چهارشنبه, جولای 15, 2026
Homeکورپاڼهد جولای ۱۵مه د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ؛یونسکو وايي، مسلکي زده‌کړې...

د جولای ۱۵مه د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ؛یونسکو وايي، مسلکي زده‌کړې په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د راتلونکې مهمه لار ده

یونسکو په افغانستان کې د ځوانانو د مسلکي او تخنیکي مهارتونو د پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د دې ادارې له خوا په یوه پیغام کې ویل شوي چې حرفوي زده‌کړې د افغان ځوانانو لپاره د کار، عاید او نوو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابروي او د هېواد د اوږدمهاله پرمختګ لپاره مهم رول لري.

یونسکو د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو هېوادونو او ادارو مننه کړې چې په افغانستان کې د مهارتونو د روزنې له پروګرامونو ملاتړ کوي، چې پکې کاناډا، اروپايي ټولنه، سویډن، نړیوال بانک او یونیسف شامل دي.

یونسکو ویلي، د تخنیکي او مسلکي مهارتونو پیاوړتیا کولی شي افغان ځوانانو ته د اقتصادي خپلواکۍ لارې هوارې کړي، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې د زده‌کړو او د کار فرصتونو ته محدود لاسرسی لري.

د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ هر کال د جولای په ۱۵مه لمانځل کېږي، څو د ځوانانو د مسلکي روزنې او د کارموندنې لپاره د مهارتونو اهمیت روښانه شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here