د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان له حکومت غوښتي چې له افغانستان سره شته ستونزې دې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې هوارې کړي.
فضل الرحمن د پنجاب په قصور کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، له افغانستان سره کېدای شي د ځینو موضوعاتو په اړه اختلافات موجود وي، خو هره ستونزه د زور له لارې نه شي حل کېدای.
هغه ټینګار کړی چې ډېرې مسئلې د خبرو، متقابل درناوي او اغېزمنې ډیپلوماسۍ له لارې په ښه ډول حل کېدای شي.
نوموړي ویلي، پاکستان له کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخ دی او د ګاونډیو هېوادونو اړیکې، سوداګري او ډیپلوماسي هغه موضوعات دي چې باید د شخړې پر ځای د خبرو له لارې مدیریت شي.
فضل الرحمن د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي چې یوازې بلوچستان نه، بلکې پښتني سیمې هم له وینو ډکې دي.
هغه زیاته کړې چې په وروستیو ورځو کې ګڼو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د سیمو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د جمعیت علمای اسلام مشر همداراز د ځینو سیمو د امنیت او حکومتي واک په اړه پوښتنې مطرح کړې.

