د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د کار او زدهکړو د محدودیتونو په اړه تازه له اشپیګل سره مرکه کې ویلي چې افغانستان کې دا وضعیت یوه معما ده.
هغه ویلي چې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو پر زدهکړو او کار بندیز په پیل کې د لنډمهاله اقدام په توګه اعلان شوی و، خو اوس له څو کلونو تېرېدو سره سره دا محدودیتونه لا هم پر ځای پاتې دي، چې په وینا یې دا حالت د افغان نجونو او ټولنې لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه رامنځته کړي دي.
کرزي په خپلو خبرو کې پرته له دې چې په مستقیم ډول د طالبانو حکومت نوم واخلي، ویلي چې ځینې کسان په افغانستان کې ادعا کوي چې د ښځو زدهکړه د اسلام له اصولو سره په ټکر کې ده.
هغه ټینګار کړی چې دا ادعاوې د اسلامي نړۍ د ګڼو عالمانو له نظره ملاتړ نه لري، ځکه چې د نړۍ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د ښځو زدهکړه او ټولنیز ګډون نه یوازې روا بلل کېږي بلکې هڅول کېږي هم.
هغه زیاته کړې چې د ښځو له زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه مخنیوی او د دې محدودیتونو دوام د هغو کړیو په ګټه تمامېږي چې غواړي افغانستان کمزوری، منزوي او له پرمختګ څخه پاتې وي.
د هغه په وینا، د یوه هېواد پرمختګ د نارینه او ښځو ګډ ګډون ته اړتیا لري او هېڅ ټولنه د یوې برخې له محرومولو سره پرمختګ نشي کولی.
کرزي همداراز له نړیوالو او دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي او د زدهکړې او کار حق د یوې بشري او اسلامي اړتیا په توګه مطرح کړي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی یوازې هغه وخت روښانه کېدای شي چې ښځې او نجونې د ټولنې په ټولو برخو کې بشپړ او فعال ګډون ولري.
کرزي دا هم ویلي چې افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز له امله دده لور په انلاین ډول زده کړې کوي.

