جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 749

پښتین:د کُرمې پېښه کې د پاکستان د حکومت لاس دی

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتنن ویلي، چې د کرمې ایجنسۍ په وروستۍ امنیتي پېښه کې د پاکستان د حکومت لاس دی.

نوموړي، هلته د وړمې ورځې ډلییزه پېښه غندلې ده.

د پښتین په خبره، هلته تر یوې میاشتې زیاته موده کېږي، چې لویې لارې تړل شوي؛ خو حکومت او سیاسیون هیڅ غږ نه کوي.

منظور زیاتوي، دوی هلته د امن راوستلو لپاره تیاری ونیوو؛ خو د پاکستان ریاست د جرګې یو غړی شکیل وتښتو او د جرګې مخه یې ونیوله.

غزه کې؛د روانې جګړې له کبله ۴۴ زره فلسطینیان وژل شوي

0

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل او حماس د روانې جګړې له کبله د مړو شمېر تر ۴۴زرو کسانو واوښت.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په وژل شویو کې تر نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

دغه وزارت وايي، ښايي دغه شمېرې تر دې لوړې وي، ځکه په زرګونو مړي تر نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي.

په همدې دغه وزارت وايي، ښايي دغه شمېرې تر دې لوړې وي، ځکه په زرګونو مړي تر نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي.حال کې د اسراییل پوځ د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي چې څه باندې ۱۷زره افراطي وسله‌وال یې وژلي دي.

د کرمې برید وروستي جزیات؛۵۱ تنه وژل شوي او ۸۱ نور ټپیان دي

0

یو شمېر سرچینې وایي، کرمه کې پر درې مسافر وړونکو موټرو د شوي برید له کبله ۵۱ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۱ نور ټپیان دي.

بل لورته مسؤلین بیا دا ارقام کم ښیي او وایي، ۴۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې ګڼو نړیوالو بنسټونو هم په دې اړه خواشیني ښودلې.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

د خیبر پښتونخوا؛په کرمه کې نامعلومو وسله والو ۴۲ کسان وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په کرمه ضلع کې د وسله والو لخوا د مسافرو پر هغو درې موټرو برید شوی، چې پولیسو یې امنیت نیولی وو.

په دغه برید کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

زهرا بلوڅ:لاهم د افغانستان له خاورې اندېښنه لرو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وایي، چې دغه هېواد لاهم د افغانستان له خاورې څخه اندېښنه لري.

هغې ویلي، دوی هغه شواهد هم لري چې ګواکې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره کاروي.

بلوڅ زیاته کړې، ترهګري د سیمې او پاکستان لپاره ګډ ګواښ ده.

د طالبانو حکومت بیا تل ویلي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کېږي.

د طالبانو حکومت؛حامد کرزي ته عربي متحده اماراتو ته د تګ اجازه ورکړې

طالبانو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د ملي سوداګر میرویس عزیزي د لور د فاتحې مراسمو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته د تګ اجازه ورکړه.

پخواني ولسمشر په خپل ایکس پاڼې کې لیکلي چې د میرویس عزیزي کورته ورغلی او هغه ته یې د لور د وفات له کبله ورته تسلیت ورکړې ده.

فرشته عزیزي څه موده وړاندې د سرطان ناروغۍ له کبله په دوبۍ کې وفات او همالته خاورو ته وسپارل شوه.

ایران:د کابل او تهران ترمنځ د ټرانزیټ د پراختیا غوره فرصتونه ایجاد شوي

ایران وایي، د افغانستان شمال لویدیځ کې له ایران سره د ریل پټلۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ مهمه زمینه برابره کړې.

د ایران لارو او ښار جوړونې وزارت مرستیال جبار علي اکبري د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له مرستیال محمد اسحق صاحبزاده سره لیدنه کې په دې اړه د ایران چین او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې غوښتنه هم کړې.

هغه دغه راز د ایران له لوري افغانانو ته د ریل پټلۍ په برخه کې د ظرفیت لوړونې د درېیم پړاو زدکړیزې دورې یادونه هم کړې.

د طالبانو په واکمنۍ کې د بیان آزادي؛طالب استخباراتو جاوید مومند او توریالی همت پدې شرط خوشې کړي، چې بحثونو کې به ګډون نه کوي

یو شمېر سرچینې وایي، چې د پوهنتون استاد جاوېد مومند او د سیاسي چارو بل شنونکی توریالی همت تېر ماښام د طالبانو د استخباراتو له بنده ازاد شول.

دوی د یو شمېر شنونکو په منځګړیتوب خوشې شوي او ورته ویل شوي، چې د اوږدې مودې لپاره به رسنیو کې ګډون نه کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالب استخباراتو د استاد مومند ټولنیز فعالیت هم محدود کړی دی.

استاد مومند له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې وو.

اوچا:د هرات زلزله ځپلي لا هم د سرپناه ځایونه نه لري

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا د هرات زلزله ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې لاهم ورته د کورنو د وېش څرک نه لیدل کېږي.

یادې ادارې یو راپور کې ویلي چې هلته ۲۵ زره کورنۍ بې سرپناه دي.

راپور کې راغلي، سره له دې چې دغو زلزله ځپلو سره د ملګرو ملتونو د بېلابېلو بنسټونو له لوې نږدې اته میلیونه ډالره مرسته شوې؛ خو لاهم بد وضعیت کې دي.

هندی ملیاردر؛ګاتم اداني امریکا کې په پراخ مالي فساد ککړ بلل شوی

0

هندي میلیاردر ګاتم اداني امریکا کې په پراخ مالي فساد ښکېل بلل شوی.

رویټرز راپور ورکړی، چې هغه او همکارانو یې هندي چارواکو ته د دغه هېواد د لمریزې برېښنا سترې پروژې ترلاسه کولو کې ۲۶۵ میلیونه ډالر رشوت ورکړی، چې په شلو کلونو کې یې له دغې پروژې دوه میلیارده ډالر ګټلي.

د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.