شنبه, مې 23, 2026
Home Blog Page 789

عبدالغفور لېوال:د خلیزاد احمقانه پیغورونو حیران کړم

ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي، خلیلزاد یو ملت، هېواد او مظلومې نجونې د پوچو عقدو، کینې او حسادت قرباني کړل.

ښاغلي لېوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د خلیلزاد احمقانه پیغور حیران کړی.

لېوال خلیلزاد ته د یو ځواکمن هېواد د مامورګي خطاب کړی.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه زلمي خلیلزاد په خپله ایکس‌پاڼه اشرف غني ته کنایه کې لیکلي وو “داسې خبرونه دي چې بشار الاسد په ابوظبۍ کې دی. که رښتیا وي دا به د ده او اشرف غني لپاره د خواخوږۍ فرصت وي!”

د خلیلزاد کنایه؛ویل کیږي اسد ابوظبي کې دی، که رښتیا وي، دا به نوموړي او اشرف غني ته د خواخوږئ ښه فرصت وي

له سوریې څخه د دې هېواد د پرځول شوي ولسمشر بشارالاسد له وتلو وروسته، د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد ولسمشر غني ته کنایه ویلې.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ایکس کې ولیکل:« داسې خبرونه دې چې بشار الاسد په ابوظبۍ کې دی. که ریښتیا وي، دا به د ده او اشرف غني لپاره د خواخوږۍ فرصت وي!»

د ټولنیزو رسنیو کارونکو د نوموړي دې پوسټ ته غبرګونونه ښودلي دي.

د افغان ښځو د برخې یو فعالې ګلچهره یفتلي نوموړي ته لیکلي:« د دې ټولو غونډو او مجلسونو نوښتګر تاسو یاست، همداسې نه ده غلام صاحب؟»

د سیاسي چارو شنونکي ډاکتر برهاني بیا لیکلي:« دواړه کولای شي د خپلې بریالۍ ادارې په اړه خبرې وکړي.»

په ښاغلي خلیلزاد نیوکه ده چې د افغان سولې په خبرو اترو کې یې افغان حکومت څنډې ته کړی وو، او په لوی لاس یې د افغانستان جمهوري نظام طالبانو ته وسپاره.

د سویلي کوریا حکومت؛د دغه هېواد پخوانی دفاع وزیر ونیوه

0

د سویلي کوریا حکومت د دغه هېواد د دفاع پخوانی وزیر، کیم ینګ هاین نیولی دی.

راپورونه وایي، چې نوموړی د ولسمشر یون سوک یول له لوري د پوځي حکومت د اعلانولو په جرم نیول شوی دی.

کیم ینګ هاین د تېرې چهارشنبې پر ورځ د سویلي کوریا د ولسمشر له لوري د پوځي حکومت اعلان ته د توندو غبرګونونو له امله استعفا وکړه.

د سوریې تاریخ اوسني حالت ته لنډه کتنه

لیکوال: میثاق امیرزی
تير تاريخ:
شام، چې اوسنی سوریه یې یوه برخه ده د نړۍ له تر ټولو زړو تمدنونو او سیمو څخه شمېرل کېږي. په دې سیمه کې ښاري تمدن له ميلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې رامنځته شوی دی او د زرګونو کلونو لپاره د بېلابېلو تمدنونو، دینونو، او کلتورونو زانګو په توګه پېژندل شوې ده.
د  نیولیتیک، د ایبلا او ماري ښارونه، د اکدي، بابلي، او اشوري واکمنۍ، د فینیقیانو، هخامنشيانو او رومي او بیزانسي امپراتوريو ستر مرکز بلل کېدی. 
د (۶۳۴-۶۳۶) م کلونو په دوران کې سوريه د مسلمانانو له خوا فتح شوه.  د اموي خلافت مرکز دمشق شو، چې د اسلامي تمدن په زرینه دوره کې مهم رول درلود. د عباسيانو او صلیبیانو په دورو کې شام د سیاسي او پوځي شخړو مرکز و او عثمانیانې ترکانو تر نږدې څلورو پېړیو پورې په دې خاوره واکمني درلوده. تر لومړۍ نړيوالي جګړې وروسته په ۱۹۲۰م کال دا خاوره (سایکس-پیکو تړون په اساس) د فرانسې تر قیمومیت لاندې راغله. سوریې په ۱۹۴۶م کال خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
اوسنی کړکيچ:
د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، سوریه په سیاست کې د بې‌ثباتۍ، کودتاوو، او سیمه‌ییزو شخړو سره مخ وه. په ۱۹۶۳ کې د پوځ د ملاتړ په وسیله بعث ګوند چې له اقلیت شیعیه علوي مذهب څخه وو، د کودتا په مټ واک ترلاسه کړ. حافظ اسد د بشر اسد پلار د دې کودتا مهم ګډونوال و. حافظ اسد په ۱۹۷۱ کې د ټولپوښتنې له لارې د سوریې د ولسمشر په توګه خپل مقام رسمي کړ.
حافظ اسد د واک ترلاسه کولو وروسته د بعث ګوند، پوځ، او استخباراتي ادارو ټول کنټرول په لاس کې ونیوی، دیکتاتوري او استبداد یې پیل کړ، اکثریتونه یې محکوم کړل، د اقلیتونو ملاتړ ترلاسه کولو، د علوي ټولنې ځواکمنولو، او د خپل کورنۍ رول پیاوړي کولو ته یې ملا وتړله چې دا چاره د نورو اکثريتونو او مذهبونو لپاره یې د مخالفت لپاره زمينه برابره کړه.

د حافظ اسد له مرګ وروسته د هغه زوی د سترګو ډاکټر بشر اسد د واک په ګدۍ کښيناست او دونيمي سلیزي یې د ایران، روسیې او د ايراني نیابتي ډلو په مټ خپل استبداد، ظلم او بربريت د سوریې په ولس وچلاوه.
د ۲۰۱۱م کال د عرب پسرلي د پاڅونو وروسته د بشر اسد له لوري نوموړي پاڅونونه په بې رحمه او تعصبي ډول وټکول شول، دا چاره ددې سبب شوه چې نوموړي سوله ايز او د ملتونو  د ارادې زيږنده طبیعي پاڅونونه په وسلوالو شخړو بدل شي؛ د حکومت مخالفينونو وسلو ته لاس واچاوه، د سوريې د حکومت او ولس بهرنيو او سيمه ايزو سيالانو او دښمنانو دا وخت خپل فرصت وبلی، ايران، سعودي عرب، ترکیې، امریکا، روسيې او اسراییلو له فرصت څخه په استفاده خپل نيابتې ډلې تقویه کړې او سوريه د کورنۍ شخړو په ميدان بدله شوه.

له دې وروسته سوريه د حکومت د مخالفينو یعني القاعدې، داعيش، النصره، احرار شام او د اسد د حکومت او د هغه د ملاتړو یعني حزب الله، حشد الشعبي، فاطمینو، زینبيونو او د حوثيانو ترمنځ د خونړيو شخړو په ميدان بدله شوه. بلاخره د اسد رژیم له یوه لوري د روسيې، ايران او د ايران د نیابتي ډلو په مټ او له بله لوري د داعيش له لوري د سوریې د ولس د تمايلاتو خلاف د وحشيانه کړنو په سبب؛ وتوانيده خپل مخالفين وټکوي او تر حلب او ادليب پوري یې په شا وتمبوي.

د سوريې، ترکیې، سعودي عرب، ايران او روسیې ترمنځ د هوکړي په اساس پريکړه وشوه د اسد حکومت به په حلب کې د حکومت په مخالفينو کار نه لري او هغوی به هلته میشت وي او مخالفين به د اسد خلاف اقدام نه کوي، ولي د اسد رژیم د ترکیې سره د همدې هوکړي مخالفت وکړ او د ۲۰۱۶م کال د ډسمبر په مياشت کې يې به حلب یرغل وکړ، هلته یې د ايران او روسيې او نيابتي ډلو به مټ قتل عام وکړ او له حلب څخه يې خپل مخالین وایستله. دې چاري له یوه لوري د ترکیې غوسه راوپاروله او له بله لوري مخالفينو هڅي شروع کړې چې د القاعده او داعیش د ناوړو کړنو د جبران لپاره لاس په کار شي؛ هماغه وو چې لومړی یې په ۲۰۱۷ کال د مخالیفنو ترمنځ نوی یوالی او نوې ډله د هیت تحریر الشام په نوم رامنځته کړه او بیا یې په ادلیب کې خپله افراطي څيره تغير کړه، د پوځونو د روزلو، د زده کړو مراکز، د سپورت مرکزونه او نوري بشري او ټولنيزي چاري يې ترسره کړي او هيت تحریر الشام مشر محمدالجوالاني اعلان وکړ چې ددوی موخه نړيوال جهاد نه دی؛ بلکي یوازي غواړي د اسد رژیم راچپه کړي. د هيت تحریرالشام همدا منځلاری دریځ، د نړیوال جهاد څخه ځان راګرځول او د ترکیې غصه ددې سبب شوه چې دا ډله او ترکيه فرصت ته انتظار شي.

کله چې روسيه په اکراين کې ښکېل شوه، او په ايران کې د اصلاح غوښتونکو له واک ته رسيدو وروسته او د اسرايلو له لوري د دوی د نيابتي ډلو یعني حزب الله له ځپلو څخه وروسته، هيت تحریرالشام او ترکيې فرصت ترلاسه کړ چې د اسد د رژیم د بې پروايې او ناخبرتيا څخه په استفاده داسې جګړه پیل کړي چې تراوسه د نړۍ ټول سیاست پوهان حیران دي چې څنګه په معجزوی ډول هيت تحریر شام پرمختګ وکړ او د اسد رژیم په دومره چټکۍ سره واک له لاسه ورکړ.

راتلونکی:
که هم د تحریري ځواکونو مشر خپلو پلویانو ته امر کړی چې په دمشق کې دولتي دفترونو او موسسو ته ور نژدې نشي. واک لومړي وزیر په لاس کې اخیستی او مخالفینو ته یې د ورسپارلو پر سر پر وروستیو تیاریو بوخت دی. خو ويره داده چې ددی هيواد ګڼ قوميز او ګڼ مذهبیزجوړښت ته په کتو چې له يوه لوري کردان د امريکا په ملاتړ د هيواد لویه برخ په واک کې لري او له بله لوري علوي اقلیت او تحریر شام او په تحریر شام کې د بيلو بیلو ډلو شتون به د سوریې د راتلونکی سیاسي جوړښت په سر کومي پایلي ته ورسیږي. ایا دې خلکو به له خپلو اږودو بدبختيو، افراطي تاریخ او د سیمي هیوادونو د سوی نیت څخه زده کړه کړې وي او که به د واک او قدرت په سبب سوریه یوې بلې بدبختۍ ته ننوزي او خدای مه کړه سبا د اسد دديکتاور رژیم په ارمان بيا و نه اوسي، خدای دې نه کړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د التحریر شام ډلې مشر:د سوريي حکومتي بنسټونه به نوي حکومت ته د واک تر سپارولو پورې د پخواني لومړي وزیر تر څار لاندې کارکوي

0

د تحریرالشام ډلې مشر ابومحمد جولاني خپلو جنګیالیو ته ویلي چې د سوریې ټول رسمي بنسټونه به تر هغې د دغه هېواد د لومړي وزیر تر څار لاندې وي، ترڅو واک دوی ته په رسمي ډول سپارل کېږي.

هغه خپلو جنګیالیو ته ویلي، چې په رسمي بڼه د واک تر سپارلو پورې باید هیڅ دولتي ارګان ته نږدې نشي.

هغه دغه راز غوښتنه کړې، چې هوايي ډزې باید ونه شي او دا چاره یې منع اعلان کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې لومړي وزیر په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چمتو دی، چې ټول واک خپل مخالفینو ته وسپاري.

د سوریې لومړی وزیر:چمتو یم، چې خپل واک مخالفینو ته ورکړم

0

د سوریې لومړي وزیر ویلي، چمتو دی، چې واک خپلو مخالفینو ته انتقال کړي.

محمد غازي جلالي په یو ویډیي پیغام کې ویلي، چې نوموړی له هېواد څخه نه دی وتلی او لاهم په خپل کور کې دی.

د هغه په خبره، دی اوس اماده دی ترڅو خپل واک مخالف لوري ته ورکړي.

نوموړی دا پیغام په داسې حال کې خپروي، چې اوس مهال د سوریې حکومت سقوط کړی.

راپورونه؛د بشارالاسد الوتکه د لبنان او سوریې ترمنځ سرحدي سیمه کې سقوط شوې

0

تازه
داسې راپورونه خپاره شوي، چې د سوریې د ولسمشر هغه الوتکه وېشتل شوې، چې دی په کې له دمشق څخه وتلی وو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا الوتکه د سوریې او لبنان ترمنځ ویشتل شوې؛ خو معلومه نه ده، چې نوموړی په کې وو او که نه.

یادې الوتکې په ۱۶۰۰ فوټه کې الوتنه کوله چې رانسکوره شوې.

تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د سوریې پلازمېنه؛دمشق د تحریر الشام ډلې لاس ته ولوېد

0

د تحریر الشام ډلې د سوریې د پلازمېنې دمشق د نیولو خبر ورکړی.

یادې ډلې ویلي، چې په دمشق کې هیڅ پوځي نښې نه لیدل کېږي.

بل لورته الجزیرې خبر ورکړی، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد دمشق پریښی او نامعلوم لوري ته تللی دی.

ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې تحریر الشام ډله پلازمېنې دمشق ته ننوتې او خپله بریا نمانځي.

د سختو واورو له کبله؛د سالنګ لویه لار وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د سختو واورو ورېدو او توپانونو له کبله وتړل شوه.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، چې دغه لاره تېره شپه نهه بجې تړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د تونل په دواړو غاړو کې د واورې پاکېدو چارې روانې دي.

د حق شناس په خبره، د لارې له پاکېدو وروسته به موټر چلوونکو ته اجازه ورکړي، چې پر دغې لارې تک راتګ وکړي.

ټرمپ:په سوریې کې د اسد او وسله والو جګړه امریکا پورې اړه نه لري او مونږ باید لاسوهنه ونکړو

0

د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریه کې د وسله والو مخالفانو په بې ساري پرمختګ د سوریې د یو شمیر ښارونو د نیولو په اړه د بایډن په ادارې غږ کړی چې روانه جګړه د امریکا پورې اړه نه لري او باید هیڅ لاسوهنه په کې ونه کړي.

ولسمشر ټرمپ د روسیې اوکراین جګړې ته په اشارې سره ویلی چې روسیه دومره کمزورې شوې چې د اسد رژیم د دې هېواد متحد دی هم نه شي ساتلای.

هغه وویل چې روسیې په اوکراین کې نږدې ۶۰۰ سوه زره سرتیرې له لاسه ورکړي او نور ددې توان یې له لاسه ورکړی چې سوریه وساتي.

د یادونې وړ ده چې روسیه او ایران د بشارالاسد د رژیم ملاتړي او د ترکیې په ګډون یو شمیر نور هیوادونه د مخالفو وسله والو ملاتړي دي.