#تازهخبر:
څو شېبې وړاندې کابل او شاوخوا ولایتونه یوې نسبتاً زورولې زلزلې ولړزول.
تر اوسه د دغې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
#تازهخبر:
څو شېبې وړاندې کابل او شاوخوا ولایتونه یوې نسبتاً زورولې زلزلې ولړزول.
تر اوسه د دغې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
نړیوالو رسنیو، په ځانګړي ډول رویټرز او نیویارک ټایمز، د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ایران پر فضا د یوې امریکایي جنګي الوتکې تر سقوط وروسته، د الوتکې د عملې د ژغورنې لپاره عاجل عملیات پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې، امریکایي ځواکونو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سمدستي اقدام کړي او هڅه یې کړې چې د عملې غړي د ایران د ځواکونو له رسېدو مخکې ومومي.
سرچینې وایي، امریکا له مخکې په سیمه کې د ورته بیړنیو حالاتو لپاره ځانګړي ځواکونه چمتو کړي دي.
ویل کېږي چې دغه ځواکونه په عراق او سوریه کې ځای پر ځای شوي، څو د اړتیا پر مهال چټک غبرګون وښيي.
تر اوسه د پېښې د دقیق علت او د عملې د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د هرمز تنګي په اړه توند دریځ څرګند کړی او ویلي یې دي چې متحده ایالات د دې ستراتیژیکې اوبو لارې د پرانستلو بشپړ توان لري.
ټرمپ په خپله ډولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال تازه پیغام کې ادعا کړې چې که واشنګټن ته لږ وخت ورکړل شي، نو دوی به وکولای شي د هرمز تنګی بېرته فعال کړي او د نړیوالو بازارونو لپاره د نفتو بهیر عادي حالت ته راولي.
هغه زیاته کړې چې دا اقدام به نه یوازې د امریکا اقتصادي ګټې خوندي کړي، بلکې نړیوال اقتصاد ته به هم ثبات ورکړي.
ډونالډ ټرمپ په دې ټینګار کړی چې لوېدیځ هېوادونه باید د اړتیا په صورت کې له پوځي ځواک څخه کار واخلي څو د نړۍ له مهمو انرژۍ لارو څخه د نفتو انتقال خوندي وساتي.
د شانګهای همکارۍ سازمان اړوند د ترهګرۍ ضد سیمهییز جوړښت په خپلې وروستۍ غونډه کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه د پخوا په پرتله زیات شوي او دا وضعیت د سیمې امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي.
دغه غونډه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه، چې پکې د غړو هېوادونو استازو د افراطي او بېلتونپالو ډلو د پیاوړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د غونډې ګډونوالو وویل چې ځینې ډلې نه یوازې په افغانستان، بلکې په سوریه کې هم خپلې جګړهییزې وړتیاوې لوړې کړې دي.
د سرچینو په وینا، د شانګهای همکارۍ سازمان چارواکو ټینګار وکړ چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره باید ګډ استخباراتي همغږي او عملي اقدامات زیات شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا، د ملي امنیتي اندېښنو په اساس، د ایران د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال سعادت آقاجاني په پټه له امریکا څخه شړل شوی دی.
د اکسیوس د راپور له مخې، دا اقدام تېر دسمبر کې شوی، خو تر اوسه پورې پټ ساتل شوی و.
دا په تېرو شپږو میاشتو کې په نیویارک کې د ایراني دیپلوماتانو د شړلو له لږ تر لږه درې پېښو څخه یوه بلل کېږي.
سرچینې وایي، واشنګټن له «Section 13» پټې پروسې کار اخیستی، چې له مخې یې دیپلوماتان پرته له رسمي اعلان څخه شړل کېږي، هغه میتود چې عموماً د جاسوسۍ یا امنیتي ګواښونو په شک کارول کېږي.
سره له دې، د آقاجاني پر وړاندې کوم مشخص تور نه دی اعلان شوی، خو امریکایي چارواکي د امنیتي اندېښنو یادونه کوي.
راپورونه ښيي چې د پاکستان ټولټال پورونه ۸۱ زره ټریلیون روپیو ته لوړ شوی، چې له دې جملې ۲۶ زره ټریلیون بهرنی او ۵۵ زره ټریلیون کورنی پور دی.
چارواکي وایي، د هېواد د شاوخوا ۲۵۰ میلیونه نفوس له مخې، هر وګړی په اوسط ډول له درې لکو څخه ډېر پور پرې لري، چې دا وضعیت د خلکو پر ورځني ژوند دروند اغېز کړی دی.
اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې دا کچه پورونه د هېواد پر مالي ثبات جدي فشار راوړي او د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو لامل ګرځي.
همداراز، څو اوونۍ وړاندې پاکستان د خپلو پورونو د کمولو لپاره ځینې پوځي تجهیزات، په ګډون د F-16 Fighting Falcon الوتکو، د سعودي عربستان سره د معاملې په چوکاټ کې ورکړي دي.
په همدې حال کې، په پاکستان کې د سون توکو بیې هم بېساري لوړې شوې دي؛ د یو لېټر ډیزلو بیه ۵۲۰ روپیو او د پټرولو بیه تر ۴۵۰ روپیو اوښتې، چې د خلکو اقتصادي ستونزې یې لا پسې زیاتې کړې دي.
لیکوال: میرویس شینواری
د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا پخوانی مشاور
پښتونخوا د تاریخ په اوږدو کې د غیرت، قربانۍ او ازادۍ خاوره پاتې شوې ده، چې د حاجي میرزلي خان او نورو مبارزو شخصیتونو د مبارزې نښې پکې ژوندي دي.
خو نن ورځ یو ډېر جدي حقیقت مخې ته ولاړ دی: دا سیمه د داسې سیاسي او امنیتي معادلو تر اغېز لاندې ده چې د عام ولس د ارادې پر ځای، د لویو قدرتونو او نظامي پالیسو له لوري رهبري کېږي او د خپل لوی کور افغانستان پرضد پنجاب لخوا اشغال شوي سيمو څخه وحشيانه بمبار او توپونه په افغانستان توغول کيږي.
لر پښتانه بايد دې حالت ته د پای ټکی کيږدي، دا لوی شرم دی لر پښتنو لپاره چې د خپل لوی کور افغانستان پر ضد يې خاوره پنجاب استعمالوي.
دا حالت د منلو وړ نه دی چې د یوې سیمې جغرافیه او ولس دې د شخړو، فشارونو او سیمه ییزو لانجو د وسیلې په توګه وکارول شي، په ځانګړي ډول د افغانستان په تړاو، او عام ولس دې د ناامنۍ او زیانونو قرباني پاتې شي.
زه په څرګنده وایم: د پښتون ولس خاوره د جګړې لپاره نه ده، او د دې ولس خلک باید د هېڅ بهرني یا پنجاب نظامي ستراتیژۍ وسیله ونه ګرځي.
د دې سیمې راتلونکی باید یوازې د همدې ولس د ارادې او حقونو له مخې وټاکل شي.
لر او بر پښتانه باید بې پروایي او چوپتیا پرېږدي، ځکه چوپ پاتې کېدل نور د حل لاره نه ده.
د حقیقت بیان، د ولس بیداري او د خپلو حقونو غوښتنه د وخت اړتیا ده.
که ولس خپل غږ پورته نه کړي؛ نو ویره شته چې وضعیت لا نور هم پېچلی او د راتلونکي لپاره ستونزمن شي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي، چې افغانستان او پاکستان باید خپلې شخړې او اختلافونه د خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو حل کړي.
ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې چې چین په فعاله توګه د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړتوب هڅې کوي، ترڅو شخړې کمې او اړیکې ښې کړي.
هغه ټینګار کړی چې بیجینګ به د خپل سازنده رول په ترسره کولو کې دوام ورکړي، تر څو د کابل او اسلام آباد تر منځ تاوتریخوالی کم شي او د دواړو هېوادونو اړیکې لا نږدې او مستحکمې شي.
تېره شپه د زابل په خاک افغان او نوبهار ولسوالیو کې درنه واوره ورېدلې.
د زابل د طالبانو حکومت د والي ویاند صدیق الله وثیق ویلي، چې په خاک افغان ولسوالۍ کې ۷۵ سانتي متره واوره ورېدلې ده.
همدارنګه، د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې هم له پرون ورځې راهیسې درنه واوره ورېږي.
تر اوسه پورې د واورې د اورښت له امله د زیانونو کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د ایران د پوځ ویاند ابولفضل شکارچي ویلي، چې هېواد به یې د هرمز تنګی د امریکا او اسراییل پر مخ د اوږدې مودې لپاره وتړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په هېڅ صورت به امریکا او اسراییل ته اجازه ورنه کړل شي چې له دې مهمې سمندري لارې تېر شي.
ایران دا هم خبرداری ورکړی، هغه هېوادونه چې د دوی پر ضد یې د امریکا او اسراییل د بریدونو ملاتړ کړی، بېړۍ به یې هم له دې لارې تېرېدو ته پرېنښودل شي.
راپورونه وايي، چې د روانو نښتو پر مهال ځینې بېړۍ چې د ایران له اجازې پرته تېرېدلې، په نښه شوې دي.
هرمز تنګي د نړۍ له مهمو تېلو لارو څخه شمېرل کېږي او هر ډول بندښت یې د نړیوال اقتصاد لپاره لویې اغېزې لرلای شي.
بل لور ته، ایران ویلي چې ځینو هېوادونو لکه روسیه، چین، هند، عراق او پاکستان ته به د تېرېدو اجازه وي.
په همدې حال کې، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي چې د زور له لارې د دې تنګي پرانیستل غیرواقعي دي.