بمبار کړی و او ۷۲ تنه یې وژلي وه.

احمدشاه حبیبي:امریکا دې زما د ورور محمودشاه حبیبي ځای معلوم کړي

اینډیپنډټ ورځپاڼې لیکلي، چې د محمود شاه حبیبي کورنۍ له امریکا غوښتي، ترڅو د دوی د غړي ځای معلوم کړي.

د هغه ورور احمدشاه حبیبي ویلي، پر هغو راپورونو باور نه کوي، چې ګواکې ورور به یې القاعده ته سپارل شوی وي.

احمدشاه حبیبي زیاته کړې، طالبان خپل بندي نورو ډلو ته نه سپاري؛ نو پکار ده چې امریکا په دې تړاو هڅې زیاتې کړي.

بل لورته د طالبانو حکومت وایي، دوی سره یوازې دوه امریکایان بندیان دي او محمودشاه حبیبي دوی سره نشته.

ملا هبت‌الله د سترې محکمې کارکوونکو ته:په پرېکړو کې د هیچا تر تاثیر لاندې رانشئ

د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د سترې محکمې کارکوونکو ته ویلي، چې په پرېکړو کې د هیچا تر تاثیر لاندې رانشي.

هغه د یادې محکمې چارواکو سره لیدنه کې ویلي، د اسلامي نظام په صورت کې د ټولو حقونه خوندي وي او هیڅوک د بل په حق د تېري جرئت نشي کوی.

هغه ویلي، که هر څوک په بل ظلم کوي؛ نو دا د محکمو دنده ده، چې ظالم محاکمه کړي.

سړی!

0

بانوقدسیه
ژباړه: طارق تسل

  • ما د سړي بې وسي هغه مهال محسوس کړه، کله چې مې پلار د سرطان ناروغۍ سره لاس و ګریوان و، خو د خپلې روغتیا څخه زیات دې ته ځوریدلو چې جمع کړې سرمایه راڅخه په بيمارۍ لاړله؛ زما له مرګه پس به زما بچیو ته څه پاتې شي.
  • ما د سړي قرباني هغه مهال ولیدله چې کله یوه ورځ بازار ته د اختر په سودا پسې تللې وم. هلته مې يوه کورنۍ ولیدله، چې ټولو سره په لاسونو کې د اختر د سودا څخه ډک پلاستیکونه وو. مېرمنې خپل خاوند ته وویل: زما او د بچیو د اړتیا توکي خو مو وپېرل؛ ته ځانته کوټ او پېزار نه اخلې؟ خاوند ورته وویل: تېر کال چې مې اخیستي؛ په هماغو به ګوزاره وکړم. ته وګوره که نور څه مو کم وي؛ همدا اوس يې واخلئ! د اختر ورځې دي، سبا به ګڼه ګوڼه زیاته وي، یوازې به بیا په عذاب شې.
  • ما د سړي ساتنه هغه مهال ولیدله، چې کله د خپلې کورنۍ سره یو ځاې له عمومي سرک څخه بلې غاړې ته اوختلو؛ نو خپل ټوله کورنۍ یې تر شا روانه کړله او دې پخپله وړاندې روان شو، په دې خاطر چې د حادثې په وخت به لومړی زیان پخپله برداشت کړي.
    ما د سړي د زړه زور او برداشت هغه مهال محسوس کړل، چې واده شوې لور يې د خسر له کوره وشړل شوه او په ژړا د پلار کور ته راغلله. پلار په سینې پورې ونیوله او ورته یې وویل: زه خو لا ژوندی یم کنه لورې!