د هند نوی او تر ټولو لوی خصوصي هوايي ډګر ناوي ممبۍ نړیوال هوايي ډګر به نن د نړیوالو الوتنو پر مخ پرانیستل شي.
د راپورونو له مخې، له دې هوايي ډګره به لومړنۍ نړیوالې الوتنې د متحده عربي اماراتو پر لور په منظم ډول پیل شي، چې دا به د دغه عصري هوايي مرکز د نړیوال فعالیت د پیل نښه وي.
د ناوي ممبۍ هوايي ډګر د اډاني ګروپ له خوا د شاوخوا ۲ میلیاردو ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
تمه ده چې دغه هوايي ډګر به د بشپړ فعالیت پر مهال په کال کې د نږدې ۹۰ میلیونو مسافرو د تګ راتګ ظرفیت ولري او شاوخوا ۲.۵ میلیونه ټنه بار وړونکي توکي به پکې انتقال شي.
له دغه هوايي ډګره کورنۍ الوتنې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې پیل شوې وې، او اوس د نړیوالو الوتنو په پیلېدو سره به د هند د هوايي ترانسپورټ په شبکه کې مهم رول ولوبوي.
هندي چارواکي باور لري چې دا پروژه به د ممبۍ سیمې د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او نړیوالو اړیکو په پراختیا کې مهمه ونډه ولري.

