له پنځلس ورځني اوربند سربېره بیا هم د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا کمه نه شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ اعلان شوی دوه اوونیز اوربند د پای ته رسېدو درشل ته رسېدلی او نن شپه د اوربند وروستۍ شپه ده.
هاخوا، د ایران د پارلمان رئیس، محمد باقر قالیباف، خبرداری ورکړی چې که اوربند پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېږي، هېواد به یې په جګړه کې نوې تګلارې او امکانات وکاروي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې که تهران د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو له سختو او بېساریو پایلو سره به مخ شي.
نوموړي حتی خبرداری ورکړی چې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته به بمبارۍ پیل شي او دا یې هم ویلي چې د بل اوربند لپاره دومره وزګار نه دی.
په ورته وخت کې اسلام اباد ته د امریکا د مرکچي پلاوي د مشر جیډي ونس سفر هم وځنډید.
دغه کړکېچ وروسته له هغې لا پسې زیات شو چې امریکا د هرمز تنګي ته نږدې یوه ایراني بېړۍ ونیوله.
تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د دوهم پړاو خبرو برخلیک لا هم روښانه نه دی.

