جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 701

عباس ستانکزي؛د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال سره کتلي

‏د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شیویچ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او بلاروس تر منځ په اقتصادي او سیاسي اړیکو او نورو ګډو همکاریو خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې لوکا شیویچ ویلي چې دوی غواړي‌ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو لپاره بنیاد کېږدي.

د اسرائیل پوځ:غزه کې په تازه عملیاتو کې څلور سرتېري مو وژل شوي

0

د غزې په شمال کې ۴ اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ اعلان کړی، چې په دې برید کې یې یو افسر او یو بل سرتېری ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دوی په سیمه کې عملیات کړي، چې د حماس درې جنګیالي یې هم وژلي دي.

د یادونې ده، چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د دوی د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۰۳ تنو ته رسیږي.

واشنګټن پوسټ:ښايي ټرمپ پر ایران د اعظمي فشار پالیسي عملي کړي

0

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي، چې ښايي ټرمپ پر ایران د اعظمي فشار پالیسي له عملي کولو کار واخلي.

دغې مقاله کې زیاته شوې، چې ښايي ټرمپ لږ تر لږه اسرائیل سره هوکړه وکړي؛ ترڅو د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي.

مقاله زیاتوي، ایران اوس مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د امریکا دا اقدام به یې نور هم ستونزو سره مخ کړي.

د سرچینې په خبره، که څه هم د ایران د اوسني حکومت پر وړاندې په کور دننه ذهنیت جوړ نه دی؛ خو که د دوی پر اټومي تاسیساتو بریدونه وشي؛ نو ښايي په کور دننه د دغه حکومت پر وړاندې ذهنیت یو شي.

صادق خان:پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ناسته د نړیوالو لپاره ښه فرصت دی چې د افغانستان په بحرانونو وغږېږي

پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اتونبایووا سره کتلي دي.

صادق خان په دغه ناسته کې ویلي، چې پاکستان کې دا ناسته د نړیوالو لپاره ښه فرصت دی چې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه خبرې اترې وکړي.

هغه ویلي، نړیوال باید له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې یادې ناستې ته د طالبانو حکومت هم وربلل شوی وو؛ خو برخه یې په کې وانخیسته.

د لاس انجلس اور؛د یو شمېر افغانانو کورونه هم په کې سوځېدلي

0

لاس انجلس کې د یو شمېر افغانانو کورونه هم سوځېدلې دي.

لیکوال او استاد زمان ستانیزي پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې هلته یې کور او کتابونه سوځېدلي دي؛ خو خپله ورنه روغ راوتي دي.

بل لورته سرچینې وايي، چې هلته د یو شمېر نورو افغانانو کورونه هم سوځېدلې دي.

د یادونې ده، چې په لاس انجلس کې د اور لګېدنې له کبله د اوښتو تلفاتو شمېر ۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.

د فاسد او پروژوي کسانو د پیژندلو تله او معیار

لیکوال: شاه محمود میاخیل
د جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت سرپرست
‏د هر چا چې مصارف د مشروع عاید نه زیات وي نو پوه شئ چې فساد یې کړې دی او د غیر مشروع عاید نه مصارف کوي.

‏پروژوي کسان هغه کسان دي چې د افغانستان تجزیه غواړي، د افغان کلمه نه مني او هره ورځ د ولس په منځ کې د نفاق نوې سوژې مطرح کوي او د افغانانو انرژي بیځایه مصرفوي.

‏دغه پروژوي کسان د سیمې او نړۍ د استخباراتو لخوا مؤظف شوي چې د افغانانو توجه په افغانستان کې د یو منل شوي، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو نه بلې خواته واړوي. له بده مرغه یو شمیر ځوانان په غیر اګاهانه توګه د دوی خبرې بدرګه کوي.

‏د پروژوي کسانو د مخنیوي لپاره مؤثره لار، اګنورول دي ځکه دغه پروژوي کسان غواړي چې د خلکو توجه ځانونو ته واړوي. دغه کسان په داخل د افغانستان کې خو پریږده په خپل کور او سیمه کې هم نفوذ نه لري او نه څه کولې شي. ډیر پرې سر مه خوږوې.

‏د ټولو لپاره پکار ده خپله توجه اصلي مسلې ته واړوي چې افغانستان بیا د نیابتي جګړې میدان نشي او ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې په شریکه سره ژوند وکړي.

‏په یویشتمې پیړۍ کې حکومتولي او پرمختګ یوازې او یوازې د یو ولسواکه او قانونمند نظام په موجودیت کې شتون پیدا کولې شي.

‏په ولسواکه نظام کې قومي، سمتي، ژبني ټیکه داران او د اسلام د نوم نه د سؤ استفادې کولو کسان رول نه لري.

‏په ولسواکه او قانونمند نظام کې د افرادو رول کم او د قانون او سیستم رول مهم وي. د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په استازولې، مونږ افغانستان کې ثبات او قانونمند نظام د چوکۍ او پروژو د اخستلو لپاره نه غواړو بلکې ټولو افغانانو ته د قانون په چوکاټ کې د مساوي حقوقو غوښتونکي یو.

‏په افغانستان کې د واحد، خپلواک او ولسواکه نظام په هیله چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست او تبعیض پکې نه وي.

د کرکټ لوبډلې د تازه دمې مخالفې؛فوزیه کوفي خور “مریم کوفي” له یو طالب چارواکي سره واده کړی

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په دې موخه د انګلستان له پارلمان څخه په یو لیک کې غوښتي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره په چمپینز ټرافي کې لوبې لغوه اعلان کړي، چې د کرکټ لوبډلې د يو شمیر طالب مشرانو سره عکسونه اخیستي؛ خو د کورنۍ غړې یې د یو لوړ پوړي طالب چارواکي سره واده کړی.

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي چې د فوزیه کوفي خور “مریم کوفي” د طالبانو د استخباراتو ریاست د مالي تفتیش له رئیس هدایت الله جابر سره واده کړی.

هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې فوزیه کوفي قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوی غړې وه او په مرکو کې یې ویلي وو چې طالبانو ورته ویلي، چې تغیر یې کړی.

پر کرکټ لوبډلې بندیز غوښتونکو ته د نوین الحق ځواب؛تاریخ به دا ثابته کړي چې د هېواد لپاره چا کار کړی؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي نوین الحق لیکلي، تاریخ ټول هغه کسان یاد ساتي چې د وطن لپاره یې کار کړی.

نوموړي هغو کسانو ته چې دې وروستیو کې یې ملي لوبډلې پسې خبرې کړې؛ په ځواب کې لیکلي:«د تاریخ یو لوی حقیقت دا دی چې ټول هغه کسان یې په یاد او حافظه کې دي چې د خپل هېواد لپاره یې یو څه کړي دی، او هغوی هم چې هېڅ یې نه دي کړي، مګر تشې خبرې کوي، کرکې ته لمن وهي او د نورو د پښو وهلو او ټیټ ښودلو هڅې کوي. د دوی لپاره واقعاً متاسف یم، خدای دې تاسو ته ذهني ارام او هدایت درکړي؛ ترڅو تاسې هم یو څه وکړای شئ او یوه ورځ په غرور سره ځان ښکاره کړئ. لکه د تل په څیر پټ پاتې نه شئ او ټولو ته معلومه شي چې تاسو د دې هېواد د پرمختګ لپاره څه کړي.»

د یادونې ده چې نوین الحق د لومړي افغان لوبغاړي په توګه دا غبرګون ښودلی دی.

بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ ملي لوبډلې مینوالو د نوین الحق دا خبرې ستایلي او دا یې د مخالفینو لپاره ښه ځواب یاد کړی.

د مقاومت په نوم جبهه:له ټرمپ هیله لرو چې د طالبانو ځپلو کې راسره مرسته وکړي

د مقاومت په نوم جبهه وايي، تمه لري چې د امریکا نوی حکومت به یې د طالبانو په نسکورولو کې ملاتړ وکړي.

د یادې جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول میثم نظري ویلي، له ټرمپ غواړي چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې دوی په پام کې ونیسي.

د هغه په خبره، افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا له افغانستان څخه دقیق معلومات نه لري او اوس مهال د طالبانو تر چتر لاندې زرګونه بهرني جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي.

د طالبانو حکومت:داعش او وسله والو ډلو ته پاکستان په خپل هیواد کې د فعالیت اجازه ورکړې

د طالبانو حکومت وایي، داسې ښکاري، چې داعش او نورو ډلو د پاکستان حکومت تر ملاتړ لاندې دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ترلاسه کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع وزیر هغه څرګندونې هم رد کړې چې ګواکې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې شتون لري.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم ویلي وو چې داعش ډله د پاکستان په ملاتړ بلوچستان کې روزنیز مرکزونه لري.

د یادونې ده چې تېره ورځ عباس ستانکزي هم ویلي وو چې داعش په پاکستان کې روزل کېږي او بیا افغانستان ته را اړول کېږي.