بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي، چې یمن پر اسرائیل توغندیز بریدونه کړي.
دا توغندي د اسرائیل په اشغال کړیو شمالي سیمو لګېدلي.
تر اوسه یې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي، چې یمن پر اسرائیل توغندیز بریدونه کړي.
دا توغندي د اسرائیل په اشغال کړیو شمالي سیمو لګېدلي.
تر اوسه یې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې د پوهنې وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۳ مدرسې جوړې کړې او د درې مدرسو چارې یې پیل کړې دي.
پر دغو مدرسو تر سل میلیونه افغانیو زیات لګښت راغلی، چې په بامیان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، کاپیسا، فراه، بدخشان، بغلان، خوست، غزني، لغمان او میدان وردګ ولایتونو کې جوړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته، د ښونځیو پر ځای مدرسې زیاتې شوې دي.
د جنوبي وزیرستان په تیارزۍ ولسوالۍ کې د پوځ په موټر چاودنه شوې، چې لس پاکستاني پوځیان په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
په ورته مهال بیا د همدې ولسوالۍ په خېسور سیمه کې هم یو پوځي وژل شوی دی.
د یادونې ده چې ټيټيپي ډلې د یادو دواړو بریدونو مسوولیت منلی.
د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر غزې د اسرائیل د بریدونو له کبله تر زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په دغو بریدونو کې تر اوسه ۴۱۹ تنه وژل شوي او ۵۳۰ نور ټپیان دي.
راپورونه وايي، چې ښايي د قربانیانو شمېر تر دې نور هم لوړ شي.
بل لورته اسرائیل په جبري ډول د غزې خلکو ته د سیمې د پرېښودو امر کړی دی.
د نړۍ د کاتولیک مذهب مشر پاپ فرانسس د خپلې ناروغۍ له بستر څخه په را استول شوي پیغام کې د نړۍ له خلکو غوښتي چې نور دا ویجاړونکې جګړې پای ته ورسوي.
نوموړي په یو لیک کې ویلي، بشر ارام فکر، ښه احساس او سوکالي ته اړتیا لري او جګړه یوازې انساني ټولنه، او چاپیریال له منځه وړي.
د یادونې ده، چې نوموړی له څو اوونیو راهیسې د سختې ناروغۍ په بستر ساه اخلي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر غزې د اسرائیل بریدونه وغندل.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا له ټولو انساني ارزښتونو سره په ټکر کې ده.
اعلامیه کې له اغېز لرونکو هېوادونو غوښتل شوي، چې د فلسطین له خلکو څخه خپل کلک ملاتړ وکړي.
دوی د فلسطین د خلکو له مبارزې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د دوی حکومت دا د غزې او فلسطین د خلکو مسلم حق بولي.
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د دولتي کارکونکو تنخواوې کموي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړه خپرې شوې اوازې او لیستونه هیڅ حقیقت نه لري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دولتي کارکونکو معاشونه به په همدې اوونۍ کې د پخوا په څېر ورکړل شي.
تر دې وړاندې داسې اوازې وي، چې ګواکې د دولتي کارکوونکو معاشونه کم شوي دي.
نور نیوز رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د امریکا یو ایف ۱۶ جنګي جټ الوتکه د ایران فضا ته نږدې تېره شوې.
سرچینې ویلي، چې الوتکه د ایران له لوري تر پېژندل کېدو وروسته؛ بېرته د ایران له هوايي حریم لرې شوې ده.
تر اوسه د امریکا مرکزي قومنداني په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا ویلي، که ایران سره یې مذاکرات ناکام شول؛ خو نور انتخابونه هم لري.
د سپاه پاسداران عمومي قومندان حسین سلامي وايي، چې حوثیان خپلواک دي او دوی پورې هیڅ تړاو نه لري.
نوموړي ویلي، چې ایران د دوی په سیاست او بریدونو کې هیڅ رول نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ټرمپ ویلي، حوثیان د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، چې په سره سمندرګي کې پر دوی بریدونه کوي.
بل لورته تازه د امریکا مرکزي قومنداني هم ویلي، چې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې حوثیانو باندې د دوی بریدونه دوام لري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې یوناما باید د تېر په څېر اندېښنې جوړې نه کړي.
مجاهد د یوناما ماموریت غځېدو په غبرګون کې ویلي، چې دغه دفتر باید د دوی پر وړاندې د پروپاګند پر ځای پر دوی د لګېدلو بندیزونو لرې کولو لپاره کار وکړي.
هغه ویلي، یوناما ته پکار ده چې ملګرو ملتونو کې د طالبانو حکومت ته د افغانستان څوکۍ د سپارلو لپاره غږ پورته کړي.
د یادونې ده چې تېره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو بل کال لپاره د یوناما ماموریت وغځوو.