پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 707

عمران خان: د نریندرا مودي د یرغل پر وړاندې یو موټی ملت یوو

0

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، چې دا مهال په اډیاله زندان کې بندي دی، ویلي چې پاکستان که څه هم له داخلي اختلافونو سره مخ دی؛ خو د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د جنګ‌خوښۍ او یرغل پر وړاندې متحد او یو موټی ملت دی.

نوموړي دا څرګندونې د وکیلانو یوې ډلې ته د خبرو پر مهال کړې او ویلي یې دي چې د مودي خطرناک ارمانونه د سیمې ثبات ته ګواښ دي؛ خو پاکستان به ورته کلک ځواب وایي.

دا څرګندونې له هغه وروسته شوې چې په کشمیر کې د سیلانیانو پر موټر برید وشو او هند یې پړه پر پاکستان واچوله؛ خو اسلام‌آباد دا تورونه رد کړي او د بې‌طرفه تحقیق غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان حکومت ویلي، که هند هر ډول یرغل وکړي، سخت ځواب به ورکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان؛د زړه ناروغه ۳۰ افغان ماشومانو د درملنې هوکړه لیک لاسلیک کړ

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې سره یې یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې ۳۰ د زړه ناروغ ماشومان درملنه ترلاسه کړي.

دا هوکړه‌لیک د دغه سازمان د کابل د دفتر مشر سعید العیاش او د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهاب‌الدین دلاور ترمنځ لاسلیک شوی دی.

یاد سازمان ویلي، چې دغه هوکړه به ماشومانو ته د حیاتي خدماتو عادلانه لاسرسي تضمین کړي.

د یادونې ده، چې افغان سره میاشت له یوې آلماني موسسې سره هم تړون لري چې هر کال شاوخوا ۴۰ ماشومان درملنې ته آلمان ته لېږي.

سرچینې:د ملګرو ملتونو لوړپوړی چارواکی کندهار ته تللی

په سویلي حوزه کې د ملګرو ملتونو له دفتره سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، ټام فلېچر، پرون کندهار ته سفر کړی دی.

نوموړي په دې سفر کې د بشري مرستو پر روان وضعیت خبرې کړې او ځینې روغتیايي مرکزونه یې هم لیدلي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، فلېچر د کندهار د طالبانو له والي ملا شیرین اخوند سره هم لیدلي دي.

د کندهار طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مودي:د ترهګرۍ پر ضد د غبرګون لپاره پیاوړی هوډ لرواسحاق ډار: پاکستان به د لوټې ځواب په ډبره ورکړي

0

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې هېواد یې د ترهګرۍ پر ضد د سخت غبرګون لپاره پیاوړی هوډ لري.

نوموړي دا څرګندونې د امنیتي کابینې په یوه مهمه غونډه کې کړې، چې پکې د دفاع وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د ګډو ځواکونو مشر او د پوځ لوړپوړي افسران برخه‌وال وو.

مودي ټینګار کړی چې وسله‌والو ځواکونو ته بشپړه آزادي ورکړل شوې چې د غبرګون ډول، هدف او وخت خپله وټاکي.

له بلې خوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ خبرداری ورکړی چې هند ښايي د پهلګام پېښې په پلمه په راتلونکو ساعتونو کې پوځي برید وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ویلي، چې پاکستان به هر برید ته لوټه په ډبره ځواب ورکړي.

هند؛کلکته کې یوه هوټل کې اورلګېدنې ۱۵ تنه وژلي

0

د هند د کلکتې ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په یوه هوټل کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکي وايي، ډېری قربانیانو د خپلو خونو دننه د ساه بندېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی، او یو تن هغه مهال مړ شوی چې له شپږ پوړیزې ودانۍ څخه یې ځان غورځولی و.

د اور لګېدنې علت تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو چارواکي وايي چې څېړنې پیل شوي دي.

یاد هوټل «ریتوراج» نومېږي او د ښار په یوه له ګڼې ګوڼې ډکې سیمه کې موقعیت لري.

نیپال؛تر دې وروسته هر غر ختونکي ته د ایوریسټ څوکې ته د ختلو اجازه نشته

0

نیپال تر دې وروسته هغو کسانو ته د ایوریسټ څوکې ته د ختلو اجازه ورکوي، چې تر دې وړاندې یې اووه زره متره لوړ ختل کړي وي.

دا اقدام د ایوریسټ څوکې ته د غر ختونکو کسانو د ګڼې ګوڼې مخنیوي لپاره کېږي.

د یادونې ده چې ایوریسټ څوکې ته ختونکي ډېر کله د کم اکسیجن له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ وي.

تېر کال هم دغې څوکې ته د ختلو پر تکل اته غر ختونکي مړه شوي وو.

جورج ګلزمن:طالبانو په وهلو او ټکولو غوښتل چې په ما اسلام ومني

له طالبانو سره پخواني بندي جورج ګلزمن ویلي، چې طالبانو د مسیحیت دین له کبله سخت روحي اوفزیکي شکنجه کړی.

هغه د اسرائیل ټلویزون ۲ سره خبرو کې ویلي، چې طالبانو ورته ویل، که اسلام دین ومنې، نو دوو ورځو کې به ازاد شي.

ګلزمن زیاتوي، د دې لپاره چې هغوی په مسلسل ډول شکنجه کوو؛ نو ځکه یې اسلام دین ونه منه.

نوموړی وایي، د مسلمانانو عقیدو ته درناوی لري؛ خو طالبانو به داسې فکر کوو چې یوازیني ریښتیني مسلمانان دوی دي.

هغه زیاتوي، بیا به هم خپلو سفرونو ته دوام ورکړي؛ خو د افغانستان په څېر خطرناکو ځایونو ته به لاړ نشي.

د یادونې ده چې جورج ګلزمن څه موده وړاندې د طالبانو له بنده خوشې شو.

د طالبانو حکومت؛د «راه فردا» تلویزیون فعالیتونه ځنډولي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې د کابل خصوصي تلویزیون «راه فردا» فعالیتونه د دې شبکې د کارکوونکو د شکایتونو له امله چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي، ځنډول شوي دي.

د وزارت په وینا، د دې تلویزیون خبریالانو او کارکوونکو شکایت کړی چې د څو کلونو معاشونه او امتیازات نه دي ورکړل شوي.

یاد وزارت زیاته کړې، د تلویزیون قضیه محکمې ته استول شوې او د محکمې تر پرېکړې پورې به ددغه تلویزیون فعالیت بند وي.

د یادونې ده چې دغه تلویزیون د محمد محقق په مشرۍ د اسلامي وحدت ګوند مالي ملاتړ درلود.

تر اوسه د تلویزیون له خوا کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

د بریتانیا متخصصین؛کارپوهان غواړي نارینه هم د ښځو ماموګرافي ترسره کړي

0

یو شمیر بریتانوي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد کارپوهانو د انساني ځواک د کمښت له امله غوښتنه کړې چې د ښځو د سینه ګرافي چارې دې هم د نارینه داکترانو لخوا ترسره شي.

ماموګرافي یا هم د ښځو د سینو معاینې اړینه ده چې هر درې کاله وروسته له ۵۰ څخه تر ۷۱ کلنو ښځو لپاره ترسره شي.

په دغه هیواد کې د اوسنیو مقرراتو له مخې د سینو معاینې یواځې د ښځینه داکترانو لخوا ترسره کېږي.

عبدالسلام ضعیف:عاقل باید له هغوی عبرت واخلي، چې د واک د بقا لپاره یې ککرۍ خاورې کړې

پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، له هغو خلکو باید عبرت واخیستل شي، چې د قدرت د بقا لپاره یې زرګونه ککرۍ خاورې کړې.

د هغه په خبره، د عاقل لپاره همدومره درس بسنه کوي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله افغانستان کې له نږدې څلورو کالو راهیسې واک انحصار کړی.