شنبه, جون 13, 2026
Home Blog Page 742

جنرال سمیع سادات:د طالبانو څخه د امریکایي وسلو په اخیستو کې د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره همکارۍ ته چمتو یم

‏د افغانستان د ملي پوځ پخواني جنرال او د متحدې جبهې مشر سمېع سادات وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د هغو څرګندونو ملاتړ کوي چې له مخې یې له طالبانو د دغه هېواد د وسلو د بېرته اخیستو خبره شوې.

ښاغلي سادات په خپل ایکس پاڼې لیکلي، چې په دې برخه کې د ولسمشر ټرمپ د حکومت سره له طالبانو څخه د امریکایي وسلو د اخیستو په برخه کې همکارۍ ته ژمن او چمتو دی.

د افغانستان د متحدې جبهې مشر لیکلي، چې د طالبانو بې‌وسلې کول په سیمه کې د ثبات او امنیت لامل کیدای شي.

دغې جبهې لیکلي: «ټولې امریکایي وسلې چې د طالبانو لاس ته لویدلي، سیمې ته قاچاق شوي او داعش، القاعدې او ټي‌ټي‌پي په ګډون په مرکزي او سوېلي اسیا کې د ترهګریزو سازمانونو له خوا کارول کېږي.»

د افغانستان متحدې جبهې په اعلامیه کې له طالبانو سره خبرې اترې رد کړي او د زور له لارې د دغې ډلې بې‌وسلې کول او له واکه پرځول ښودلي.

محسن داوړ:افغانستان خپلواک تاریخ لري او طالبان د دې هېواد د خلکو استازیتوب نشي کولی

د پاکستان د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، چې افغانستان خپلواک تاریخ لري او طالبان د دې هېواد د خلکو استازیتوب نشي کولی.

هغه د هرات د امنیتي ناستې دولسم پړاو ناسته چې په ماډریډ کې پیل شوې، ویلي چې، د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول پاکستان، هیڅکله د افغانستان ریښتینی دوست نه دی پاتې شوی.

محسن داوړ ټینګار کړی، چې افغانستان له لویو ننګونو سره مخ دی او نړیوال باید د طالبانو د استازیتوب ادعاوې ونه مني.

هغه دغه راز ویلي، چې د افغانستان په اوسني بحران کې امریکا، ایران او پاکستان لاس لري او دا یوه ستره بدبختي ده.

محسن داوړ زیاته کړې، چې نړیوالو ته باید دا حقیقت ورسول شي، چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.

محسن داوړ د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې افغانان تل د ستونزو پر وړاندې مبارزه کړې، له سختیو تېر شوي، او دا وضعیت به هم بدل شي.

دادفر سپنتا:په افغانستان کې د ترهګرو شتون د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ پېښوي

د هېواد د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وایي، چې په افغانستان کې د ترهګرو شتون حتا د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ پېښولی شي.

هغه د هرات د امنیتي ناستې دولسم پړاو ناسته چې په ماډریډ کې پیل شوې، ویلي:« له همدې امله، وړاندیز کېږي چې د افغانستان د خلکو ملي جرګه په قاطع او مشخص ډول تأسیس شي. دا جرګه باید له نارینه‌وو او ښځو، او همداراز له ټولو سیاسي او ټولنیزو ځواکونو څخه جوړه وي، چې د افغانستان پر استقلال، ازادۍ او ملي حاکمیت باور لري.»

د یادونې ده چې د هرات د امنیتي ناستې دولسم پړاو نن د هسپانیا په ماډریډ کې د نړیوالو کارپوهانو په حضور کې پیل شوه.

دغه ناسته د افغانستان؛ د هیلې ژوندي کېدل او ګډې هلې‌ځلې تر نامه لاندې ترسره کېږي، چې پکې د افغانستان او سیمې د امنیتي ننګونو ارزونه کېږي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه:د دې ویره شته چې د طالبانو نظام له دننه ونړیږي

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل تحلیلي راپور کې لیکلي، چې د طالبانو حکومت د داخلي اختلافاتو یوازینی حل د هبت‌الله اخندزاده د سخت کنټرول کمول دي.

دې ورځپاڼې ویلي، چې د طالبانو مشر باید د مخالفو غږونو اورېدنه وکړي او د ښځو د حقونو او ازادیو په برخه کې له سخت دریځۍ لاس واخلي.

ډان لیکلي، چې د طالبانو ترمنځ د قدرت جګړه د پاکستان او د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو لپاره ډېره مهمه ده.

ډان زیاته کړې، که هبت‌الله اخندزاده د مخالفو غږونو ته پاملرنه ونه کړي، نو کېدای شي نظام له دننه راپرېوځي.

یادې ورځپاڼې، که څه هم د طالبانو د داخلي اختلافاتو موضوعات “شایعات او ادعاوې” بللي، خو خبرداری یې ورکړی، چې په افغانستان کې داخلي درزونه ممکن د انسانانو د یو بل نوي فرار لامل شي او په دې هېواد کې مېشتې ترهګرې ډلې پیاوړې کړي.

د ملي سرود د شاعر؛عبدالباري جهاني ۷۷یمه کالیزه

نن د ملي سرود د لیکونکي شاعر، لیکوال، ژورنالست سیاستوال او د تیر جمهوري حکومت د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني ۷۷یمه کلیزه ده.

ښاغلی جهاني په ۱۳۲۷لمریز کال د کندهار په ښار کې زېږدیدلی، چې لومړنۍ زده کړې یې د میرویس نیکه لیسه کې بشپړې کړي او په ۱۹۷۲ کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی دی.

هغه نه یواځې دا چې په علمي ډګر کې پاتې شوی ستوری دی بلکې، دی د خپل کندهاري غرور او میړانې سره سره د جرګو او مرکو له لارې د خپل هیواد او ملت د فرهنګ او کلتور یو عنعنوي سیال هم پاتې شوی دی.

نوموړی د سیاسي ایډالوژۍ باوجود د فرهنګۍ سلاکارۍ او همدا رنګه د پښتو ژبې ارتقا په بام یو ځلېدلی ستوری هم پاتې شوی چې دا لار یې تر اوسه تعقیبېږي او روانه هم ده.

همدا رنګه عبدالباري جهاني، په ۲۰۰۴ کال د افغانستان د اساسي قانون د ځینو مادو په سمالښت هیئت مرستیال هم پاتې شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې، سیاسي شنونکي، لیکوالان، شاعران او خبریالان د ښاغلي جهاني په خواخوږۍ او هغه ته په اعزاز ورکولو تابعه نیولې چې نن ماښام یې په یاد ایکس سپیس ونیسي، دوی همدا رنګه په لاندې هشټګ کارولو له جهاني صاحب خپل ملاتړ او هغه ته قدرداني وړاندې کوي.

jahaniday

پاکستان؛شپږ سرتېري بېلابېلو پېښو کې وژل شوي

0

د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې ۴ پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

وژل شوي سرتیري، اسداالله، محسن علي، احسان الله او فرمان الله نومیږي.

په همدې حال کې بنو ولسوالۍ کې له پاکستاني سرتېرو سره مخامخ نښتو کې هم یو پولیس وژل شوی او د دغې ولسوالۍ په منډان سیمه کې بیا موټر سایکل سپرو وسله والو یو پولیس وژلی.

تر اوسه د دغو پېښو مسؤلیت چا نه دی منلی.

د طالبانو حکومت رییس الوزرا:د افغانستان د اوبو مدیریت دقیق وخت او پروګرام ته اړتیا لري

د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند ویلي، چې د افغانستان د اوبو مدیریت دقیق وخت او پروګرام ته اړتیا لري.

هغه د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس ته ویلي، چې دوی د اقلیم بدلون د اغېزو کمولو او اوبو مدیریت ته ژمن دي.

نوموړي دغه راز له افغان متخصصینو غوښتي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

میرویس عزیزي:دبۍ کې د یو روغتیایي کمپلکس د جوړولو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

افغان سوداګر او د عزیزي بانک مشر میرویس عزیزي وایي، دوبۍ کې د یو روغتیایي کمپلکس د جوړولو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کوي.

نوموړی وایي، دا کمپلکس د خپلې لور په یاد جوړوي، چې پکې به یو روغتون او یو د ناروغیو څېړنیز مرکز، په ځانګړي ډول د سرطاني ناروغیو څېړنیز مرکز شامل وي.

د عزیزي په خبره، دا کمپلکس به له ناروغانو سره د مرستې ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د دا ډول کمپلیکسونو د جوړولو ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، چې په دې اړه به نور تفصیلات وروسته اعلان کړي.

د یادونې ده چې میرویس عزیزي څه موده وړاندې د کابل اتمه ناحیه کې د یو روغتیایي ښارګوټي د جوړلو ژمنه هم کړې وه.

ملا عبدالغني برادر:افغانستان د اوبو پراخې ذخیرې لري؛ خو مسلکي او ملي چلند ورسره نه دی شوی

‏د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د اوبو په نړیوال څېړنیز کنفرانس کې د وینا پر مهال د اوبو د ارزښت په اړه خبرې کړې.

هغه ویلي، چې اوبه یوه طبیعي سرچینه ده، خو د اقلیمي بدلونونو، اوبو ککړتیا، د انسانانو زیاتېدونکو اړتیاوو او د ناسم چلند له امله کمېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې لري، خو د بېلابېلو عواملو له امله دې سرچینو سره مسلکي او ملي چلند نه دی شوی.

ګلبدین حکمتیار:افغانستان په سم لورې نه دی روان، راتلونکی یې تیاره او هیواد د جدي ګواښونو سره مخ دی

‏د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د داخلي جګړې او بهرنیو سره د جګړې د احتمال خبرداری ورکړی.

نوموړي ویلي چې افغانستان په سم لورې نه دی روان، راتلونکی یې تیاره او هیواد د جدي ګواښونو سره مخ دی.

ښاغلي حکمتیار دغه راز ویلي چې افغانستان اوس یوه لویې شورا ته اړتیا لري، خو د لویې جرګې نوم یې نه دی اخیستی.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې: «موږ داسې حکومت ته اړتیا لرو چې د قانون پر اساس وي او د خپلو مسئولیتونو او صلاحیتونو روښانه تعریف ولري؛ خو له بده مرغه، اوس موږ یو ملي تړون او د قانون اساسي نه لرو.»