دوشنبه, جون 1, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د عدلیې وزارت؛د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د بررسۍ...

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت؛د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د بررسۍ نوی قانون نافذ کړ

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د غایبو او مفقودو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د بررسۍ قانون د شیخ هبت‌الله له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور او نافذ شوی دی.

د وزارت په وینا، دغه قانون یوه مقدمه، څلور بابونه، څلور فصلونه او ۳۱ مادې لري او د عملي کولو مسؤلیت یې د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د بررسۍ ریاست ته سپارل شوی دی.

د قانون له مخې، هغه مالونه او جایدادونه چې د غایبو یا مفقودو اشخاصو وي او د کوم بل شخص په تصرف کې نه وي، د غصب د مخنیوي په موخه به د یاد ریاست تر ساتنې لاندې نیول کېږي.

په قانون کې له متصرفینو سره د ملکیتونو د پرېښودلو شرایط، د طالبانو د حکومت له لوري د ساتنې څرنګوالی او بیت‌المال ته د ملکیتونو د انتقال موارد هم مشخص شوي دي.

د قانون د نهمې مادې له مخې، که د ملکیت اصلي مالک، وارث یا قانوني وکیل حاضر شي او د ملکیت د بېرته سپارلو غوښتنه وکړي، اړوند ریاست مکلف دی چې د قاضي د حکم له مخې ملکیت ورته وسپاري؛ خو د هغو اشخاصو د ملکیتونو او عوایدو په اړه چې «ساعین بالفساد» بلل شوي، پرېکړه د شيخ هبت‌الله له حکم سره تړلې ده.

همداراز په قانون کې راغلي چې که د یوه ملکیت مالک وفات شوی وي او هېڅ وارث یا بل مستحق ونه لري، نو ملکیت به بیت‌المال ته انتقالېږي.

د ملکیتونو ثبت، کرایه، د منقولو شتمنیو پلور، د مستأجرینو مکلفیتونه، د شرعي وکیل شرایط او د بهرنیو وکالت‌لیکونو اعتبار هم د قانون له مهمو برخو څخه یاد شوي دي.

د قانون په ۲۹مه ماده کې ټینګار شوی چې هغه شخصي کورونه چې د «اسلامي امارت» له واکمنېدو مخکې یا وروسته د افرادو او ادارو له خوا په خپل سر نیول شوي وي، باید د قاضي د حکم له مخې اصلي مالک یا د هغه شرعي وکیل ته وسپارل شي.

عدلیې وزارت ویلي چې د دې قانون چاپي او برېښنايي نسخې د هېوادوالو لپاره د لاسرسي وړ دي او د قانون د چاپ او خپرولو ټول حقوق له وزارت سره خوندي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here