سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 700

زیلنسکي:تمه لري چې ټرمپ به روسیه له اوکراین سره مذاکراتو ته قانع کړي

0

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وایي، تمه لري چې ډونالډ ټرمپ به روسیه له اوکراین سره مذاکراتو ته قانع کړي.

نوموړي ویلي، ډونالډ ټرمپ به له اروپایي شریکانو سره په ګډه د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو دراوزه خلاصه او دا جګړه پای ته ورسوي.

زیلنسکي ویلي، چې ټرمپ او دی په دې برخه کې کلیدي رول لوبوي.

د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې هم د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو ژمنې کړې دي.

د اوبو په اړه د ایران له ګواښ سره سم؛د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست کابل کې د دغه هېواد سفیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره لیدلي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې په دې لیدنه کې سراج الدین حقاني هیله څرګنده کړې چې بېکدلي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

دغه راز بیا د ایران سفیر علي رضا بیکدلي ویلي، ایران او افغانستان ګډ مشترکات لري او هیله لري چې همدا مشترکات د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا لامل شي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که دوی ته په رضا حقابه ورنکړي؛ نو په زور یې اخلي.

ایران طالبانو ته:که حقابه مو په رضا رانکړئ؛ نو په زور یې درنه اخلو

ایران یو وار بیا د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که دوی ته په رضا حقابه ورنکړي؛ نو په زور یې اخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو سره دا موضوع د دوی د اجنډا مهمه برخه شوې او دوی یې په جدي ډول تعقیبوي.

نوموړي ویلي، د چاپیریالي ملاحظاتو، عرفي نړیوالو حقونو او ښه ګاونډیتوب اصل ته په پام باید طالبان دا موضوع جدي وګڼي.

ایران تر دې وړاندې هم ویلي، چې له افغانستان څخه د هلمند په سیند کې د خپلې برخې اوبه د زور یا دیپلوماسۍ له لارې ترسره کوي.

بل لورته که څه هم د طالبانو حکومت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي، چې د ایران حقابې ته ژمن دي او د یو اوبیز کال په صورت کې به ایران ته خپله برخه اوبه ورکړي.

د سفیر پیژندلو سره سره د بې باورۍ اوج؛«جنرال مبین» له اماراتو د کار ویزې غوښتنه وکړه، هغوی رد ځواب ورکړ

په داسې حال کې چې متحده عربي امارت، د طالبانو سفیر باور لیک منلی خو داسې ښکاري، چې کوم خاص رسمي مراودات سره نه لري.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند چې د طالبانو حکومت په منتقد بدل شوی په اماراتو کې د کاري ویزې غوښتنه کړې وه چې د دوبۍ حکومت له لورې یې منفي ځواب ترلاسه کړی.

تازه فرانسې او یوشمیر نورو هیوادونو هم په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د ملاتړو کیسونه رد کړي او له خپلو هیوادونو د ایستلو خبرداری یې ورکړی.

«جنرال مبین» چې له تیرې میاشتې راهیسې په دوبۍ کې میشت دی هېله لري د اماراتو اقامه ترلاسه کړي، او که په افغانستان کې وضعیت ترینګلی شي بیا هلته میشت شي.

«جنرال مبین» تر دې مهاله پدې اړه څه ندي ویلي.

هند:د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه غندو

هند د پکتیکا په یو شمېر سیمو د پاکستاني الوتکو بمبار په کلکو ټکو غندلی دی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي د خپلو ستونزو له امله د ګاونډیو ملامتول د پاکستان پخوانی عادت دی.

هغه وايي، نوی ډيلي د پاکستان دا اقدامات په سختو ټکو غندي.

د یادونې ده چې پاکستان څو ورځې وړاندې پر خوست او پکتیکا بریدونه وکړل، چې ۴۶ ملکیان یې ووژل.

د خیبر پښتونخوا؛د بنو پر هوايي ډګر نامعلومو کسانو برید کړی

0

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ پر هوايي ډګر وسله والو برید کړی.

سیمه‌ییزې سرچینې ويي، په دغه برید کې دوه امنیتي کسان ټپیان شوي دي.

دا برید نن غرمه مهال شوی، چې له کبله یې اوس مهال له یاد هوايي ډګر څخه الوتنې ځڼدول شوې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

له افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ:د پاکستان له لوري د افغان خبریالانو ځورول د بشري حقونو ښکاره نقض دی

له افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د ځورولو په اړه غبرګون ښودلی.

یاد بنسټ لیکلي، چې دا کار د بشري حقونو نقض دی او پاکستان حکومت باید ژر تر ژره له دغې کړنې لاس واخلي.

له دغه بنسټ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان کډوالو، په ځانګړي ډول خبریالانو پاکستان ته د ارام ژوند لپاره پناه وړې؛ خو دا هېواد یې په یوه او بله پلمه ځوروي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې یو وار بیا هلته د افغان کډوالو نیول او ځورول زیات شوي دي.

حبیب الرحمن حکمتیار:طالبان د خپل مشر امر د خدای امر ګڼي؛ خو نه پوهېږي، چې اسلامي تاریخ کې ډېر مشران د مخالفتونو له کبله له واک لرې شوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار د طالبانو د لوړو زدکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې د خپل مشر امر یې د خدای پاک له امر سره تشبیه کړی؛ ویلي، دې ته هم باید پام وي، له خلفاوو څخه تر ننه پورې د اسلامي نړۍ ټول مشران د خپلو مخالفینو په نافرماني کې له واک څخه لرې شوې دي.

د هغه په خبره، د اسلامي نړۍ په ډېرو مواردو کې تېر پاچا او رهبر له اختلاف سره سره په ښه توګه یادوي.

هغه دغه راز ویلي چې په اسلامي تاریخ کې د استبداد پاچاهۍ دوام نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو سرپرست ندا محمد ندیم ویلي وو، چې د دوی د مشر له امر سرغړونه د خدای له امر سرغړونه ده.

پښتونخوا لکي مروت؛وسله والو دوه پاکستاني پولیس وژلي دي

0

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، پېښه د غزني خېل سیمه کې رامنځته شوې.

تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسؤلیت نه دی منلی.

برید پر هغو پولیسو شوی، چې له دندې څخه کورته پر لاره وو.

د فساد پر وړاندې د سویلي کوریا اداره:ګوښه شوی ولسمشر یون سوک دې ژر تر ژره ونیول شي

0

د سویلي کوریا د فساد پر وړاندې ادارې د یاد هېواد له پولیسو غوښتي، چې ګوښه شوی ولسمشر یون سوک ونیسي.

یادې ادارې ویلي، چې پولیبس باید دغه حکم ژر تر ژره عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هغه د نیولو هڅه شوې وه؛ خو د ولسمشرۍ ساتونکو د پولیسو مقاومت کړی وو.

یون سوک څه موده وړاندې له واکه ګوښه شوی وو.