یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 798

ایران؛خپل مذهبي مشر علي خامنه‌يي یو خوندي ځای ته انتقال کړی

0

وروسته تر هغې، چې اسرائیل د لبنان حزب الله ډلې د مشر حسن نصر الله د وژلو خبر ورکړ؛ رویټرز خبر ورکړی، چې ایران د خپل مذهبي مشر علي خامنه‌يي ځای بدل کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړی یو خوندي ځای ته انتقال شوی، خو د تازه ځای په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، اسرائیل څه موده وړاندې په ایران کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم وواژه.

د ایران یوه الوتکه؛د اسرائیلو د ګواښ له کبله له لبنان څخه را ستنه شوې

0

لبنان ته د ایران یوه الوتکه د اسرائیل د ګواښ له کبله بېرته ستنه شوې ده.

لبناني رسنیو ویلي، اسرائیل ګواښ کړی، چې که دغه الوتکه د بیروت ښار ته دننه شوه، نو دوی به له زور کار واخلي.

د راپورونو له مخې، تر دغه ګواښ وروسته لبنان مجبور شوی، چې ایران ته د دغې الوتکې د ستنولو امر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د لبنان او اسرائیل جګړه تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

تازه د اسرائیل پوځ ویلي چې د تېرې شپې بریدونو کې یې د حزب الله مشر حسن نصرالله وژلی دی.

د اسرائیل پوځ:حسن نصرالله یې د تېرې شپې برید کې وژلی

0

الجزیرې په یو راپور کې ویلي، چې د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله پرون په بیروت کې د دوی په برید کې وژل شوی دی.

تر دې مخکې اکسیوس خبري اژانس راپور ورکړی و چې په دې برید کې د لبنان د حزب الله د مشر مرکز په نښه شوی دی.

په همدې حال کې اسرائیلي رسنیو څو ساعته مخکې خبر ورکړ چې د حسن نصرالله لور زینب نصرالله په دغه برید کې وژل شوې ده.

د لبنان حزب الله تر اوسه په رسمي ډول د پلار او لور مړینه نه ده تایید کړې.

بل لورته رویټرز راپور ورکړی و چې حسن نصرالله له دغه بریدونو ژوندی وتلی.

اسرائیلي رسنۍ:لبنان کې د تېرې شپې بریدونو کې یې د حسن نصرالله لور وژلې ده

0

اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله لور زینب نصرالله یې د تېرې شپې برید کې وژلې.

تر اوسه په دې اړه حزب الله ډلې څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تېره شپه اسرائیل د حسن نصرالله پر استوګنځي برید کړی و، چې له کبله یې لسګونه کسان وژل شوي؛ خو حسن نصرالله ژوندی وتلی.

په ورته وخت کې د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې د بیروت په جنوب کې به روغتیایي مرکزونه د اسرائیل د بریدونو له کبله خالي کړي.

یاد وزارت د نورو سیمو له روغتونونو غوښتي، چې له عاجلو ټپیانو پرته نور ناروغان ونه مني.

پیني وانګ:پر ښځو بندیز به د افغانستان راتلونکی زیانمن کړي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره پیني وانګ وایي، افغانستان کې پر ښځو بندیزونه د افغانستان راتلونکی زیانمنوي.

هغې د ملګرو ملتونو عمومي سرمشریزه کې ویلي، چې پر ښځو بندیز د دغه هېواد د پرمختګ مخه نیسي.

نوموړې زیاته کړې چې که هر ملت پرمختګ غواړي؛ نو باید د ژوند په ټولو اړخونو کې د خپلو ټولو خلکو ګډون ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې المان، کاناډا، اسټرلیا او هالنډ د افغان ښځو د حقونو په اړه یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی به په دې اړه رسمي شکایت ثبت کړي.

مرادوف:د سیمې ثبات لپاره باید افغانستان سره همکاري وشي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وایي، د سیمې د ثبات لپاره باید له افغانستان سره همکاري وشي.

هغه د ملګرو ملتونو ۷۹یمې سرمشریزې کې د خبرو پرمهال ویلي، چې نړۍ باید د بشري ستونزو د حل لپاره د افغانستان له خلکو سره مرستې زیاتې کړې.

مرادوف همدا راز ویلي، چې دوی د ټاپي، نوري فایبر، ریل پټلۍ او نورو پروژو د تکمیل په برخه کې افغانستان سره همکاري ته دوام ورکوي.

د افغانستان په اړه؛د ایران، پاکستان، روسیې او چین ترمنځ څلور اړخیزه ناسته شوې

د افغانستان په اړه د ایران، روسیې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو څلور اړخیزه ناسته په نیویارک کې د ایران په کوربه توب جوړه شوې وه.

د ایران مهر خبري اژانس ویلي، چې دا غونډه د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د دفاع وزیر په ګډون جوړه شوه.

یاد اژانس ویلي، چې په دې غونډه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره له طالب چارواکو سره د اړیکو د همغږۍ په هڅو خبرې وشوې.

یاد اژانس ددغې غونډې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛افغانستان کې لا هم خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍ واله ورځ داسې مهال را رسېږي، چې ډېر شمېر خبریالان او رسنۍ شکایت لري چې لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

یو شمېر خبریالانو د نوم نه ښودلو په شرط حماسه میډیا ته ویلي، چې اوسمهال اطلاعاتو ته لاسرسی ورته ډېر ستونزمن شوی او دوی دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وایي، چې د طالبانو حکومت هغه معلومات رسنیو ته ورکوي، چې د دوی په ګټه وي او په هغو معلوماتو خبریالان ګواښي چې د دوی د پالیسۍ خلاف یا د ولس ریښتینی غږ په کې منعکس شوی وي.

دوی دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان کې په ډېره ویره دوی خپل کارونه مخته وړي او که د طالبانو د حکومت خلاف یې کوم واقعیت بیان کړ؛ نو سمدستي په مرګ ګواښل کېږي او یا هم زندان ته وړل کېږي.

رویټرز:لبنان کې د اسرائیلو له بریدونو حسن نصرالله روغ وتلی

0

اسرائیلي ځواکونو د لبنان په پلازمېنه بیروت کې یې د حزب‌الله مرکز په نښه کړی.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، چې د دوی ځواکونو د حزب‌الله مرکزي دفتر چې د بیروت تر هستوګنو ودانیو لاندې و، هدف وګرځاوه.

په حزب‌الله پورې تړلې المناره شبکې خبر ورکړی چې په دغو بریدونو کې څلور ودانۍ ویجاړې شوي دي او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

بل لورته اسراییلي شبکو ویلي چې د دغو بریدونو هدف د ایران له ملاتړ برخمن د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله و.

په ورته مهال بیا رویټرز خبري اژانس ته ځينو سرچینو ویلي، چې حسن نصرالله له دې بریدونو روغ وتلی دی.

پاکستاني پوځیانو؛د پي ټي ایم د کراچۍ څانګې پر مشر ډزې کړې

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ څانګې پر مشر نورالله ترین پاکستاني پوځیانو ډزې کړې.

د یاد غورځنګ غړو ویلي، پر ترین مخامخ ډزې شوې؛ خو نوموړی ترې روغ وتلی.

بل لورته د یاد غورځنګ د رهبرۍ غړي عبدالصمد ویلي، چې د پاکستان حکومت د اکتوبر ۱۱مې قامي جرګې د ګډوډولو هڅه کوي.