دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 76

اسلام اباد کې د سولې د خبرو نامعلوم وضعیت؛نن د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د پای اخیرنۍ شپه ده

0

له پنځلس ورځني اوربند سربېره بیا هم د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا کمه نه شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ اعلان شوی دوه اوونیز اوربند د پای ته رسېدو درشل ته رسېدلی او نن شپه د اوربند وروستۍ شپه ده.

هاخوا، د ایران د پارلمان رئیس، محمد باقر قالیباف، خبرداری ورکړی چې که اوربند پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېږي، هېواد به یې په جګړه کې نوې تګلارې او امکانات وکاروي.

بلخوا، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې که تهران د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو له سختو او بې‌ساریو پایلو سره به مخ شي.

نوموړي حتی خبرداری ورکړی چې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته به بمبارۍ پیل شي او دا یې هم ویلي چې د بل اوربند لپاره دومره وزګار نه دی.

په ورته وخت کې اسلام اباد ته د امریکا د مرکچي پلاوي د مشر جی‌ډي ونس سفر هم وځنډید.

دغه کړکېچ وروسته له هغې لا پسې زیات شو چې امریکا د هرمز تنګي ته نږدې یوه ایراني بېړۍ ونیوله.

تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د دوهم پړاو خبرو برخلیک لا هم روښانه نه دی.

واشنګټن پوسټ:د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره اسلام اباد ته د جی‌ډي ونس سفر وځنډید

0

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې اسلام اباد ته د جی‌ډي ونس سفر د سپینې ماڼۍ د «اضافي پالیسۍ غونډو» له امله ځنډول شوی دی.

په ورته وخت کې اکسیوس راپور ورکړی چې د ایران چارواکو لا هم پرېکړه نه ده کړې چې په خبرو کې به ګډون وکړي که نه.

راپورونه زیاتوي چې سټیو ویتکاف او جرد کوشنر لا هم په امریکا کې دي، حال دا چې ټاکل شوې وه د کورنیو چارو وزارت الوتکه یې د سې‌شنبې په سهار له میامي څخه اروپا او بیا پاکستان ته یوسي؛ خو د الوتنې پلان په وروستیو شېبو کې لغوه شو او الوتکه اوس بېرته واشنګټن ته روانه ده.

نصیر احمد فایق:د ډیورنډ کرښې بحث د اصلي بحرانونو څخه د پام اړولو هڅه ده

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې په اوسني حساس پړاو کې د ډیورنډ کرښې موضوع راپورته کول د افغانستان له اصلي او ژورو ستونزو څخه د عامه افکارو د اړولو هڅه ده.

هغه ټینګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې د ټولنې نیمایي برخه، یعنې ښځې او نجونې، له بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړې او کار څخه محرومې دي، چې د ده په وینا دا یو هدفمند اقدام دی او د خلکو اساسي او اسلامي حقونه تر پښو لاندې کوي.

فایق زیاته کړې چې د معاصرو علومو محدودول ځوانان افراطیت او تاوتریخوالي ته بیایي، په داسې حال کې چې فقر، بېکاري او کډوالي هم مخ پر زیاتېدو دي.

د هغه په وینا، له ۲۳ میلیونو زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار د داسې نظام جوړول دي چې د خلکو پر اراده، د قانون پر حاکمیت او عدالت ولاړ وي.

ډېوه پتنګ، اصف‌علي زرداري ته:ستاسو مصنوعي هېواد کوم تمدن نه لري، د افغانستان د تمدن دعوه مه کوئ

د ښځو د حقونو فعالې ډېوه پتنګ د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

آغلې پتنګ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«ښاغلی زرداري: د قائد اعظم پلار مو معلوم نه دی خبره د تمدن کوې!»

ډېوې دغه راز ویلي چې پاکستان یو مصنوعي هېواد دی او مصنوعي هېواد هیڅکله د تاریخ او تمدن څښتن کیدای نه شي.

هغې لیکلي:«تاسې يو ځلې د قائد اعظم، محمد علی جناح څخه نيولې تر خپل ځان پورې خپل تاريخ راته ثابت کړئ، بيا راشه د ګندهارا، ادم خان او درخانۍ په اړه خبرې او دعوه وکړه.»

نوموړې ویلي چې د پاکستان اوسنی تاريخ ټول د افغانستان د شخصيتونو په وياړونو را څرخيږي او په وینا یې چې پاکستان نه کوم وياړ لري او نه کوم تاريخ او تمدن.

ډونالډ ټرمپ:ایران سره د اوربند دوام د وخت ضایع ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د اوربند د تمدید نیت نه لري او امریکا په مذاکراتو کې قوي دریځ لري.

هغه دا څرګندونې له CNBC سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي چې غواړي په پای کې یو غوره توافق ته ورسېږي.

ټرمپ د اوربند د تمدید د امکان په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «زه نه غواړم دا کار وکړم، موږ دومره وخت نه لرو.»

ډونالډ ټرمپ:ایران څو ځله اوربند مات کړی؛ خو نور راته د منلو نه ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران څو ځله اوربند مات کړی دی.

هغه دا څرګندونې په خپل ټولنیز پلیټفارم تروت سوشیال کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران لخوا د اوربند نقض د منلو وړ نه دی.

ټرمپ مخکې هم ویلي وو چې که د ایران چارواکي له امریکا سره خبرو ته حاضر نه شي، نو له داسې سختو ستونزو سره به مخ شي چې مخکې یې هېڅکله تجربه کړې نه وي.

اروپایي ټولنه او د طالبانو حکومت؛راتلونکو اونیو کې د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه خبرې کوي

په بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې احتمال شته په راتلونکو اونیو کې د اروپایي ټولنې او د طالبانو حکومت ترمنځ د یوه تخنیکي پلاوي خبرې وشي، څو افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو موضوع وڅېړل شي.

د راپورونو له مخې، دا پلاوی ممکن د دوبي له رارسېدو مخکې بروکسل ته راوبلل شي، او خبرې به د اروپایي کمیسیون او ځینو غړو هېوادونو په همغږۍ ترسره شي.

سرچینې وایي اروپایي استازي د الوتنو د امکاناتو، د کابل د هوايي ډګر د ظرفیت او د بېرته ستنو شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات راټولوي.

که څه هم تر اوسه رسمي بلنه نه ده لېږل شوې، خو د دغو پلانونو په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.

د بشري حقونو ځینې سازمانونه وایي چې افغانستان لا هم له جدي بشري ناورین سره مخ دی او د خلکو بېرته ستنول خطرونه لري.

اروپایي اتحادیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو سره له دې هم ځینې اروپایي هېوادونه غواړي د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو بهیر بیا پیل کړي.

حامد کرزی:افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د بندیز له امله زما لور آنلاین زده‌کړې کوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د کار او زده‌کړو د محدودیتونو په اړه تازه له اشپیګل سره مرکه کې ویلي چې افغانستان کې دا وضعیت یوه معما ده.

هغه ویلي چې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز په پیل کې د لنډمهاله اقدام په توګه اعلان شوی و، خو اوس له څو کلونو تېرېدو سره سره دا محدودیتونه لا هم پر ځای پاتې دي، چې په وینا یې دا حالت د افغان نجونو او ټولنې لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه رامنځته کړي دي.

کرزي په خپلو خبرو کې پرته له دې چې په مستقیم ډول د طالبانو حکومت نوم واخلي، ویلي چې ځینې کسان په افغانستان کې ادعا کوي چې د ښځو زده‌کړه د اسلام له اصولو سره په ټکر کې ده.

هغه ټینګار کړی چې دا ادعاوې د اسلامي نړۍ د ګڼو عالمانو له نظره ملاتړ نه لري، ځکه چې د نړۍ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د ښځو زده‌کړه او ټولنیز ګډون نه یوازې روا بلل کېږي بلکې هڅول کېږي هم.

هغه زیاته کړې چې د ښځو له زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه مخنیوی او د دې محدودیتونو دوام د هغو کړیو په ګټه تمامېږي چې غواړي افغانستان کمزوری، منزوي او له پرمختګ څخه پاتې وي.

د هغه په وینا، د یوه هېواد پرمختګ د نارینه او ښځو ګډ ګډون ته اړتیا لري او هېڅ ټولنه د یوې برخې له محرومولو سره پرمختګ نشي کولی.

کرزي همداراز له نړیوالو او دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي او د زده‌کړې او کار حق د یوې بشري او اسلامي اړتیا په توګه مطرح کړي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی یوازې هغه وخت روښانه کېدای شي چې ښځې او نجونې د ټولنې په ټولو برخو کې بشپړ او فعال ګډون ولري.

کرزي دا هم ویلي چې افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز له امله دده لور په انلاین ډول زده کړې کوي.

اسماعیل میاخېل:د دوحې پټې هوکړې د نننۍ نړیوالې بې‌ثباتۍ لامل شوې

د ملي راډیو ټلویزیون پخواني رییس اسماعیل میاخېل د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلی چې د دوحې انځور خپله هر څه بیانوي.

ښاغلي میاخېل مایک پمپیو ته په اشارې سره لیکلي:«هغوی چې له طالبانو سره یې خبرې وکړې او پټې معاملې یې وکړې، په داسې حال کې چې افغان سرتېري وژل کېدل، باید نورو ته د فساد، مشروعیت او حکومتولۍ درس ورنه کړي.»

هغه ویلي چې د دوحې د خبرو پر مهال د افغانستان حکومت له پامه وغورځول شو او د خپل راتلونکي په اړه له مستقیمو خبرو اترو څخه بې‌برخې پاتې شو.

د نوموړي په خبره:«په همدې وخت کې، د دوحې د هوکړو او هغه څه تر منځ څرګند توپیر موجود و چې په کابل کې خلکو ته وړاندې کېدل. پر افغان حکومت فشار اچول کېده چې د طالبانو بندیان خوشې کړي او امتیازات ورکړي، پرته له دې چې یو جامع او ټولشموله سیاسي حل موجود وي. دا تضادونه خپله هر څه څرګندوي.»

میاخېل دغه راز ویلي، چې د افغانستان حکومت ته د “رژیم” ویل او د امنیتي ځواکونو قربانیو ته نه پاملرنه د ځینو لورو خپل رول په ښه توګه څرګندوي.

هغه زیاته کړې چې نننۍ نړیواله بې‌ثباتي تر یوه بریده د همدغو پرېکړو پایله ده.

حامد کرزی، اصف‌علي زرداري ته:د ګندهارا تمدن او کلتوري میراث د لرغوني اریانا برخه دي، نه د پاکستان انحصار

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اصف علي زرداري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د ګندهارا تمدن او یو شمېر کلتوري میراثونه د تاریخي شواهدو له مخې د یوې پراخې سیمې برخه دي چې د لرغوني آریانا له تمدن سره تړاو لري.

کرزي ویلي چې ګندهارا تاریخ د بامیان له سیمو نیولې تر د سند حوزې پورې غځېدلې و او د هغه په وینا د دې تمدن تاریخي ریښې د اوسني افغانستان له کلتوري میراث سره نږدې تړاو لري.

هغه همداراز د آدم‌خان او درخانۍ د کیسې او د رباب د هنر په اړه ویلي چې دا د افغانستان د بډایه فرهنګي میراث برخه ده، چې په بېلابېلو تاریخي سرچینو او ادبي آثارو کې یاد شوي دي.

کرزي زیاته کړې چې رباب د افغانستان د موسیقۍ یوه مهمه او پېژندل شوې آله ده چې د کابل رباب په نوم نړیوال شهرت لري، او د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې له لوري هم د افغانستان د ناملموسو فرهنګي میراثونو په توګه ثبت شوې ده.

هغه ټینګار کړی چې فرهنګي میراثونه د سیمې د خلکو ګډ تاریخ څرګندوي، او باید د شخړو پر ځای د ملتونو ترمنځ د نږدېوالي او ګډ فرهنګي اړیکو لپاره وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د ګندهارا تمدن د پاکستان د ملي هویت برخه ده او دا تمدن د پاکستان له تاریخي میراث سره تړاو لري.

هغه همداراز ویلي چې د آدم‌خان او درخانۍ کیسه او د رباب کلتوري هنر د پاکستان د ناملموس فرهنګي میراث برخه ګڼل کېږي او د دغه هېواد له تاریخي هویت سره تړلي دي.