جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 747

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو دوه طالبان وژلي

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې کابل کې یې دوه طالبان وژلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا طالب سرتېري یې د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې وژلي.

یادې جبهې زیاته کړې، چې دا برید یې غرمه مهال د طالبانو د استخباراتو پر ځواکونو کړی دی.

دوی ویلي، چې د طالب سرتېرو دوه میله وسله او یوه مخابره یې هم ترلاسه کړې.

منظور پښتین:څو ورځې وړاندې یې کُرمه کې د سولې لپاره ګامونه پورته کول؛ خو پاکستاني ریاست منع کړل

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کُرمه کې د وروستیو پېښو په اړه خواشیني ښودلې.

منظور پښتین ویلي، هڅه کوي چې له بېلابېلو سیمو سلګونه مشران راټول او هلته دایمي سوله راولي.

نوموړی زیاتوي، څو ورځې وړاندې یې په سیمه کې د سولې لپاره ګامونه پورته کول؛ خو ریاست منع کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې هلته د سنیانو او شعیه ګانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي او ګڼه مرګ ژوبله یې یو بل ته اړولې ده.

عبدالغفور لېوال:د کُرمې جګړه مذهبي او بې منطقه ده

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال لیکلي، چې د کُرمې جګړې مذهبي جګړې دي او د دغو جګړو منطق بې معنی دی.

نوموړي ویلي۱۴۰۰ کاله پخوا فقه کې توپیر راغی، خو د کُرمې، پاړه چینار او هنګو پښتنو پکې لاس نه درلود.

د هغه په خبره، پښتانه د انګریزانو ځای‌ناستي لوبوي؛ خو دوی لاهم نه پوهېږي.

د یادونې ده، چې کُرمه کې د شعیه او سني جګړو له کبله لسګونه کسان وژل شوي او لا هم دغه جګړه دوام لري.

کُرمې ته؛د پاکستاني لوړ پوړي پلاوي پر لېږدونکې چورلکې برید شوی

0

کُرمې ته د تلونکي لوړ پوړي پاکستاني پلاوي پر چورلکې برید شوی.

پاکستاني رسنیو لیکلي، په دغه برید کې چورلکه نه ده وېشل شوې؛ خو دوی په دې اړه پلټنې پیل کړې، چې برید چا او د کومې موخې لپاره کړی وو.

کُرمه کې حالت له تېرو څو ورځو راهیسې خراب دي او هلته ګڼ شمېر عامو خلکو د وژل شویو کسانو په غبرګون کې پر لاریونونو هم لاس پورې کړی.

د کودتا له ویرې د شیخ هبت‌الله وارخطایي؛له دې وروسته دې واليان او امنیه قومندانان د کورنیو چارو وزارت سربېره له کندهار څخه هم هدایت واخلي

د طالبانو د حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني واک محدود کړی.

حماسه میډیا د طالبانو د واټس اپ ګروپ څخه داسې معلومات ترلاسه کړي چې په کې لیکل شوي چې شیخ هبت الله اخوندازده د والیانو او امنیه قوماندانو د ورځنیو چارو واک کندهار ته انتقال کړی او تر دې وروسته به والیان او امنیه قوماندان له کورنیو چارو وزارت سربېره د هبت الله له دفتر څخه هم اجازه اخلي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو مشر د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو واک محدود کړی وو.

حامد کرزي؛د بغلان نهرین کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د بغلان په نهرین کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی.

هغه دا برید یو تروریستي عمل او د بشر ضد جنایت بللی دی.

نوموړي شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی دی.

د یادونې ده چې وړمه ورځ د بغلان په نهرین کې پر لمونځ کوونکو برید شوی وو، چې له کبله یې ۱۲ تنه وژل شوي وو.

سیمه‌ییزې سرچینې:باجوړ کې یو پولیس او یو عام وګړی وژل شوي

0

سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د پاکستان په باجوړ کې په دوه جلا جلا پېښو کې یو پولیس او یو عام وګړی وژل شوی دی.

دا دواړه پېښې په ماموند او لوی ماموند سیمو کې د بمي چاودنو له کبله رامنځته شوې دي.

تر اوسه چا د دغه پېښو مسولیت نه دی منلی.

د یادونې ده، چې هلته په دې وروستیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

ملا هبت‌الله؛د بشري سرچینو ریاستونو او اړوندو ادارو لپاره د نویو کلیمو د کارونې حکم صادر کړ

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په یو تازه فرمان کې د بشري سرچینو ریاستونه، مدیریتونه او امریتونه د کارکوونکو د چارو ریاست، مدیریت او امریت په نومونو نومولي دي.

هغه په دې اړه یو فرمان صادر کړی او ویلي یې دي، چې تر دې وروسته به د یاد ریاست اړوند ټول اسنادونه تر همدې عنوان لاندې معامله کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړي دغه کړنه د کومې موخې لپاره کړې ده.

کُرمه کې د شعیه او سنیانو جګړه؛۳۷ تنه وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان دي

0

د خیبر پښتونخوا په کُرمه کې تېره ورځ د نښتو له کبله ۳۷ کسان وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپیان دي.

سیمه‌ییزو سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې لاهم د وژل شویو کسانو شمېر وروستی نه دی او ښایي تلفات تر دې نور هم پورته شي.

هلته تېره ورځ د شعیه او سنیانو ترمنځ فرقه‌ییزې نښتې پیل شوې وې.

په سیمه کې د سرچینو او معلوماتو د کمښت له کبله په دې اړه لا زیات جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پاکستان حکومت سنیان او شعیه‌ګان په جنګ اچوي او دوی یې بیا ننداره کوي.

اسرائیل؛د لبنان په مرکز بیروت خطرناک بریدونه کړي

0

یو شمېر سرچینو خبر ورکړی، چې اسرائیل د شنبې په شپه د لبنان په مرکز بیروت بریدونه کړي.

که څه هم تر اوسه د دغو بریدونو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو رویټرز ویلي چې دا بریدونه خطرناک او قوي وو.

سرچینې د ځايي خلکو له قوله ویلي، چې په بیروت څلور خطرناک بریدونه شوي دي.

تر اوسه د تلفاتو په اړه هم کوم جزیات نه دي ورکړل شوي.