جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 744

توماس نیکولسن:د طالبانو د امربالمعروف قانون د جنسي تبعیض بې ساري بڼه لري

د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى توماس نيکولسن وايي، د طالبانو هغه قانون چې د امر بالمعروف قانون نومېږي، د “جنسي تبعيض” بې ساري بڼه لري.

توماس نیکولسن د “ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې” په مناسبت په یوه آنلاین غونډه کې ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون کړنې اروپايي ټولنه، کاناډا، د اسلامي همکاريو سازمان او د سيمې ځينې هېوادونه دغه کار غندي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ په موده کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره تر سلو ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو نوي قانون ښځې اړ کړي چې په عامه ځایونو کې خپل ځان، مخ او غږ پټ کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي خبر ورکړی.

رویټرز:جوبایډن او مکرون به ډېر ژر د حزب‌الله او اسرائیلو ترمنځ د اوربند اعلان وکړي

0

‏ رویټرز د لبناني چارواکو له قوله ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به ډېر ژر په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلي پوځ ترمنځ اوربند اعلان کړي.

یادو چارواکو رویټرز ته د دغه اوربند د اعلان کره وخت نه دی ښودلى.

راپور کې راغلي چې د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د اکسیوس نشریې هم ویلي وو، چې اسرائیل او د لبنان حزب الله ډله د اوربند د یوې هوکړې په درشل کې دي.

ذبیح الله مجاهد؛تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي خبر ورکړی

د طالبانو حکومت وایي، چې تېر یوه کال کې د امربالمعروف وزارت له لوري شاوخوا ۲۰ زره ښځو ته د میراث، مهر، او نورو اساسي حقونو تأمین شوی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په وروستیو شپږ میاشتو کې هم ۱۰۰۰ ورته پېښې ثبت او حل شوي دي.

هغه ویلي، چې د درې کلونو په موده کې د یاد وزارت لخوا د پنځه زره هغو نکاحوو مخنیوی شوی، چې په کې ښځې د جبر، یا د پیسو په بدل کې، یا د هغوی د ناخوښۍ پر اساس او یا هم وړې نجونې سپین ږیرو سره واده ته اړ شوې وې.

نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو شپږ میاشتو کې هم ۵۰۰ ورته پېښې ثبت او مخنیوی یې شوی دی.

مجاهد دغه راز ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي او د شرعي حقونو څخه د دوی د محرومولو په اړه وروستیو شپږ میاشتو کې ۱۰۰۰ داسې پېښې ثبت او حل شوې دي.

د طالبانو حکومت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له تېرو درې کالو راهیسې په هېواد کې یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او ګڼ نور بندیزونه یې هم په افغانو مېرمنو لګولي.

جلال امرخېل:د طالبانو مشر باید ذبیح الله مجاهد د بې مسوولیته څرګندونو له کبله احضار کړي

د سیاسي چارو شنونکي جلال امرخېل ویلي، د طالبانو مشر باید ذبیح الله مجاهد د هغو څرګندونو له کبله احضار کړي، چې ویلي یې وو، پر لمونځ کوونکو برید د بې غیرته سړي کار دی.

ښاغلي امرخېل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا ډول څرګندونې ځکه بې مسوولیته دي، چې دوی خپله روژه په خوله او پر لمانځه ولاړ خلک ویشتل.

نوموړي لیکلي، «ذبیح الله مجاهد باید زموږ هغو سپیڅلو مجاهدینو ته سپکاوی و نه کړي چې په دښمن به یې د لمانځه او روژې پر مهال بریدونه کول.»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ ویلي وو چې د داعش ډلې لخوا په بغلان کې په عامو خلکو برید د دوی ضعف بیانوي.

سرګي شویګو؛د طالبانو له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره کتلي

د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو او مل پلاوي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت ویلي، چې په دې لیدنه کې سرګي شویګو ویلي، چې دوی د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پراختیا غواړي.

هغه ویلي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې په بېلابېلو خصوصاً د ریل پټلۍ، ټرانسپورت، صنعت، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې بنسټيزې پروژې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې مسکو به دغه هېواد ته د افغانستان په صادراتي توکیو ګمرکي تعرفه راکمه او یا ختمه کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د طالبانو حکومت خپلې ملي ګټې او د خپل هېواد امنیت، ثبات او اقتصادي وده د سیمې له امنیت، ثبات او ښېرازۍ سره تړلي بولي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو حکومت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

نوموړي ویلي، چې د دوی حکومت غواړي چې د یوه مسؤل نظام په توګه په سیمه‌ییزو فارمټونو کې معناداره حضور ولري او له سیمه ییزو هېوادونو سره له نېږدې کار وکړي.

کبیر زیاتوي، افغانستان کې یې داعش ډله ځپلې او اوس مهال د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نشته.

د طالبانو تر منځ اختلاف!

0

‏لیکوال: مولوي رحمت الله اندړ

د طالبانو تر منځ اختلاف د ملا محمد عمر اخوند له وفات وروسته را منځ ته شو.

دا خبره جوته ده چې ملا محمد عمراخوند د طالبانو یو ټولمنلی مشر و، هر طالب مشر او کشر یې اطاعت پر ځان لازم او واجب ګڼل، د هغه له هیڅ فرمانه سرغړونه نه کېده، له وفاته ورسته یې هم دوه کاله ډېری عام او خاص طالبان په مړینه نه و خبر، په پټو سترګو یې اطاعت ته ادامه ورکړي وه.

د هغه د مړیني د خبر د پټېدلو یو لامل دا هم و چې هسې نه د طالبانو تر منځ اختلاف را منځ ته شي.

تر ملا عمر اخوند وروسته، اختر محمد منصور د طالبانو مشر شو، هغه د خپلې شتمنې پر مټ د مشرتوب تر منصبه ورسید.
طالبان چې اوس هم کله د اختر محمد منصور یادونه او ستاینه کوي؛ نو مدبر امیر یې بولي او تدبیر یې همدغه شتمنې وه، نه یې زده کړې لري او نه د کومې بلې ځانګړتیا څښتن و.

د قطر ډلې، یا په بله اصطلاح د طالبانو سیاسي دفتر، مړ یا سوکه جهاد کاوو.

زما تره ویل چې د تېر انقلاب پر مهال مې د سیمې کوم سپینږیري ته وویل چې شپږ زامن لري، یو باید جبهي ته را ولېږي، جهاد پر موږ او تاسې ټولو فرض دی…

وایې هغه په ځواب کې راته وویل چې استاذه!
موږ دغه مړ یا سوکه جهاد کوو.
ما ویل مړ یا سوکه جهاد څنګه وي؟
وایې چې له مجاهد سره منډه کړي، لار ورښوولي، له واسکټه یې ګرد مرد ورڅنډلی، جامې ور پرېمنځلي، یوه ګوله ډوډۍ ورکړي، دوعا ورته کړي…

نو د قطر ډلې مړ یا سوکه جهاد ته ملا تړلي وه، خو د میډیا پر مخ به لکه د پېښورۍ ډرامې د بدمعاش په څېر را څرګندیده، شمله به یې په سر اچولي وه، تر پردې بیرغ لاندې به ولاړ و او بغارې به یې وهلي چې د افغانستان اردو باید منحل شي، هغه بل به یې ویل چې پر نر او ښځه تعلیم فرض دی او نجونې به تر دوکتورا پورې زده کړه کوي، هغه بل به یې له نیمه لوڅو بهرنیانو سره مرکې کولي…

د قطر ډلې چې څنګه مړ جهاد کاوو اوس همدغسې مړ موقف ورته رسیدلی، په دوه، دری میاشتې کې یو ځل د خبرو اجازه ورکول کېږي او دوی د خپل زړه بړاس وباسي.

طالبان تر خپل منځ د نظر او افکارو توپیر لري، یو ستر لامل یې دا دی چې دوی بېل بېل اوسیدلی، (د کوئټې شورا، د پېښور شورا، حقاني شبکه/ د میرانشاه شورا، د قطر سیاسي دفتر) یا د ظروفو او شرائطو دا غوښتنه وه او یا دوی ته په لوی لاس دغسې چاپیریال برابر شوی و چې یوه ډله له بلې ډلې لري واوسي.

که په لنډ ډول ووایو د قطر ډله د طالبانو ټامیان دي چې اوس یې ملګري ورځ تر بلې ډېرېږي، خو سیاسي واک نه لري.

سیاسي، بلکي ټول واک له ملا هبة الله اخوند سره دی، خو بیا یې هم د ځینو فرمانانو اطاعت نه کېږي او نه منل کېږي، لکه د عکسونو او تصویري رسنیو د بندولو او داسې نور…

ولي؟

د شتمن امیر له مړیني وروسته په طالبانو کې یو ځل بیا د امیر پر سر اختلاف راغی، اختلاف داسې حل شو چې مطلق صلاحیت باید له امیر سره نه وي، څه صلاحیتونه باید له رهبري شورا او څه صلاحیتونه له مرستیالانو سره وي.

ملا هبة الله اخوند امیر، خلیفه صیب سراج الدین حقاني او ملا یعقوب اخوند یې مرستیالان وټاکل شول.

کله چې جمهوریت سقوط وکړ، طالبان له خیالي امارته حقیقي امارت ته را کوز شول، د دوحي د قرارداد د تطبیق مرحله را ورسیده چې د قطر ډلي یې خلیلزاد او امریکایانو ته د بشپړ تطبیق ټټر وهلی و، له ستونزو سره مخ شو، بلکې نورې غټې او وړې مسئلي هم پیدا شوي چې ملا هبة الله اخوند او ډله یې له نورو مشرانو او کشرانو طالبانو سره ټکر کړه.

بالاخره اختلاف تر دې بریده ورسید چې ملا هبة الله اخوند رهبري شورا او خپل مرستیالان بې صلاحیته او لغوه کړل، د ځان د ساتنې لپاره یې ځانګړي قطعه جوړه کړه او د بې اعتمادي فضاء رامنځ ته شوه، له همدې امله د ملا هبة الله اخوند دیدار هم اسانه نه دی او چې کله کوم ولایت ته سفر کوي؛ نو سلګونه عرادي موټر او ټانګونه یې بدرګه کوي.

دا مهال قدرت له ملا هبة الله اخوند سره دی او دا نور یې زموږ د اندړو په اصطلاح مړې مړې ورته اړوي، په زړه کې ښه خپه دي، خو په خوله ډېر څه نه شي ویلی، ځکه د ملا هبة الله اخوند په امارت کې په ژبه او قلم هم انتقاد کول بغاوت دی، منتقد باغي او واجب القتل ګڼل کېږي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

خوست کې؛طالبانو د ځوانانو له لوري په وړیا ډول د کتاب وېشلو لړۍ بنده کړه

طالبانو خوست کې هغه ځوانان له کتاب وېشلو منع کړي، چې له اوږدې مودې راهیسې یې پر خلکو وړیا کتابونه وېشل.

یادو کسانو به له خلکو او کورونو کتابونه راټولول او بیا به یې په وړیا ډول پر ځوانانو وېشل، چې طالبانو څو ځله په شفاهي ډول منع کړي وو، خو اوس یې دغه لړۍ په بشپړ ډول پرې بنده کړه.

دوی تر اوسه د دغې لړۍ د بندېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د یو شمېر کتابونو پر چاپ او د ځینو کتابونو پر خرڅلاو هم بندیز لګولی.

اکسیوس:اسرائیل او لبنان د اوربند د یوې هوکړې په درشل کې دي

0

اکسیوس نشریې خبر ورکړی، چې اسرائیل او د لبنان حزب الله ډله د اوربند د یوې هوکړې په درشل کې دي.

د دغې هوکړې له مخې به اسرائیلي ځواکونه د لبنان له شمال وځي او حزب الله به هم خپلې درنې وسلې له سیمې انتقالوي.

تر دې وړاندې هم د اسرائیل ۱۲ رسنۍ خبر ورکړی و، چې اسرائیل د حزب الله جګړې د ختمولو پلان لري.

د افغانستان په اړه د چین سیاست

لیکوال: احمد شاه انګار

دا مقاله په افغانستان کې د چین د ستراتیژیکې ښکیلتیا، د بهرني سیاست اهداف، اعلان شوې او عملیاتي ستراتیژۍ، د متحده ایالاتو په اړه د دوی نظر، او په افغان شخړه کې د ښکیلتیا په اړه د دوی اندیښنې او هڅونې څیړي.

تاریخي اړیکې
په تاریخي توګه، افغانستان د چین په بهرني سیاست کې لږ اهمیت درلودلی، خو د کومه وخته چې د پاکستان په نوم هیواد په دې سېمه کې رامنځته شو او د چین سره يې ستراتیژیکه همکاري پېل کړې ، چینایانو خپلې منافع افغانستان کې د پاکستان د لارې تعقیب کړي ، چینایان پوهیږي چې افغانستان د پاکستان د نفوذ حوزه ده او د خپل ستراتیژیک همکار دا اړتیا يې په پام کې نیولې چې یو قوي افغان دولت پاکستان ته ستراتیژیک خطرونه رامنځته کوي. ځکه يې خپلې ټولې ګټې چې افغانستان کې لري ، هغه د پاکستان د لارې تعقیبوي او هیڅکله يې دا هڅه نه ده کړې چې مخامخ د افغان دولتونو سره د پاکستان د ګټو او مداخلې خلاف اړیکي جوړې کړي.

که لږ تیرو ۷۰ کلونو ته ځیر شو په ځانګړې توګه د سړې جګړې په دوره کې کله چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، چین د شوروي اتحاد پرضد د افغان مجاهدینو ملاتړ وکړ. خو، د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، چین د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژاند ځکه چې دوی له ختیځ ترکستان د خپلواکۍ غورځنګ (ETIM) سره تړاو درلود – دا د اویغور بیلتون غوښتونکو خوځښت دی چې په چین کې د شینجیانګ په ولایت کې فعال دی او د افغان طالبانو او القاعدې سره همکاري لري.
چین د همدې اړیکو له امله په کورني امنیت کې د خطر احساس کاوه چې د طالبانو سره د رسمي ښکیلتیا پر وړاندې یې خنډ واقع شو.

په اقتصادي توګه، افغانستان د چین لپاره د معدني زیرمو د لاسرسي امکان لري او د اروپا سره د سوداګرۍ لپاره یو ستراتیژیک دهلیز ګڼل کېږي. خو، د امنیتي اندیښنو په نظر کې نیولو سره، چین د افغانستان سره د سرحدي سیمې له لارې د مخدره توکو قاچاق او د یاغي ډلو فعالیتونه ځان لپاره ګواښ بولي چې ښايي د دوی په شینجیانګ کې ناارامي رامنځته کړي.

کوم وخت چي په ۲۰۰۲ کال کي د طالبانو رژیم د نړیوالې ټولنې د مداخلې په پایله کې نسکور کړل شو، نو متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو سره په همکارۍ افغان دولت جوړ کړ.
چین هم د افغانستان په وړاندې یو محتاطه او عملي چلند غوره کړ. چین په پیل کې د متحده ایالاتو د لاسوهنې ملاتړ وکړ، خو د عراق له برید وروسته يې دې ملاتړ ته د شک په سترګه وکتل. چین په دې باور و، چې د متحده ایالاتو پوځي شتون په افغانستان کې د امنیت د ښه کولو په موخه نه وو، بلکې د چین د نفوذ د محدودولو په موخه و.
مشهور سیاسي پوه جان میرشایمر په دې نظر دی چې چین به د خپل سیمه‌ایزو قدرتونو د پراختیا په هڅه کې خامخا له متحده ایالاتو سره په شخړه کې ښکیل شي. د چین له نظره د افغانستان امنیت د چین د انرژۍ امنیت لپاره حیاتي دی او منځني ختیځ پر نفتو د دوي اتکار را کموي.

کله چي په ۲۰۱۷ کال کې امریکا متحده ایالاتو د ټرمپ ادارې د جنوبي اسیا لپاره نوې پالیسي جوړه کړه او پاکستان يې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ او پر پاکستان يې فشار راوړ چي د F16 جنګي الوتکو د عصري کول او ۴ میلیارده ډالر چې هر کال يي د پاکستان فوځ ته ورکول بند کړل.‌ د چین د بهرنیو چارو وزارت په ښکاره د پاکستان ملاتړ وکړ او پاکستان يې د ترهګري قرباني یاد کړ او امریکا متحده ایالاتو د دې فشار پر ضد ودرید. دا دریځ د پاکستان سره د چین د ستراتیژیک اتحاد څرګندونه کوي. د دې ملاتړ له لارې، چین د سیمه‌ایز ثبات په لټه کې دی، چې د نسبي ګټو پر اساس د سیاسي نفوذ د زیاتولو هڅه کوي.

افغانستان سره د چین سیاسي اړیکې
کله چې محمد اشرف غني په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ولسمشر شو، هغه د پاکستان پر وړاندې د چین نفوذ څخه د ګټې اخیستلو هڅه وکړه تر څو د طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته وده ورکړي. که څه هم ځینې لومړني پرمختګونه وشول، خو د طالبانو د مشر ملا عمر مړینې دې بهیر ته خنډ جوړ کړ. چین په دې برخه کې د سولې پروسې په ملاتړ کې خپلې هیلې څرګندې کړې، خو د متحده ایالاتو په ستراتیژۍ کې بدلونونه دې هڅو ته خنډ شول. دا خنډونه په افغانستان کې د چین د ښکیلتیا په اړه د متحده ایالاتو د محتاط دریځ څرګندونه کوي.

چین په پرله پسې توګه ټینګار کاوه چې د افغانستان شخړه یوازې د پوځي لارو له لارې نه شي حل کېدای، بلکې د سیاسي ښکیلتیا اړتیا ده. د افغانستان د دولت د جوړیدو په پروسه کې، چین د ملګرو ملتونو په مشرۍ د هغه نوښت ملاتړ وکړ چې افغانانو ته د خپل حکومت د ټاکلو حق ورکړي. که څه هم چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۷۳ پرېکړه لیک ملاتړ وکړ، خو د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د نړیوال امنیت مرستندویه ځواک (ISAF) سره د ګډون څخه یې ډډه وکړه.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې، چین د افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې پاللي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ځله چین ته سفر وکړ، خو هیڅ کوم چینایي ولسمشر افغانستان ته رسمي سفر نه دی کړی. دا ښکاره کوي چې چین په افغانستان کې د پاکستان له لارې خپل سیاست پلی کوي او د افغانستان په اړه خپل سیاست د پاکستان له عینکو څاري.

افغانستان کې د چین اقتصادي ښکیلتیا
چین د افغان جمهوري دولت له نسکورېدو مخکې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، افغان صادراتو ته يي‌د ۹۵ سلنه مالیاتو معافیت ورکړ او د ۲۰۱۱ کال راهیسې یې له افغانستان سره ۲۳.۷ ملیونه ډالره وړیا مرسته کړې ده. بیجینګ په افغانستان کې د ځینو زیربنایي پروژو تمویل کړی، لکه په کابل کې د دولتي روغتون او د اوبو لګولو پروژه، او د پخواني دولت ځیني افغان مامورین یې په چین کې روزلي دي. دا هڅې څرګندوي چې چین غواړي له افغانستان سره یو مستحکمه اړیکه وساتي.

چین د افغانستان په معدني سرچینو کې لومړی هېواد و چې پانګونه یې وکړه، چې د عینک د مسو د کان قرارداد یې ترلاسه کړ، که څه هم د کان کیندنې کار تر اوسه نه دی پیل شوی. چین ژمنه کړې چې د ریل پټلۍ او د ډبرو سکرو د بریښنا یوه فابریکه به جوړه کړي. چین د شمالي ولایتونو سرپل او فاریاب کې د تېلو او طبیعي ګازو سرچینې هم پانګونه کړې ده.

د طالبانو سره د چین اړیکې
چین پوهیږي چې طالبان د پاکستان استازی ځواک Surrogate Army ده او پاکستان د چین ستراتیژيک ملګری هیواد دی، د هغه ترڅنګ افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون د ځان لپاره خطر باله نو ځکه يې د پاکستان ملاتړ کاوه څو د امریکا او دافغان دولت پر ضد جګړه جاري وساتي.

د چین استخباراتي ستراتیژي د نورو هیوادونو په څیر نه ده ، د دوي استخباراتي ملاتړ نا محسوس دی، چنیایان دغه ډول ستراتيژي ده، مرطوبه یا نمناکه ( نم هغه حالت دی چې یو کور، مځکه یا دیوال د اوبو رطوبت داخل شوي وي اوډیر وروسته یې خلک حس کړي )ستراتيژي‌ وايي چې مخالف هیواد ډیر وروسته پوهیږي چې چین په دې هیواد یا سیمه کې نفوذ کړی او دا سیمه يې تر کنترول لاندې راوستلې ده.

چين په تیر ۲۰ کلنې جګړې د همدې ستراتيژي‌ څخه کار واخیست او د پردې تر شا د ISI د لارې د طالبانو ملاتړ کاوه. د دوحې تړون طالبانو ته نړیوال مشروعیت ورکړ ځکه يې خپلې اړیکې هم روښانه کړې.‌ د هغه تر څنګه پاکستان د دوحې د تړون د لارې افغانستان کې د ټولو دخیلو قدرتونو ګټې تضمین کړې او چین ته يې هم په افغانستان کې د طالبانو د اړیکو جوړولو زمینه برابره کړې.

پاکستان د طالبانو په مدریت په افغانستان کې نظم حاکم کړی او دغه نظم د ټولو شاوخوا هیوادونو په ګټه دی. د نړیوالو اړیکو پروفیسر سټیفن والټ وايي چې په نړیوال نظم کې نه سوله شته او نه هم عدالت ، بلکې نظم شته او ټول دولتونه پدې لټه کې دي، چې دغه نظم وساتي، افغانستان کې چې کوم نظم حاکم شوی ، دا د اوس لپاره د امریکا، چین ،‌روسيي ، ایران ،‌هند او نورو هیوادونو په ګټه دی.

امریکا په افغانستان کې د Over the horizon ستراتيژي لري چې د دې پر بنسټ افغانستان کې حالات څاري څو د امریکا او د امریکا متحدینو ته تحدید رامنځته نشي، چین هم په افغانستان کې پراخ استخباراتي نفوذ لري او قراردادیانو او انجنوګانو د کارمندانو د لارې په افغانستان کې حالات څاري ، د CIA پخواني کارمند انډریو بسټیمنټي وايي چې د چین استخبارات MSS د نفوذ په لحاظ د نړۍ تر ټولو پراخ استخباراتي سازمان دی او هر چینايي‌ د نورو کارو ترڅنګ د چین استخباراتو ته هم کار کوي، نو ویلای شو چې افغانستان کې چې کوم چینایان فعالیت کوي په اصل کې د چین د استخباراتو مامورین دي او چین افغانستان کې پراخ استخباراتي نفوذ لري.‌

د افغانستان له نظره چین
افغانان چین ته په عمومي توګه د یو بې پرې یا بې طرفه هیواد په سترګه ګوري. چین هم په ظاهره د افغانستان په اړه بې طرفه سیاست کوي ،خو د دوی عملیاتي ستراتیژي عموماً د پاکستاني موخو سره تړاو لري. افغانان دې اړیکو ته د دې ستراتېژۍ په توګه ګوري چې چین د پاکستان پر نفوذ تکیه کوي ترڅو خپل ستراتیژیکې ګټې خوندي کړي، په ځانګړې توګه د طالبانو له لارې چې د پاکستان د سیمه‌ایز نفوذ لپاره مهمه ګڼل کېږي.

په لنډیز کې، په افغانستان کې د چین رول د سیمې په کړکیچونو کې د ستراتیژیکې همکارۍ یوه برخه ده، چې له دې لارې غواړي خپل اقتصادي او سیاسي ګټې وساتي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

بوریل:پر لبنان د اسرائیل بریدونه غندم؛ هیله ده چې هلته یو تلپاتې اوربند وشي

0

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیب بوریل لبنان ته د خپل سفر پر مهال د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د بېړني اوربند غوښتنه کړې.

هغه په دغه سفر کې د لبنان له یو شمېر چارواکو او د ملګرو ملتونو له ځینو استازو سره کتلي او پر لبنان یې د اسرائیل بریدونه غندلي دي.

نوموړي ویلي، جګړې ګڼ خلک بې کوره کړي او اوس مهال یو تل پاتې اوربند ته اړتیا ده.

د یادونې ده، چې اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د منځني ختیځ د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.