یکشنبه, جولای 5, 2026
Homeکورپاڼهټرمپ او پوتین؛د اوکراین او ایران په اړه ۸۵ دقیقې ټلیفوني خبرې...

ټرمپ او پوتین؛د اوکراین او ایران په اړه ۸۵ دقیقې ټلیفوني خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۸۵ دقیقې ټلیفوني خبرو کې د اوکراین جګړې، ایران، منځني ختیځ او یو شمېر نورو نړیوالو موضوعاتو په اړه بحث کړی دی.

د کرملین د معلوماتو له مخې، د دواړو مشرانو د خبرو اصلي تمرکز د اوکراین جګړې او د هغې د حل پر لارو، او همداراز په ترکیه کې د ناټو د راتلونکې غونډې اړوند موضوعاتو و.

د کرملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، دواړو ولسمشرانو د اوکراین د جګړې ترڅنګ د ایران، منځني ختیځ او نورو نړیوالو مسایلو په اړه هم د نظرونو تبادله وکړه.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې ټرمپ تر دې وړاندې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي سره هم د جګړې د وروستیو پرمختګونو او د سولې د هڅو په اړه ټلیفوني خبرې کړې وې.

د اوکراین جګړه، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې روانه ده، لا هم دوام لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ډیپلوماټیکو هڅو سره سره، د روسیې او لوېدیځ ترمنځ سیاسي او پوځي اختلافونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here