د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سيد عباس عراقچي ويلي چې په لبنان کې د جګړې پای ته رسول د روانو خبرو او تفاهماتو تر ټولو مهمه موضوع ده.
عراقچي ویلي چې د لبنان د جګړې ختمول ښايي د پروتوکول یا هوکړې تر ټولو مهمه برخه وي.
نوموړي زیاته کړې چې په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره باید د جګړو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

