چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 750

د پاکستان حکومت؛یو شیایونګ ته د ټي‌ټي‌پي له لوري د افغان خاورې د کارونې اسناد ور ښودلي

پاکستاني چارواکو د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیایونګ سره په لیدنه کې داسې شواهد شریک کړي، چې ګواکې ټي ټي پي د افغانستان خاوره کاروي او له دې کبله د سیمې سولې ته هم ګواښونه متوجه دي.

اکسپریس ټریبون لیکلي، چې دا اسناد ورسره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت شریک کړي دي.

تر دې وړاندې د چین ځانګړي استازي ویلي وو چې په افغانستان کې نږدې شل ترهګرې ډلې فعالې دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې تر دې یې هر کله د پاکستان دا ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

امریکا؛ترکیې ته خبرداری ورکړی چې د حماس مشرانو کوربه توب ونه کړي

0

امریکا ترکیې ته خبرداردی ورکړی، چې د حماس مشرانو کوربه توب ونه کړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې امریکا دا خبرادری د دوشنبې په ورځ دغه هېواد ته ورکړی دی.

بل لورته یو ترکیي ډیپلومات هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې دوی په خپل کور کې د حماس سیاسي دفتر ته ځای ورکړی دی.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر ویلي، چې د حماس ځینې مشران د دوی تر څار لاندې دي.

خیبر پښتونخوا کې؛نامعلومو وسله والو ۷ پاکستاني پولیس تښتولي

0

ناڅرګندو وسله والو تېره ورځ خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو پر ”روچه چیک پواینټ“ برید کړی.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې دوی ۷ پاکستاني پولیس له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د پاکستان حکومت وايي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

المرصاد:د پاکستان اوسنی وضعیت د اشرف غني په وخت کې د افغانستان وضعیت ته نږدې شوی

المرصاد رسنۍ د پاکستان د اوسني وضعیت په اړه په یوې خپرې کړې لیکنې کې ویلي، چې د دغه هېواد اوسنی سیاسي او دفاعي وضیعت د اشرف غني په وخت کې د افغانستان وضعیت ته نږدې شوی دی.

المرصاد چې د طالبانو تر واک لاندې رسنۍ ده، په یاده تحلیلي لیکنه کې ویلي، چې له یو لوري ټي ټي پي چټک بریدونه کوي او له بل لوري پاکستان پر دوی عملیات کوي، چې له کبله یې پښتونخوا د جګړې په ډګر بدله شوې ده.

لیکنه کې راغلي « لکه څنګه چې په پاکستان کې د دوو سترو قوتونو (تحریک طالبان پاکستان او پوځي ادارو) تر منځ پوځي او عسکري جګړه لوړې کچې ته رسېدلې، په هماغه کچه دواړه لوري د يو بل په وړاندې په رسنيز او تبليغاتي ډګر کې هم ډېر فعال لیدل کېږي.»

دوی ویلي، د اشرف غني په وروستیو ورځو کې هم په خلکو بمبار کېده او په خواله رسنیو کې د طالبانو پر ضد پروپاګنډا کوله، چې اوس د پاکستان حکومت هم دغه ناوړه کړنې ته مخه کړې ده.

روسیه:امریکا په لوی لاس د اوکراین جګړه اوږدوي

0

روسیه وایي، چې جو بایډن د اوکراین جګړه پراخوي او دوی به ژر د امریکا د وروستیو اقداماتو پر وړاندې غبرګون وښیي.

روسیې پر بایډن تور لګولی چې د اوکراین جګړې ته پکی وهي او د هغه وروستۍ پریکړې ته د ځواب ورکولو ژمنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ وویل، چې اوکراین په روسیه کې د دوی له خوا د ورکړل شویو لرې واټن ویشتونکو توغنديو د کارولو اجازه لري.

تاجکستان کې؛نامعلومو وسله والو یو چینايي وګړی وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي

0

تاجکستان کې پر چینايي وګړو د شوي وسله وال برید له کبله یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

یاده پېښه له افغانستان سره د دغه هېواد پولې ته نږدې د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې رامنځته شوې ده.

په ورته مهال د تاجکستان چارواکو هم یاده پېښه منلې؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده چې هلته چینايي وګړي د سرو زور په کان کې کار کوي.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا لومړی وار دی، چې هلته په سرحدي سیمه کې یو چنیایي وګړی وژل کېږي.

اروپایي ټولنې؛په بندرونو کې روسیې ته د ایران په ګڼو وسایطو او د وسلو په انتقال بندیز ولګوو

0

اروپايي ټولنې یو وار بیا د روسیې د ملاتړ له کبله پر ایران نوي بندیزونه تصویب کړي دي.

د اروپايي ټولنې غړو په بندرونو کې روسیې ته د ایران په تجهیزاتو، توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او ګڼو نورو وسایطو پر انتقال بندیز لګولی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم پر ایران د روسیې د ملاتړ له کبله ګڼ بندیزونه لګول شوي وو.

حافظ نعیم الرحمان:د طالبان حکومت دې پاکستان ډاډمن کړي چې افغان خاوره د پاکستان په ضد نه کارول کېږي

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر له افغان طالبانو غوښتي، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان او نورو هېوادونو په ضد نه کاروي.

د یاد ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان په اسلام اباد کې په يوه کنفرانس کې له افغان طالبانو غوښتي، چې مسوولانه عمل وکړي او اسلام اباد ډاډمن کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په ضد نه کارول کيږي.

هغه ویلي، چې د پاکستان حکومت دې له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې تر دې یې د پاکستان دا ډول تورونه بې اساسه بللي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی:لویدیځ له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې فکر بل لورته اړوي

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ ویلي، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

هغه له نړۍ غوښتي، چې د افغانستان جیوپولټیک ارزښت ته په کتو دې دغه هېواد د سیالیو پرځای د همکارۍ په بستر بدل کړي.

یو شیایونګ پر لویدیځ نیوکه کړې چې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې فکر بل لورته اړوي.

نوموړي ویلي، افغانستان کې یوازې د ښځو مسئله نه؛ بلکې نور ګڼ مسائل هم شته چې پام ورته وشي.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو دوه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په کابل کې یې په یوه بريد کې دوه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې تېر ماښام د دوی ډلې د کابل ښار د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې په طالب سرتېرو برید کړی چې په ترڅ کې یې یو طالب سرتېری وژلی او یو تن بل یې ټپي کړی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.