جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 743

پاکستان؛وروستیو لاریونونو کې شپږ تنه وژل شوي

0

د پاکستان په مرکز اسلام‌اباد کې د مظاهره‌چیانو او پاکستاني امینتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د څلور امنیتي سرتېرو په شمول لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ وایی، چې مظاهره‌چیانو په دوو جلا ځایونو کې پر خبریالانو هم بریدونه کړي او ټپیان کړي یې دي.

خو د تحریک انصاف ګوند د تاوتریخوالي تورونه رد کړي او امنیتي ځواکونه یې د دوی پر وړاندې په تاوتریخوالي تورن کړي دي.

بل لورته رویټرز ویلي، چې د دغه اعتراضونو له کبله د تاوتریخوالي د زیاتېدو له وېرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د مهمو ودانیو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د ساتنې لپاره پوځي ځواکونه ګمارل شوي دي.

سي‌ان‌ان:په لبنان کې د اوربند موافقه تصویب شوې ده

0

سي‌ان‌ان په یوه راپور کې وایي، چې په لبنان کې د اوربند موافقه تصویب شوې ده.

سي‌ان‌ان د اسرائیلو د امنیتي کابینې د یوه چارواکي په حواله ویلي، چې د اسراییلو امنیتي کابینې د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د اوربند موافقې ته رایه ورکړه.

راپور کې ویل شوي، چې د دغه وړاندیز هدف له حزب الله سره د شپیتو ورځو د دښمنۍ ختمول دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ‏ رویټرز هم د لبناني چارواکو له قوله ویلي وو، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به ډېر ژر په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلي پوځ ترمنځ اوربند اعلان کړي.

خلیلزاد:د پاکستان له لوري پوځیانو ته پر مظاهره چیانو د ډزو کولو امر یوه ستره تېروتنه ده

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د حکومت له لوري پاکستاني پوځیانو ته د سوله ییزو مظاهره چیانو د وژلو لپاره د ډزو امر یوه ستره تېروتنه ده.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا د قانون او نظم د پلي کولو لاره نه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان د راتلونکي لپاره، دا حکم باید سمدستي لغوه شي او د پخلاینې پروسه، د پاکستان د ملګرو په مرسته، باید ژر تر ژره پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ خپلو سرتېرو ته د پخواني صدراعظم عمران خان پر معترضو پلویانو د ډزو امر کړی دی.

ایران:د روان کال تر پایه به ۲.۵ میلیونه غیر قانوني کډوال له ایران وباسي

0

ایران وایي، چې د روان لمریز کال تر پایه به ۲.۵ میلیونه غیرقانوني افغان کډوال له ایران وباسي.

د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د استازو ريیس احمد معصومي‌فر وایي، چې د غیر قانوني اتباعو شړلو لپاره له هېڅ هېواد سره د هوکړې اړتیا نشته.

نوموړي په کډوالو غږ کړی چې له ایران څخه په خپله خوښه ووځي او که ونه وځي؛ نو ایراني چارواکي به اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د ایران دولتي خبري اژانس “ایرنا” ویلي، چې ایران ته د غیرقانوني افغان کډوالو ورتګ خورا کم شوی هم دی.

د طالبانو حکومت؛له کندهار وروسته په ارزګان او ځینو نورو سویلي ولایتونو کې په سیمه‌ییزو ټولګیو بندیز لګولی

د طالبانو حکومت له کندهار وروسته تازه په ارزګان او ځینو نورو سویلي ولایتونو کې هم د نړیوالو ادارو له‌خوا پر سیمه‌ییزو ټولګیو بندیز لګولی دی.

د یونېسف، سیف د چلډرن او ځینو نورو نړیوالو ادارو کارکوونکو ویلي، د طالبانو حکومت ورته د سیمه‌ییزو ټولګیو د بندیدو امر کړی او اوس په اکثرو سیمو کې دا ټولګي تړل شوي دي.

په سویلي حوزه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ځینو کارکوونکو ویلي، چې طالبانو ورته په ټولو سیمو کې د ښوونځيو د تړل کېدو ویلي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملګري ملتونه:د طالبانو حکومت دې د رسنیو ازادي تضمین کړي

ملګرو ملتونو د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب او آزادۍ ته پاملرنه زیاته کړي.

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان د رسنیو سکټور د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۴ کال تر سپتمبر پورې له سختو ننګونو سره مخامخ وو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا هم ویلي، چې د هر هېواد لپاره د آزادو رسنیو شتون یو یوه لویه اړتیا ده.

سره صلیب:افغانستان کې مو زرګونه کورنیو سره د لمریزې برېښنا او د اوبو د مدیریت برخه کې مرسته کړې

د سره صليب نړيواله کميټه (ICRC) وايي، په افغانستان کې يې د طالبانو په واکمنۍ کې له زرګونو کورنيو سره د اوبو د مديريت او د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې مرسته کړې.

د سره صليب ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې په هېواد کې د وچکالۍ د اغېزو د کمولو لپاره د دغه سازمان هڅې دوام لري.

ددغې ادارې مشرې کترینا ریتز ویلي، چې زموږ په هڅو کې هغه پروژې شاملې دي چې موخه یې د اوبو مدیریت ښه کول، د پایښت وړ بریښنا چمتو کول او د کرهنیز معیشت ملاتړ کول دي.

هغې دغه راز زیاته کړې، چې د کاربن د اخراج د مخنیوي لپاره د سولر وسایلو نصبول او همدارنګه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د کوچنیو زیرمو، کانالونو او استنادي دیوالونو جوړول د دې ادارې له پروژو څخه دي.

د یادونې ده، چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د نړۍ د لسو تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې دی.

سرګي شویګو:له طالب مشرانو سره په اقتصادي مسایلو وغږېدم

د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو له روسي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له افغان لوري سره یې ډېرې خبرې پر اقتصادي مسایلو وې او د دغو خبرو اصلي محور تجارت، ټرانسپورټ او انرژي وه.

نوموړي ویلي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې روسیې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لارې تر ۱۲۰۰ ټنه ډېرې بشري مرستې کابل ته لېږلې دي.

سرګي شویګو تېره ورځ په کابل کې د طالبانو حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

طالب مشرانو له شویګو غوښتي چې اقتصادي اړیکې ورسره پراخه کړي او د طالب مشرانو نومونه له تور لیست څخه وباسي.

اوچا:د طالبانو محدودیتونو افغانې مېرمنې او نجونې سختې زیانمنې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د طالبانو لخوا سختو محدودیتونو افغانې ښځې سختې زیانمنې کړې دي.

دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

یاد سازمان له خلکو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین کې ګډون وکړي، د خپلو بشپړو بشري حقونو دفاع وکړي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

د یونان په سامو ټاپو کې؛د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شپږ ماشومان او دوه مېرمنې وژل شوي

0

یونان کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې شپږ ماشومان او دوه مېرمنې وژل شوي دي.

دغه کسان د یونان په ساموس ټاپو کې وژل شوي دي.

د سیمې د ساحل ساتونکو په وینا، د دې کښتۍ ۳۶ ژوندي پاتې کسان په یوه ډبرین ساحل کې موندل شوي دي.

د دې ادارې په وینا، د ژغورنې هوايي او ځمکنۍ عملیات لا هم روان دي.

تر اوسه دا نه‌‌‌ده څرګنده چې ایا د دې کښتۍ نور مهاجر ورک دي که‌‌نه، خو چارواکو د شپږو ماشومانو او دوو بالغو ښځو د مړو جسدونه موندلي دي.