سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 72

عاطف مشعل:راټوکېدونکی اوربند د ایران لپاره یو لوی ستراتیژیک بری دی

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل وایي، راټوکېدونکی اوربند یو مثبت پرمختګ ګڼل کېږي او په زیاتېدونکي ډول داسې ښکاري چې دا د ایران لپاره یو ستراتیژیک بری دی.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، سره له دې چې پر تهران سخت پوځي فشار و؛ خو داسې برېښي چې ایران حالت داسې لوري ته رهنمایي کړ چې خبرې اترې یې خپلو شرایطو ته نږدې شوې او واشنګټن د تاوتریخوالي کمولو ته مخه کړه.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس ډېر څه دې پورې تړلي چې اسرائیل څه ډول غبرګون ښيي، خو داسې نه ښکاري چې د تړون ټولې برخې به په بشپړه توګه عملي شي.

د نتانیاهو دفتر:د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیو اوربند هرکلی کوو؛ خو لبنان پکې شامل نه دی

0

څلور ساعته وروسته له دې چې ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د دوه اوونیو لپاره د بریدونو د درولو اعلان وکړ، د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند هرکلی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې دا اوربند، د ځینو پاکستاني منځګړو ادعاو برعکس، لبنان ته نه پراخیږي.

په هغه اعلامیه کې چې یوازې په انګلیسي خپره شوې، ویل شوي چې اسراییل د ټرمپ د پرېکړې ملاتړ کوي؛ خو په دې شرط چې تهران سمدستي هرمز تنګي پرانیزي او د امریکا، اسراییل او د سیمې پر ټولو هېوادونو بریدونه ودروي.

اعلامیه همدارنګه وايي چې اسراییل د امریکا د هڅو ملاتړ کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې ایران نور د امریکا، اسراییل، عرب ګاونډیو او نړۍ پر وړاندې هسته‌ییز، توغندیز یا ترهګریز ګواښ نه جوړوي.

د نتانیاهو دفتر زیاته کړې چې امریکا اسراییل ته ډاډ ورکړی چې په راتلونکو خبرو کې د دې اهدافو د ترلاسه کولو ژمنه کوي.

په پای کې بیا ټینګار شوی چې د دوه اوونیو اوربند لبنان ته نه پراخیږي.

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره لنډمهالی اوربند بشپړه بریا ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د لنډمهاله اوربند د اعلان وروسته له فرانسې خبري اژانس سره په یوه ټلیفوني مرکه کې ویلي چې دا هوکړه یوه بشپړه او کامله بریا ده او د یورانیمو موضوع به په بشپړ ډول حل شي.

ټرمپ ویلي: «په سل سلنه، هیڅ شک پکې نشته.»

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د ایران د غني شوي یورانیم ذخیرې به د دې هوکړې په چوکاټ کې په بشپړ ډول وڅېړل شي او سمبال به شي او که نه نو «هیڅکله به مې داسې هوکړې ته غاړه ایښې نه وای».

رویټرز:اسراییل هم له ایران سره د دوو اوونیو اوربند ته غاړه کېښوده

0

رویټرز راپور ورکړی چې د سپینې ماڼۍ د دوو چارواکو په وینا، اسراییل هم د ایران پر وړاندې له دوه اوونیز اوربند سره موافقه کړې ده.

د راپور له مخې، ټاکل شوې چې له دې پرېکړې سره سم به اسراییل خپل هوایي بریدونه ودروي او د لنډمهاله اوربند شرایطو ته به ژمن پاتې شي.

ایران:امریکا سره اوربند لنډمهالی دی، دایمي هوکړه د تهران د شرطونو منلو پورې تړلې ده

0

د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه رسمي اعلامیه کې د ډونالډ ټرمپ له خوا اعلان شوی د دوو اوونیو اوربند تایید کړی او ویلي چې دا هوکړه د پاکستان په منځګړیتوب شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې دایمي هوکړې ته د رسېدو لپاره به خبرې اترې په اسلام‌اباد کې ترسره شي او دا به د تهران د لسو مادو د طرحې پر بنسټ پر مخ ولاړې شي.

د تهران د لسو مادو په طرحه کې نور مهم شرطونه هم شامل دي، چې پکې د جګړې بشپړ پای، له سیمې د امریکايي ځواکونو وتل، د ایران د حاکمیت د تضمین لپاره په هرمز تنګي کې ځانګړې تګلاره، د اوښتو زیانونو جبران، د بندیزونو لغوه کېدل، د کنګل شویو شتمنیو ازادول، او د دې ټولو مواردو د تصویب لپاره د نړیوالو بنسټونو رسمي پرېکړه‌لیک شامل دي.

اعلامیه زیاتوي چې ایران به یوازې د دوو اوونیو لپاره او د ټاکل شویو اصولو پر بنسټ له امریکا سره خبرې وکړي، او دا به د جګړې پای نه بلل کېږي.

په پای کې ټینګار شوی چې ایران به هغه مهال د جګړې پای ومني چې د تهران د لس مادو ټول شرایط ومنل شي او د هغو جزییات په وروستیو مذاکراتو کې نهايي شي.

ډونالډ ټرمپ:د پاکستان په منځګړیتوب د ایران پر وړاندې بریدونه د دوو اوونیو لپاره وځنډېدل

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د پاکستان په غوښتنه یې د ایران پر وړاندې پوځي بریدونه او بمبارۍ د دوو اوونیو لپاره ځنډولي دي.

ټرمپ ویلي چې دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره یې خبرې وکړې.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي رول لوبولی او د لنډمهاله اوربند غوښتنه یې کړې وه.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې دا ځنډ مشروط دی او یوازې هغه مهال به عملي پاتې شي چې ایران د هُرمز تنګي بشپړ، سمدستي او خوندي پرانیستلو ته غاړه کېږدي.

هغه دا هم روښانه کړې چې اوربند به دوه‌اړخیز وي او دواړه لوري باید ورته ژمن پاتې شي.

ټرمپ همدارنګه ویلي چې امریکا د ایران له لوري د لسو مادو یو وړاندیز ترلاسه کړی، چې د هغه په خبره د راتلونکو مذاکراتو لپاره یو مناسب بنسټ بلل کېږي.

فرانسه، د ټرمپ وروستي اخطار ته:دا ډول بریدونه به د شخړې نوې مرحله او غچ اخیستونکي اقدامات رامنځته کړي

0

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو د ایران پر ملکي او انرژۍ بنسټونو د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې دا ډول اقدامات به خطرناک عواقب ولري.

بارو له فرانس انفو خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د جګړې د نړیوالو قوانینو له مخې پر ملکي تاسیساتو بریدونه منع دي او دا به د شخړې د پراخېدو لامل شي.

د هغه په وینا، که په ایران کې جګړه نوره هم پراخه شي، نو د غچ اخیستونکو اقداماتو لړۍ به پیل شي چې سیمه به له جدي ګواښ سره مخ کړي.

هغه زیاته کړه چې دا وضعیت به یوازې امنیتي نه، بلکې اقتصادي اغېزې هم ولري.

نوموړي وویل، د انرژۍ بازار لا له وړاندې د بې‌ثباتۍ سره مخ دی او که د ایران د انرژۍ بنسټونه په نښه شي، نو د سون توکو بیې به نورې هم لوړې شي او نړیوال اقتصاد به زیان وویني.

ژان نوئل دا خبرې وروسته له هغه کړي چې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، که د جګړې د پای او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره هوکړه ونه شي، نو ایران «کېدای شي په یوه شپه کې له منځه ولاړ شي».

هغه ویلي: «کېدای شي نن شپه یو تمدن له منځه ولاړ شي او بیا هېڅکله بېرته را ونه ګرځي.»

چین او روسیې؛د هرمز تنګي په اړه د بحرین پرېکړه‌لیک رد کړ

0

چین او روسیې د بحرین له لوري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شوی پرېکړه‌لیک ویټو (رد) کړ، هغه سند چې د هېوادونو ترمنځ یې د هرمز تنګي کې د سوداګریزو کښتیو د خوندیتوب لپاره د همغږۍ غوښتنه کوله.

د راپورونو له مخې، بحرین لومړی داسې طرحه وړاندې کړې وه چې د دغه تنګي د بیا پرانیستلو لپاره یې د ځواک کارولو ته هم لاره هواروله؛ خو وروسته له دې چې فرانسې، چین او روسیې د دې متن مخالفت وکړ، تعدیل شوه او نرم دریځ یې خپل کړ.

سره له دې بدلونونو، بیا هم مسکو او بیجینګ دغه طرحه رد کړه، چې په دې سره د هرمز تنګي د وضعیت په اړه نړیوالې هڅې له خنډ سره مخ شوې.

دا پرېکړه‌لیک په داسې حال کې رد شو چې د ایران له لوري د دې حیاتي سمندري لارې تړل کېدو، د نړیوال اقتصاد پر بهیر ژور اغېز کړی دی.

دغه وضعیت وروسته له هغې رامنځته شو چې متحده ایالات او اسرائیل د تهران پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل.

وړاندې د بحرین استازي جمال الرویعی ویلي وو، د هرمز تنګي تړل اقتصادي ترهګري ده او ټوله نړۍ یې له اغېزو متاثره شوې ده.

وال سټریټ ژورنال:ایران د ټرمپ له ګواښونو سره هم‌مهاله امریکا سره مستقیم تماسونه پرې کړي

0

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران د ډونالډ ټرمپ له وروستیو ګواښونو وروسته له امریکا سره مستقیم تماسونه پرې کړي، خو د اوربند په اړه خبرې لا هم د منځګړو له لارې دوام لري.

یادې ورځپاڼې د منځني ختیځ د څو چارواکو له قوله لیکلي چې دا اقدام د تهران له لوري د سیاسي فشار او ناخوښۍ د څرګندولو لپاره شوی، څو خپل دریځ روښانه کړي.

د راپور له مخې، سره له دې چې دې پرېکړې د ټاکلي ضرب‌الاجل تر پوره کېدو مخکې د هوکړې ترلاسه کولو هڅې پېچلې کړې دي، خو مذاکرات په بشپړ ډول نه دي درېدلي او لا هم د منځګړو له لارې پر مخ روان دي.

یو چارواکي ویلي، ایران په دې کار سره غواړي دا پیغام ورکړي چې د مستقیم فشار لاندې خبرو ته نه حاضریږي؛ خو د ډیپلوماټیک حل دروازه یې لا نه ده تړلې.

عاطف مشعل:نن شپه د غربي اسیا او نړیوال نظم لپاره حساسه ده، د افغانستان تاریخي فرصت په لاس کې دی

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل وایي چې نن شپه د غربي اسیا او د نړیوال سیاسي نظم لپاره حساسه ده، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې چې د ایران د تمدن له منځه وړلو ته اشاره کوي، د نړیوالو اړیکو لپاره خورا خطرناکې دي.

مشعل زیاتوي چې تمدنونه په بمباریو له منځه نه ځي، بلکې داسې تهدیدونه ولسونه متحدوي او د خپلې بقا لپاره یې جنګ ته هڅوي.

هغه ویلي، چې ایران د بشپړې نظامي امادګۍ سره د احتمالي تهاجمي ځواب لپاره تیار دی، او ښايي ځوابي اقدامات یې پراخې او ورانونکې اغېزې ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا تر بل هر وخت تنها ده؛ اقتصادي ستونزې، کورني کړکېچونه، او د متحدینو کمښت یې وضعیت لا ستونزمن کړی، او اخلاقي جګړه کې زیانمنه شوې ده.

مشعل دغه راز ویلي، چې پاکستان هڅه کړې د سولې منځګړیتوب وکړي؛ خو اوس د جګړې مستقیمه برخه نه ګرځېدل هم ستونزمن ښکاري.

مشعل ټینګار کوي چې نړیوال ځواکونه اوس دوه انتخابونه لري: د لیبرال هیجومني (امریکا او اسراییل) په صف کې دریدل، یا د نورو هیوادونو په ډله کې چې د غرب پر ضد ولاړ دي.

هغه وایي، چې اسیا د دې دویمې ډلې لویه برخه جوړوي، او ډیری ځواکونه یې د لیبرال هیجومني خلاف موقف لري.

عاطف مشعل د افغانستان لپاره د تاریخي فرصت په اړه هم وایي چې د خپلواک، باعزته او مرفه هیواد په توګه بیا راڅرګندیدو لپاره شرایط مناسب دي، که سیاسي شعور او تدبیر عملي شي.