جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 702

طالبانو؛په کابل او پنجشیر کې یو شمېر پخواني نظامیان نېولي

یو شمېر سرچینې وايي، چې طالبانو په کابل او پنجشېر کې درې پخواني نظاميان نیولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې نیول شوي کسان محمد اصغر او محمد خالص نومیږي، چې تېره اوونۍ د درې ولسوالۍ له عبدالله خیل سیمې څخه وړل شوي دي.

بل لورته په کابل کې هم د عبدالحمید په نوم یو پخوانی نظامي نیول شوی دی.

سرچینې وايي، چې عبدالحمید د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته خیاطي ته مخه کړې وه.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

انتونیو تایاني:پر سوریې د ایټالیا لګېدلي بندیزونه به ژر پای ومومي

0

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونيو تایاني ویلي، چې پر سوریې د دوی لګول شوي بندیزونه اوس کومه معنی نه لري او ښايي راتلونکو شپږو میاشتو کې پای ته ورسیږي.

نوموړي ویلی، دا بندیزونه د بشار الاسد په حکومت لګول شوي وو.

هغه، چې د سوریې له نویو مشرانو سره تر خبرو وروسته یو خبري کنفرانس ته خبرې کولې ویلي، فکر کوي، په دې توانیږي، چې له سوریې سره به یو نوی فصل پرانیستل شي.

د یادونې ده، چې د بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو وروسته، د ګڼ شمېر هېوادونو لوړ پوړو چارواکو سوریې ته سفرونه کړي.

ریچارډ بینېټ:د افغانستان په شمول د جنایتونو قربانیانو ته د ځواب ویلو اساسي لار نړیواله محکمه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، چې د افغانستان په ګډون د نړیوالو جنایتونو قربانیانو ته د ځواب یوازینۍ اساسي لار نړیواله محکمه ده.

هغه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له له لوري د امریکا د سنا مجلس له خوا پر نړیوالې جنايي محکمې د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې.

نوموړي ویلي، چې د غیر قانوني کړنو او جنایتونو د مخنیوي لپاره نړیواله محکمه یو ښه ادرس دی.

تر دې وړاندې د امریکا سنا مجلس د دغې محمکمې په مقابل کې د ۲۴۳ موافقو رایو سره یو قانون تصویب کړ.

مسعود پزشکیان:له ورور هېواد سره مو یو پلاوی د حقابې په اړه په خبرو بوخت دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د هلمند په سیند کې د حقابې په اړه طالبان او ایراني چارواکي په خبرو بوخت دي.

نوموړي ویلي، د انرژۍ وزارت اړوند ټیم مؤظف شوی، چې له ورور هېواد سره په دې اړه خبرې وکړي او خپله دی هم دا مسله څاري، ترڅو ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران د انرژۍ وزارت وزیر هم ویلي وو، چې دا مسئله له دیپلوماتیکو لارو په جدي ډول تعقیبوي.

د امریکا لاس انجلس؛د اورلګېدنې له کبله تر اوسه ۱۱ کسان وژل شوي

0

د امریکا په لاس انجلس کې د اورلګېدنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد.

دا اورلګېدنه، چې د تېرې سې شنبې په ورځ په کالیفورنیا کې رامنځته شوې وه؛ تر اوسه یې لس زره کورونه ویجاړ کړي دي.

د راپورونو له مخې، د یادې اورلګېدنې د مهارولو هڅې تر اوسه اته سلنه بریالۍ شوې دي.

بل لورته روانه اوونۍ کې د یو شمېر چټکو بادونو خبرداری هم ورکړل شوی، چې ښايي دا اور نور هم زیات کړي.

شمالي وزیرستان؛د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې یو پوځي او څلور تنه وسله وال وژل شوي

0

سیمه‌ییزې سرچينې وایي، د شمالي وزيرستان په غوريوم سيمه کې پاکستاني پوځیانو عملیات کړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغو عملياتو کې لږ ترلږه څلور وسله وال وژل شوي دي.

بل لورته بیا د شمالي وزيرستان په سپين وام سیمه کې د امنيتي ځواکونو پر موټر د ماين چاودنه شوې چې له امله يې يو پاکستانی پوځي وژل شوى دى.

د طالبانو حکومت؛د بندیانو د تبادلې په اړه له امریکا سره د مذاکراتو پیلیدل ومنل

د طالبانو حکومت ومنله چې د زندانیانو د تبادلې په اړه یې له امریکا سره خبرې روانې دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په دې اړه خبرې لا کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

حمدالله فطرت زیاته کړې، چې دوی په امریکا کې د خپلو بندي وګړو د خلاصون هڅه کوي.

څو ورځې وړاندې وال سټریټ ژورنال ویلي وو، چې امریکا او طالبانو په دې اړه خبرې پیل کړې.

علي ابادي:د هلمند سیند کې د حقابې موضوع په جدي ډول تعقیبوو

د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي ویلي، هېواد یې د هلمند سیند کې د حقابې موضوع د طالبانو له حکومت سره د تعامل او دیپلوماتیکو لارو څخه په جدي ډول تعقیبوي.

نوموړی زیاتوي، په دې برخه کې مذاکرات اخر ته د رسېدو په حال کې دي او ژر به یې پایلې شریکې کړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، علي ابادي ویلي، هڅه یې دا ده، چې د خپلو خلکو لپاره د اوبو حق تر لاسه کړي.

د طالبانو حکومت وایي، د هلمند په اوبو کې د ایران له حق منکر نه دي؛ خو د حقابې تړون ته په کتو دا حق هغه وخت ورکوي، چې په سیند کې اوبه پرېمانه شي.

د بایډن حکومت؛د وینزویلا د ولسمشر د نیولو لپاره جایزه لوړه کړه

0

امریکا د نشه یي توکو د قاچاق په تور د وینزویلا د ولسمشر مادورو د نیولو په تړاو د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوې ۱۵ میلیونه ډالره جایزه ۲۵ میلیونه ډالرو ته لوړه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، بایډن دا جایزه داسې مهال لوړوي چې نیکولاس مادورو په رسمي ډول د درېیم ځل لپاره د خپل هېواد د ولسمشرۍ دوره پیل کړه.

هغه د امریکا او لویدیځو هېوادونو له مخالفتونو سره سره واک ترلاسه کړ.

امریکا بیا ویلي، د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې درغلي شوې او دوی به د مادورو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

خلیلزاد:اسلام اباد کې د ښځو حقونو سازمان ناسته د پاکستان تبلیغاتي هڅه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې په پاکستان کې د نجونو پر زده کړو د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې جوړېدو موخه له افغان ښځو سره خواخوږي نه ده.

خلیلزاد ویلي، چې ددې غونډې موخه له طالبانو سره د روانو اختلافاتو په لړ کې یوه تبلیغاتي هڅه ده.

نوموړي دغه راز ویلي، چې ځینې وخت ستاسو دښمن هم کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي.

هغه د افغان نجونو د زده کړو د ستونزې حل یوازې د افغانانو مسوولیت یاد کړی.

د یادونې ده چې د پاکستان په پلامېنه اسلام اباد کې د افغان ښځو د حقونو په اړه نن د اسلامي همکاریو سازمان دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.

هېره دې نه وي، چې پاکستان دې غونډې ته د طالبانو حکومت هم ور بللی دی.