جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 746

کابل کې د ایران سفیر؛حسن کاظمي قمي له دندې لرې او پر ځای یې علي رضا بیګدلي وګمارل شو

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي له دندې لرې شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وزیر عباس عراقچي په امر، دا دنده اوس مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي مرستیال علي رضا بېګدلي ته وسپارل شوه.

د یادونې ده چې قمي په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی سفیر ټاکل شوی و، چې د ځانګړي استازي دنده یې هم پر مخ وړه.

ټلګراف:د یو شمېر فرمانونو له کبله؛ له ملا هبت‌الله سره ځینې طالب چارواکي مخالف شوي

ټلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري د هغو ځپونکو فرمانونو پر سر، چې ښځې زیانمنوي د هغه او دغې ډلې د یو شمېر چارواکو ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي.

سرچینې په امربالمعروف او نهې عن المنکر کې د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې د ملا هبت‌الله ځینې فرمانونه غیر منطقي دي.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم د طالبانو د لوړپوړو غړو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو.

روسیه:طالبان په رسمیت نه پېژنو؛ خو له ترهګرو ډلو څخه د هغوی د مشرانو د نومونو لرې کولو بهیر دوام لري

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير اندري رودېنکو وايي، هېواد یې لا هم د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

نوموړې ویلي، لاهم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالب چارواکو د نومونو لرې کولو بهیر دوام لري، چې په خبره یې دا چاره به د مسکو او کابل په اړیکو ځانګړی اغېز ولري.

اندري زیاتوي، لاهم وخت شته چې دوی د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره اقدام وکړي؛ خو ټینګار کوي چې دوی په تدریجي ډول عمل کوي.

د یادونې ده چې روسیې تر دې وړاندې ټول شموله حکومت د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د مهم شرط په توګه یاد کړی دی.

فطرت:بغلان کې د وروستۍ پېښې په تړاو مو دوه مشکوک کسان نېولي

د طالبانو حکومت وايي، بغلان کې یې د وروستۍ پېښې په اړه دوه مشکوک کسان نیولي دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې لاهم د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

نوموړی زیاتوي، په لرې پرتو سیمو او جوماتونو کې د خلکو په نښه کول د داعش پرمختګ او لاسته راوړنه نشي ګڼل کېدلی.

د یادونې ده چې د یادې پېښې مسوولیت داعش ډلې منلی وو.

ولادیمر پوتین؛د نویو پوځیانو د مالي پورونو بخښل کېدو تړون لاسلیک کړ

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ یو قانون لاسلیک کړ چې پر اساس یې د هغو نویو پوځیانو مالي پورونه بخښل کېږي چې د اوکراین جګړه کې له پوځ سره یو ځای کېږي.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، د دغه قانون پر اساس، که نور پوځیان هم په اوکراین کې د جګړې لپاره د روسیې له دفاع وزارت سره یو کلن تړون لاسلیک کړي پورونه به یې معاف شي.

سعودي عربستان کې؛نن د ای پي ایل بولي ترسره کېږي

0

نن د سعودي عربستان په جدې ښار کې د هندی سوداګریز لیګ یا ای پي ایل بولي ترسره کېږي.

دا بولي به سبا هم دوام ولري.

دا ځل دغې بولي ته د ۱۸ افغان لوبغاړو په ګډون ۵۷۰ لوبغاړي نوم لیکنه کړې.

د افغانستان له لوري بیا رحمن الله ګربز ځان له خپلې لوبډلې بیل کړی او نن به ازادې بولي ته وړاندې شي.

نظام الدین قیصاري؛یو وار بیا د مارشال عبدالرشید دوستم سره روغه وکړه

له ملي جنبش ګوند خفه شوي قومندان نظام الدین قیصاري له مارشال دوستم سره ټیلیفوني روغه جوړه کړې.

په دغه ټیلیفوني اړیکه کې دوستم د ګوند د غړیو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې له ایران سره یې اړیکې ښې دي.

دوستم ویلي، ایران ورسره ژمنه کړې چې د جنبش ګوند غړي به له خپل هېواد نه باسي.

قیصاري واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د جنبش ګوند خلاف شو او څو ځله یې د دغه ګوند پر مشر هم توندې نیوکې وکړې.

هغه د طالبانو له راتګ سره سم مزار کې ونیول شو؛ خو له خوشې کېدو وروسته ایران ته وتښتېد، چې هلته هم له یو شمېر جعلي اسنادو سره نیول شوی وو.

نوموړی اوس مهال ایران؛ خو دوستم بیا ترکیه کې ژوند کوي.

خلیلزاد:د نومبر ۲۴مه باید د نړۍ سترګې پاکستان ته وي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د نومبر په ۲۴ مه باید د نړۍ سترکې پاکستان ته وي.

هغه پاکستان کې وروستیو لاریونونو ته هیله ښودلې، چې د عمران خان د خوشې کېدو په برخه کې به ګټور تمام شي.

خلیلزاد د پاکستان له حکومت هم هیله کړې چې د خلکو حق ته درناوی وکړي.

د یادونې ده چې عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د نومبر په ۲۴ مه ټول پاکستان کې لاریونونه وکړي.

زاخاروا:له کییف څخه د فرانسې ملاتړ د اوکراین د نابودۍ په معنی دی

0

روسیې ویلي، د فرانسې له لوري کییف ته پر روسیې د برید اجازه ورکول د اوکراین د بربادۍ سبب کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا خبرداری ورکړی، چې له اوکراین څخه د فرانسې ملاتړ د کییف د نابودۍ په معنی دی.

تېره ورځ فرانسې ویلي وو، چې اوکراین کولای شي فرانسوي لرې واټن ویشتونکي توغندي د روسیې پر خاوره وکاروي.

یاسین ضیاء:راتلونکی کال پر طالبانو نور فشار هم راوړم

د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیاء ویلي، هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې پر طالبانو نور فشار هم وارد کړي.

نوموړي ویلي، د عدالت او افغانانو د بیرته واک اخیستنې لپاره به له جګړې لاس وانخلي.

د هغه په خبره، تېر کال کې یې د طالبانو پر وړاندې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

د یادونې ده چې د ازادۍ جبهې تر دې وړاندې هم په ځلونو ویلي چې د جګړې له لارې به طالبان له منځه یوسي.