پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 708

د طالبانو حکومت؛د «راه فردا» تلویزیون فعالیتونه ځنډولي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې د کابل خصوصي تلویزیون «راه فردا» فعالیتونه د دې شبکې د کارکوونکو د شکایتونو له امله چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي، ځنډول شوي دي.

د وزارت په وینا، د دې تلویزیون خبریالانو او کارکوونکو شکایت کړی چې د څو کلونو معاشونه او امتیازات نه دي ورکړل شوي.

یاد وزارت زیاته کړې، د تلویزیون قضیه محکمې ته استول شوې او د محکمې تر پرېکړې پورې به ددغه تلویزیون فعالیت بند وي.

د یادونې ده چې دغه تلویزیون د محمد محقق په مشرۍ د اسلامي وحدت ګوند مالي ملاتړ درلود.

تر اوسه د تلویزیون له خوا کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

د بریتانیا متخصصین؛کارپوهان غواړي نارینه هم د ښځو ماموګرافي ترسره کړي

0

یو شمیر بریتانوي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد کارپوهانو د انساني ځواک د کمښت له امله غوښتنه کړې چې د ښځو د سینه ګرافي چارې دې هم د نارینه داکترانو لخوا ترسره شي.

ماموګرافي یا هم د ښځو د سینو معاینې اړینه ده چې هر درې کاله وروسته له ۵۰ څخه تر ۷۱ کلنو ښځو لپاره ترسره شي.

په دغه هیواد کې د اوسنیو مقرراتو له مخې د سینو معاینې یواځې د ښځینه داکترانو لخوا ترسره کېږي.

عبدالسلام ضعیف:عاقل باید له هغوی عبرت واخلي، چې د واک د بقا لپاره یې ککرۍ خاورې کړې

پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، له هغو خلکو باید عبرت واخیستل شي، چې د قدرت د بقا لپاره یې زرګونه ککرۍ خاورې کړې.

د هغه په خبره، د عاقل لپاره همدومره درس بسنه کوي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله افغانستان کې له نږدې څلورو کالو راهیسې واک انحصار کړی.

ننګرهارـ‌ شېرزاد؛یو اشپز درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د یوې پوستې اشپز پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، پېښه نن د پیټلو سیمه کې رامنځته شوې.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، لومړی د دوی ترمنځ لفظي شخړه شوې، چې وروسته اشپز د طالبانو د خوب کوټې ته ورغلی او پر هغوی یې ډزې کړې.

دغه پېښه کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې، اشپز د طالبانو له لوري نیول شوی.

چین؛په یوه رستورانت کې د اورلګیدنې له امله ۲۲ تنه وژل شوي

0

د چین د لیائونینګ ولایت په شمالي ښار کې نن په یوه رستورانت کې د اورلګیدنې له امله ۲۲ تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د چین دولتي تلویزیون د پېښې پخلی کړی؛ خو د اورلګېدنې د دقیق لامل په اړه یې جزئیات نه دي وړاندې کړي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره د پېښې علت معلوم کړي.

د یادونې ده، چې په چین کې د تېرو کلونو په ترڅ کې د ګازو د نل‌لیکو او د خوندیتوب د اصولو نه رعایت له امله څو ورته پېښې رامنځته شوې دي، چې پکې انساني تلفات هم رامنځته شوي دي.

عبدالسلام حنفي:سږ کال به ۳۰ زره افغانان حج ته لاړ شي

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې سږکال له افغانستان څخه ۳۰ زره افغانان د حج مراسمو لپاره ځي.

نوموړي ویلي، چې د حاجیانو د انتقال تړون له کام ایر او اریانا افغان هوایي شرکتونو سره شوی.

په همدې حال کې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نور محمد ثاقب ویلي، چې نن ۲۳۰ تنه افغان حاجیان مکې مکرمې ته روان شول.

هند؛له فرانسې ۲۶ جنګي جټ الوتکې اخلي

0

نوي ډهلي اعلان کړی، چې له فرانسې څخه به د ۲۶ جنګي الوتکو تړون لاسلیک کړي.

دا الوتکې د ۴.۷ میلیارده ډالرو ارزښت لري.

هند ویلي، چې دا جنګي الوتکې د خپل سمندري ځواک د پیاوړتیا لپاره پېري.

د هند دفاع وزارت زیاتوي چې دوی ته به دا الوتکې تر ۲۰۳۰ کال پورې ور وسپارل شي.

سعودي عربستان:که هر چا په ناقانونه ډول د حج هڅه وکړه؛ نو سخته سزا به ورکړو

0

سعودي عربستان وایي، د حج موسم پر مهال به هغو کسانو ته سختې سزاوې ورکړي، چې د حج ترسره کولو لپاره په غیر قانوني ډول هڅې کوي.

د سعودي عربستان د نویو مقرراتو پر اساس؛ که څوک په غیر قانوني ډول د حج هڅه وکړي؛ نو ۲۰ زره درهمه به جریمه شي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو.وزارت دغه راز ویلي، چې هغه کسان به هم لس زره درهمه جریمه کړي، چې په غیر قانوني ډول حاجیانو ته د ټرانسپورت اوسېدو او نورې اسانتیاوې برابروي.

د محمد محقق په مشرۍ؛د مقاومت شورا پلاوی ایران ته تللی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو پلاوی د محمد محقق په مشرۍ ایران ته تللی، څو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

په پلاوي کې الماس زاهد، خواجه محبوب صدیقي، عبدالله قرلق او حبیب‌الرحمان سیاف هم شامل دي.

یادې شورا له ایران څخه د افغان کډوالو د اوږدمهاله مېلمستیا مننه کړې او هیله یې ښودلې چې دا سفر به د لا همکاریو او د کډوالو د ملاتړ لپاره ګټور تمام شي.

دا لومړی ځل دی چې ایران د طالبانو د مخالفې دې شورا پلاوی د یو رسمي پلاوی په توګه مني.

خوست؛د تڼیو اوسیدونکو په غرنیو سیمو کې د بادامو بڼونه جوړ کړي

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د بادامو بڼونه جوړ کړي.

دوی ویلي، چې دا کار یې له یوې خوا د چاپېریال ساتنې او شنو سیمو د پراخولو لپاره ګټور ګڼل کېږي، او له بلې خوا خلکو ته دوامداره عاید او کاري بوختیا برابروي.

د ځایي باغوانانو په وینا، تر اوسه په دې غرنیو سیمو کې له ۲۰ زیات بڼونه جوړ شوي او شاوخوا ۲۰،۰۰۰ بادامو نیالګي پکې کرل شوي دي.

د خوست د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شېر محمد ذبیح رسنیو ته ویلي، چې تڼي، نادرشاه کوټ او کربوزه هغه ولسوالۍ دي چې د بادامو د کرلو لپاره ښه اقلیم لري، او که بزګران او اړوندې ادارې ګډ کار وکړي؛ نو خوست به د کرنیز اقتصاد له مخې پراخ پرمختګ وکړي.