سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 77

ډیوه پتنګ:پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان د هوايي بریدونو حساب باید واخیستل شي

د افغان ښځو د حقونو فعاله ډیوه پتنګ وایي، پاکستان یو ځل بیا د روژې په مبارکه میاشت کې د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر ملکي وګړو هوايي بریدونه کړي دي.

پتنګ دغه بریدونه له وحشت او ظلم ډک بللي او ویلي یې دي چې قربانیان یې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.

نوموړې دا عمل په سختو ټکو غندلی او ټینګار یې کړی چې دا ډول بریدونه هېڅکله د بښلو نه دي.

هغې همداراز ویلي چې د دغو بریدونو حساب باید واخیستل شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:پر افغانستان د تېرې شپې د بریدونو له امله، کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او د افغانستان پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني پوځ د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو یې ورته رسمي احتجاج‌لیک سپارلی دی.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې یاد بریدونه، چې له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل شوی او په کلکو ټکو غندل شوي دي.

نوموړي ویلي، په لیدنه کې پاکستاني لوري ته ویل شوي چې د افغانستان د هوايي حریم نقض او پر ملکي سیمو بریدونه پاروونکي اقدامات دي او د ورته پېښو د تکرار په صورت کې به د احتمالي پایلو مسئولیت د مقابل لوري پر غاړه وي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د هوايي حریم ساتنه د «اسلامي امارت» مسئولیت دی او له پاکستانه یې غوښتي چې د ورته بریدونو له تکرار څخه ډډه وکړي.

عاطف مشعل:پاکستان د افغانستان پر حریم تېری کړی او دا ډول اقدامات د منلو نه دي

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل وایي، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر ملي حریم تجاوز کړی او دا ډول اقدامات د نړیوالو اصولو او د سیمې د ګډ تاریخ خلاف عمل دی.

مشعل ویلي چې افغانان دا ډول متجاوزانه اقدامات نه هېروي او د اړتیا پر مهال به ورته مناسب ځواب ورکړي.

نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان نظامي مشرتابه هڅه کوي د خپلو داخلي اقتصادي او امنیتي ستونزو پام بل لور ته واړوي.

هغه ټینګار کړی چې د پاکستان اوسني واکمنان باید درک کړي چې د دغه هېواد ولس د خپلواکۍ او د دیني غوښتنو د تحقق غوښتنه لري او دوامدار ثبات یوازې د ولس د ارادې او متوازن سیاست له لارې ممکن دی.

اسماعیل میاخېل:د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پر افغانستان د پاکستان د برید شپږم ځل دی

د ملي راډیو تلویزیون پخوانی مشر اسماعیل میاخېل وایي، پاکستان هېڅ حق نه لري چې د هرې پلمې له مخې د افغانستان کلي او کورونه بمبار کړي.

ښاغلي میاخېل د تېرې شپې برید ته په اشارې سره ویلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د لسګونه ملکي وګړو وژل کېدل یو غیرانساني عمل او د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی.

هغه ادعا کړې چې له هغه وخته راهیسې چې پاکستان خپل نیابتي ځواکونه د طالبانو په بڼه پر افغانستان وتپل، دا د افغانستان پر خاوره شپږم برید بلل کېږي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان لاسوهنه او طالبان د روان وضعیت او فاجعې اصلي لاملونه دي.

میاخېل ټینګار کړی چې د افغانستان ولس نه بهرنی تېری مني او نه هم داخلي افراطیت، او د هر ډول مداخلې پر وړاندې به خپل دریځ ولري.

سید اکبر اغا:ملګري ملتونه باید پر افغانستان د بریدونو عاملین محاکمه کړي

پخواني طالب چارواکي، سید اکبر اغا، د پاکستان له لوري په افغانستان کې پر ملکي کورونو د وروستیو هوايي بریدونو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

هغه دا کړنې د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې دا بزدلانه او غیرانساني اقدام و.

سید اکبر اغا زیاته کړې، که چېرې ملګري ملتونه رښتینی او خپلواک واک ولري، نو باید د دغو بریدونو عاملین د نړیوال قانون له مخې محاکمه شي او حساب ورڅخه وغواړي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی چې افغانان د خپل هېواد د دفاع بشپړ حق لري او د مناسب غبرګون ښودلو بشپړ حق لري.

ضیاالحق امرخېل:پاکستان به د خپلو غیرانساني کړنو او تجاوز ځواب ترلاسه کړي

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د بې‌ګناه ماشومانو، ښځو او نورو ملکي خلکو د شهادت لامل شوي، د درد آخري حد دی.

امرخېل په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه کړنې نه یوازې د پاکستان پر رژیم د افغانانو کرکه زیاته کړې، بلکې د افغانانو ترمنځ يې هم یوالی پراخ کړی دی.

هغه ټینګار کړی، پاکستان چې د حماس د بې وسلې کولو تازه پروژه اخیستې، د کورنیو ستونزو، پورونو، امنیتي ناکامیو او د خلکو خدمتونو کې د ناکامۍ د پټولو لپاره دغه ډول غیرانساني کړنې ترسره کوي.

نوموړي په ټولو افغانانو غږ کړی چې د پاکستاني رژیم تېروتنې باید په واضح ډول وغندل شي او ویلي یې دي چې د افغانانو بې‌ساري کرکه به د هر ډول تجاوز په وړاندې غچ اخیستو ته لار هواره کړي.

کریم خرم:پر افغانستان د پاکستان بمباري له ذلت او قساوته ډک عمل دی

د هیواد د پخواني ولسمشر حامد کرزی د دفتر رئیس کریم خرم ویلي، پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه او د روژې په مبارکه میاشت کې د ملکي وګړو وژل له ذلت او قساوته ډک عمل دی او دا ډول کړنې د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

نوموړي ویلي، څو ورځې وړاندې د خواجه محمد آصف څرګندونې چې ګواکې پاکستان په افغانستان کې د امریکا له لوري دوه ځله د «تشناب کاغذ» په توګه کارول شوی، دا پوښتنه راولاړوي چې څه تضمین شته څو دغه هېواد بیا د پردیو د سیاست وسیله ونه ګرځي.

هغه د بې ګناه هیوادوالو وژنه غندلې او دا یې د کمزورۍ ښکاره ثبوت بللی.

فضل الهادي مسلمیار:د افغانستان پر ملي حاکمیت هر ډول تېری به بې ځوابه پاتې نه شي

د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل الهادي مسلمیار د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر وړاندې د پاکستان له لوري ترسره شوي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

مسلمیار ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

نوموړي شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا کړې او له زیانمنو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه د نړیوالو اصولو، قوانینو او د ملګرو ملتونو د تړونونو ښکاره سرغړونه ده او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده.

د ده په وینا، په دغو بریدونو کې بې‌ګناه ملکي وګړي، جوماتونه او عامه ځایونه په نښه شوي چې یو نه بښونکی عمل او ستر جنایت بلل کېږي.

د مشرانو جرګې پخواني رییس زیاته کړې چې افغانانو تل د هر ډول یرغل پر وړاندې غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان پر ملي حاکمیت هر ډول تېری به بې ځوابه پاتې نه شي.

حامد کرزی:پاکستان دې د افغانستان پر وړاندې پر خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت څرګند نقض وباله.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، پر ملکي سیمو ترسره شوي بریدونه د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی، او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې د سیمې ثبات ته زیان رسوي.

کرزي د بریدونو له امله د شهیدانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا وکړه او له پاکستانه یې وغوښتل چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیاکتنه وکړي.

هغه یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې د شخړو پر ځای د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي لاره خپله کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي.

ډاکتر عبدالله عبدالله:پر افغانستان د پاکستان بریدونه د اندېښنې وړ او د ملي حاکمیت خلاف دي

د افغانستان د ملي مصالحې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر افغانستان د پاکستان له لوري د تېرې شپې ترسره شوي هوايي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د ژورې اندېښنې وړ بللي دي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، دا ډول بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده او کولی شي په سیمه کې بې‌ثباتي او کړکېچ نور هم پراخ کړي.

هغه ټینګار کړی چې د ملکي وګړو په نښه کول، بمبارد او تاوتریخوالی د ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته اختلافونو د حل یوازینۍ اغېزمنه لار خبرې اترې او متقابل تفاهم دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله له ښکېلو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي پر ځای د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو چارو ته مخه کړي، څو د سیمې ثبات او د خلکو امنیت خوندي شي.