چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 755

ضمیر کابلوف؛پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه غږېږي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نن پاکستان ته په یو رسمي سفر ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ضمیر کابلوف به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه لوري به د سیمې د سولې او ثبات په ښه کولو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د رول په اړه هم بحثونه وکړي.

شمالي وزیرستان؛د چاودنې له امله نږدې شلو تنو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د شمالي وزیرستان د میرعلي په تپې سیمه کې پر څو کورونو د چاودنې له امله درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي.

یاده پیښه تیره شپه رامنځته شوې چې تردې مهاله یې علت نه دی څرګند شوی.

خو له سیمې څخه یو شمیر خبریالان وایي، چې د میرعلي په تپې سیمه کې پر ځینو کورونو زوروره چاودنه شوې چې له امله یې درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.

تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي ادارو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د خوړو نړیوال سازمان:فرانسه له افغانانو سره ۳.۳ میلیونه ډالر بشري مرسته کوي

د خوړو نړیوال سازمان وایي، چې فرانسه ۳.۳ میلیونه ډالر له افغانانو سره بشري مرسته کوي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، دغه مرستې به له امېندوارو او شېدو لرونکو میندو ته د رسېدنې لپاره ورسول شي.

دا مرستې به د خوړو نړیوال سازمان له لوري ولږول شي.

له دغو مرستو څخه به ۱۵ زره افغانان برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا ویلي، چې اوس مهال افغانستان کې ۲۲ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.

بلېنکن:اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اوکراین ته د مرستو ډاډ ورکړی.

انتوني بلنکین تېره ورځ بروکسل کې د ناټو له سرمنشي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ټرمپ اداره به له اوکراین څخه ملاتړ او د ناټو د پیاوړي کولو هڅې زیاتې کړي.

بلنکین دا ډاډ داسې مهال ورکوي چې د اوکراین جګړه ختمول د ټرمپ د انتخاباتي منډو ترړو ګرمه موضوع وه.

ویلیم هیګ:د امریکا لخوا د اوکراین پر وړاندې شاتګ به د افغانستان څخه د امریکا د وتلو تجربه وي

د برېټانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلیم هیګ ویلي، چې د امریکا له خوا د اوکراین پر وړاندې شاتګ به د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو تجربه وي.

هغه ویلي، که امریکا له اوکراین سره مرسته نه کوي؛ خو اروپا باید له اوکراین څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه ویلي، امریکا باید نوره د افغانستان په څېر تېروتنه تکرار نه کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د منګولیا ولسمشر ویلي وو چې ښایي اروپا د اوکراین ملاتړ ته یوازې پاتې شي.

واشنګټن پوسټ:اسراییل به د راتلونکي کال پیل کې ټرمپ ته په لبنان کې د اوربند هوکړه ډالۍ کړي

0

واشنګټن پوسټ ویلي چې، اسراییل به د راتلونکي زېږیز کال په پیل کې ډونالډ ټرمپ ته په لبنان کې د اوربند هوکړه ډالۍ کړي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، چې د اسراییل د سټراټیژیکو چارو وزیر روانه اونۍ د امریکا له نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتلي او لبنان کې یې د اوربند په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر جدعون سار هم ویلي، چې حزب الله ډلې سره د جګړې د ختمېدو برخه کې د خبرو په اړه پرمختګ شوی دی او په وینا یې اسراییل په دې برخه کې له امریکا سره په ګډه کار کوي.

کمال ناصر اصولي طالبانو ته:تاسې د ورانکارۍ او ناامنۍ اصلي لاملین وئ، چې بندیان کیدلئ، اوسني افغانستان کې جمهوري خلک نه امن خرابوي نه بمونه خښوي

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې د جمهوریت کارکوونکي او چارواکي افغانستان نه ورانوي او باید په خپل وطن کې ارام ژوند ته پرېښودل شي.

ښاغلي اصولي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د طالبانو د نیول کېدو اصلي علت دا وو چې وطن یې په بمونو ورانوو؛ ټوپک یې چلاوو او امن یې ګډوډ کوو؛ خو په هېواد کې د جمهوریت پاتې کارکوونکي، معینان، سرتیري او ان وزیران چې افغانستان کې اوسېږي، بمونه نه خښوي او امن نه ګډوډوي.

هغه ویلي: «بناَ ولس په آرامه پریږدئ، د دولت داري لپاره قانون جوړ کړئ، تر څو تاسو د خپلې بقا او د هېواد لپاره د دولت‌داري باب خلاص کړی وي ګني زه یې وینم دا هېواد درنه جنجالونو ته ننوځي چې بیا یې حل کول شاید مشکل شي او دا دروند تاریخي مسولیت ستاسو غاړې ته در غاړې کیږي.‌»

یوناما؛پکتیا کې د یو تن قصاص غندلی او د دا ډول سزا د بندېدو غوښتنه یې کړې

یوناما د طالبانو حکومت له لوري پکتیا کې د یو تن قصاص غندلی او ژر تر ژره یې د دا ډول کړنو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې.

یوناما ویلي، چې دا اقدام د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی.

بل لورته د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم دا اعدام زړه بوږنونکی بللی دی.

هغه پر طالبانو غږ کړی چې دا لړۍ ودروي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت نن پکتیا کې یو تن د قصدي قتل په تور اعدام کړ.

سمیع سادات امریکا ته:راځئ طالبان مات او په افغانستان کې د چین او ایران د نفوذ مخه ونیسو

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات له امریکا غوښتي، چې په افغانستان کې طالبان مات او د چین د نفوذ مخنیوی وکړي.

هغه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د وروستیو ټاکنو په اړه ویلي، چې دا به واشنګټن ته یو لوی فرصت ورکړي، چې د نړۍ لپاره یو نوی لید لوری ولري.

سادات ویلي، افغانستان کې د چین حضور زیات شوی او ایران هم په دغه هېواد کې القاعده ډلې ته روزنه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، د ایران او چین نفوذ په افغانستان کې د اندېښنې وړ دی.

هغه هیله ښودلې، چې د افغانانو پر مټ به طالبان مات او یو وار بیا به په افغانستان کې حکومتولي ته ورسېږي.

سرچینې؛منظور پښتین تر سختو امنیتي ګواښونو لاندې دی

0

باوري سرچینې وایي، چې د پاکستان حکومت له قومي جرګې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له سختو فشارونو سره مخ کړی او اوس مهال له سختو امنیتي ګواښونو لاندې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پښتین د ترور ډلې هدف ګرځېدلی؛ خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې دا ډله څوک ده.

تر دې وړاندې بیا پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي وو، چې پښتین ته د هر ډول زیان رسېدو مسؤلیت به د پاکستان په غاړه وي.