د نیور یارک پوسټ د راپور له مخې، یو عراقي وګړی چې د ایران له سپاه پاسداران او کتائب حزب الله سره تړاو لري، د ایوانیکا ټرمپ د وژلو پلان درلود.
راپور وایي، دغه ۳۲ کلن عراقي، محمد باقر سعد داود السعدي، د مې په ۱۵مه په ترکیه کې نیول شوی او وروسته امریکا ته سپارل شوی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت نوموړی په اروپا او امریکا کې د شاوخوا ۱۸ ترهګریزو بریدونو په پلان جوړولو او ترسره کولو تورن کړی.
د راپور له مخې، السعدي د قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته ویلي وو چې باید ایوانکا ټرمپ ووژل شي، څو د ټرمپ کورنۍ ته “د غچ اور” ورسول شي.
سرچینو نیویارکپوسټ ته ویلي، نوموړي د ایوانکا ټرمپ او د هغې د مېړه جرد کوشنر د فلوریډا د استوګنځي نقشه هم په اېکس خپره کړې وه او ګواښ یې کړی و چې “نه ماڼۍ او نه هم پټ امنیتي ځواکونه به مو وژغوري.”
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، السعدي د امریکايي او یهودي اهدافو پر ضد په څو بریدونو کې هم لاس درلود، چې پکې په امستردام کې د بانک پر ودانۍ د اورلګوونکو بمونو برید، په لندن کې پر دوو یهودي وګړو د چاقو برید او په ټورنټو کې د امریکا پر قونسلګرۍ ډزې شاملې دي.
راپور زیاتوي، السعدي د کتائب حزبالله له مهمو قوماندانانو ګڼل کېږي او له ایران د قدس ځواک سره یې نږدې اړیکې لرلې.

