ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې په اوسني حساس پړاو کې د ډیورنډ کرښې موضوع راپورته کول د افغانستان له اصلي او ژورو ستونزو څخه د عامه افکارو د اړولو هڅه ده.
هغه ټینګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې د ټولنې نیمایي برخه، یعنې ښځې او نجونې، له بنسټیزو حقونو لکه زدهکړې او کار څخه محرومې دي، چې د ده په وینا دا یو هدفمند اقدام دی او د خلکو اساسي او اسلامي حقونه تر پښو لاندې کوي.
فایق زیاته کړې چې د معاصرو علومو محدودول ځوانان افراطیت او تاوتریخوالي ته بیایي، په داسې حال کې چې فقر، بېکاري او کډوالي هم مخ پر زیاتېدو دي.
د هغه په وینا، له ۲۳ میلیونو زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار د داسې نظام جوړول دي چې د خلکو پر اراده، د قانون پر حاکمیت او عدالت ولاړ وي.

