د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) ویلي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو په لړ کې د دې سازمان یو شمېر ښځینه کارکوونکې هم اغېزمنې شوې دي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هرات کې یې یوه ښځینه روغتیايي کارکوونکې روغتون ته پر لاره د «حجاب د اصولو د نه مراعت» له امله نیول شوې او دوه ورځې په بند کې پاتې شوې ده چې بلاخره د کورنۍ د غړو په ژمنې اخیستو او لاسلیکونو طالبانو له بنده آزاده کړې.
د دغه سازمان په وینا، دا ډول اقدامات د ښځو د تګ راتګ، عامه ژوند او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي پر حق مستقیم اغېز کوي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول لا ستونزمنوي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه د بشري وضعیت یوه جدي اندېښنه ګرځېدلې ده.

