یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 801

امریکا او متحدینو یې؛د اسرائیل او لبنان ترمنځ د ۲۱ ورځني اوربند غوښتنه کړې

0

منځني ختیځ کې د جګړې له زیاتېدو سره پر یو وخت؛ متحده ایالاتو، فرانسې او څو نورو متحدونو یې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د ۲۱ ورځني اوربند غوښتنه کړې.

په دې اړه امریکا، فرانسې، استرالیا، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او اروپایي ټولنې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې دا اوربند به دواړو لورویو ته فرصت ورکړي چې جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

دا غوښتنه په داسې مهال کېږي، چې اسرائیلو تېره ورځ هم پر لبنان حزب الله ډلې برید کړی، چې په پایله کې یې ۷۲ کسان وژل وي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

خلیلزاد:طالبانو د دوحې په هوکړه کې د بشري حقونو د رعایت خبره نه ده کړې

زلمی خلیزاد وايي، د دوحې په هوکړه لیک کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د رعایت موضوع نه ده یاده شوې.

نوموړي تېره ورځ پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو شرایطو، پر هغو د نه حملو او له افغانستانه د ترهګریزو ډلو د ګواښونو مخنیوي ته په کې اشاره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو هغه مهال هوکړه کړې وه چې د یوه نوي حکومت د جوړېدو او د هغه حکومت د بشري حقونو پر تګلارو به د دوی، پخواني جمهوري حکومت او نورو افغانانو ترمنځ جلا خبرې کېږي.

د اسرائیل دفاع وزارت:د حزب‌الله د استخباراتي شبکې ۶۰ مرکزونه یې ویجاړ کړي

0

د اسرائیلو دفاع وزارت ویلي چې د حزب الله د استخباراتي شبکې ۶۰ مرکزونه یې بمبار کړي دي.

د اسرائیلو د دفاع وزارت په وینا، دا کار په سمدستي او مستقیم ډول د حزب الله په وړتیا اغیزه کوي چې استخباراتي معلومات راټول، استخباراتي اقدامات همغږي او د جګړې ارزونه وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا ځایونه تر ډېره د لبنان په مرکزي سیمه کې وو.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه اوونۍ کې پر لبنان د حزب الله بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي.

علي خامنه یي: د حزب‌الله او حماس ملاتړ “واجب شرعي” دی

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي وايي، له حماس او حزب الله څخه ملاتړ واجب دی.

نوموړي نن له یو شمېر چارواکو سر ناسته کې ویلي، چې نړۍ غواړي د ایران پر وړاندې پلمې پیدا کړي او په خبره، یې چې بشري حقونه، اټومي انرژي او نورې ټولې بهانې یوازې غربي نړۍ د دوی د اسلامي نظام پر وړاندې کوي.

هغه ویلي، تر هغې به دا پلمې نه لرې کېږي، ترڅو دوی د هغوی خبرې ومني؛ خو زیاته کړې یې ده، چې ایران به هیڅ وخت چاته تسلیم نه شي.

اکسیوس:لبنان له ایران غوښتي چې پر اسرائیل برید وکړي

0

پر لبنان د اسرائیل له بریدونو ډېرېدو سره پر یو وخت، حزب الله له ایران غوښتي چې پر اسراییل برید وکړي.

اکسیوس نشریې د دوو اسرائیلي چارواکو له قوله ویلي، چې ایران حزب الله ته ویلي چې اوس مهال پر اسرائیل د برید وخت نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته د غچ اخیستې خبره کړې، خو تر اوسه یې پر اسرائیل کوم برید نه دی کړی.

د یادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې په لبنان کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

خوست کې؛د الخلیج سیاحتي شرکت رییس او دوه کارکوونکي د جعل کاري په تور نیول شوي

د خوست د طالبانو حکومت د امنیه قومنداني ویاند مستغفر ګربز وایي، خوست کې د الخلیج سیاحتي شرکت رییس او دوه کارکونکي د جعل کارۍ په تور نیول شوي او اوس تر څار لاندې دي.

ګربز ویلي، چې دا کار وروسته تر هغه کېږي چې د کام ایر شرکت ته د اماراتو د حکومت له لوري د جعلي وېزې لرونکي شخص د لېږد په تړاو اخطاریه ورکړل شوه.

ګربز زیاته کړې، چې دوی په خپلو څېړنو کې له دغه شرکت او د شرکت د رییس له کور څخه ګڼ جعلي پاسپورټونه، د پاکستان وېزې او پاسپورټونه، پاکستان ته د تګ راتګ جعلي ټاپې او اروپا ته د قاچاق په موخه خلکو ته جوړ کړي جعلي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم د دې شرکت دوه نور کارکونکي د جعلي پاسپورتونو پو تور نیول شوي وو.

نړۍوالو یو ورځنیو لوبو کې؛راشد خان په تازه درجه بندۍ کې دریم مقام خپل کړ

0

‏افغان لوبغاړي راشد کرکټ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې دریم مقام خپل کړ.

نوموړي د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې د سویلي افریقا له کیشاف مهاراجا او د اسټرالیا د ادم زامپا څخه وروسته په دریم مقام کې راغلی دی.

راشد خان اوس مهال د افغان ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډل مشري هم په غاړه لري.

ټرمپ:ایران بیا هم زما د ترور هڅه کوي

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ وایي، چې زما ژوند د ایران له خوا ګواښل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران څو ځل زما د وژلو هڅه وکړه؛ خو بریالي نه شول.

ټرمپ زیاته کړې چې ایران به بیا هم زما د ترور او ویرولو هڅه وکړي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې د امریکا په پنسلوانیا کې پر ډونالډ ټرمپ برید شوی و، چې له امله یې نوموړی ټپي شوی هم و او ددغې برید تور په ایران ولګېد.

بل لورته څو ورځې تر مخه پر ټرمپ د ترور ناکامه هڅه شوې وه.

په دې وار کې د امریکا په فلوریډا ایالت کې د هغه ګولف کلب ته څېرمه ډزې شوې، چې نوموړي لوبه پکې کوله.

د افغانستان فوټسال لوبډله؛د نړۍ وال جام سیالیو کې له پارګوای سره لوبه کوي

0

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د روان نړۍوال جام په سیالیو کې له پارګوای سره لوبه کوي.

دا سیالۍ د افغانستان پر وخت ماښام اوه بجې پیلیږي.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې له ارجنټاین او اوکراین څخه ماتې خوړلې وې؛ خو انګولا ته یې ماتې ورکړې وه.

یادې سیالۍ د ازبکستان په کوربه توب روانې دي.

د یادونې ده، چې افغانستان په دغه نړۍوال جام کې د لومړي ځل لپاره لوبه کوي.

د حماسه میډیا تر خبر وروسته؛یو شمېر طالب پلوو د شیخ عبدالسمیع غزنوي زنداني کېدل منلي

وروسته تر هغې، چې حماسه میډیا د شیخ عبدالسمیع غزنوي د زنداني کېدو خبر ورکړ؛ تازه یو شمېر طالب پلوو هم د هغه نیول کېدل منلي.

دوی ویلي، په دې اړه معلومات نه لري، چې نوموړی چېرته بندي دی؛ خو معلومات به په خپل وخت شریک کړي.

هغوی دغه راز د شیخ غزنوي لپاره د دعاګانو غوښتنه هم کړې ده.

حماسه میډیا ته رسېدلي معلومات ښيي، چې شیخ عبدالسمیع غزنوي د طالبانو پر حکومت د نیوکو له کبله نیول شوی دی.