سه شنبه, اپریل 21, 2026
Homeکورپاڼهواشنګټن پوسټ:د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره اسلام اباد ته...

واشنګټن پوسټ:د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره اسلام اباد ته د جی‌ډي ونس سفر وځنډید

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې اسلام اباد ته د جی‌ډي ونس سفر د سپینې ماڼۍ د «اضافي پالیسۍ غونډو» له امله ځنډول شوی دی.

په ورته وخت کې اکسیوس راپور ورکړی چې د ایران چارواکو لا هم پرېکړه نه ده کړې چې په خبرو کې به ګډون وکړي که نه.

راپورونه زیاتوي چې سټیو ویتکاف او جرد کوشنر لا هم په امریکا کې دي، حال دا چې ټاکل شوې وه د کورنیو چارو وزارت الوتکه یې د سې‌شنبې په سهار له میامي څخه اروپا او بیا پاکستان ته یوسي؛ خو د الوتنې پلان په وروستیو شېبو کې لغوه شو او الوتکه اوس بېرته واشنګټن ته روانه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here