سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 701

انتوني ګوترېش:د ګرمۍ لسیزه تېره شوه؛ نور باید د نوي بدلون لپاره کار وکړو

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش وايي، د تودوخې لسیزه پای ته ورسېده او نور باید هېوادونه په یو نوي او خوندي مسیر حرکت پیل کړي.

هغه ویلي، په کار ده، چې نړۍ د شنو ګازونو کچه راکمه کړي او د نوي بدلون لپاره ملا وتړي.

د ګوترېش په خبره، د تباهۍ لارې باید بدلې او نور دومره فرصت نشته، چې ضایع شي.

د یادونې ده، چې په تېرو لسو کالو کې په ټوله نړۍ کې ژور اقلیمي بدلون راغلی وو، چې افغانستان یې هم په پراخه کچه وځپه.

جسټن ټروډو؛ښايي نن د لیبرال ګوند له مشرۍ استعفا وکړي

0

ټاکل شوې، چې د کاناډا لوموړی وزیر جسټن ټروډو د لیبرال ګوند له مشرۍ نن استعفا وکړي.

کاناډايي رسنیو د درې باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې نوموړی به په دې اړه د چهارشنبې ورځې تر غونډې وړاندې خپله دنده پرېږدي.

اسوشټیډ پریس خبري اژانس بیا ویلي، چې په دې وروستیو کې د ټروډو حکومت د توکو بیو د لوړوالي له کبله له سختو نیوکو سره مخ وو.

رانا ثناءلله: که له افغانستان څخه ګواښ پیښ شي، خپلو بریدونو ته دوام ورکوو

‏د پاکستان د لومړي وزیر جګپوړي سلاکار رانا ثناء الله خبرداری ورکړی، که له افغانستانه په پاکستان برید یا د برید ګواښ رامنځته شي، پاکستان به پر دغه هېواد یو ځل بیا برید وکړي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې پاکستان د کرښې بلې غاړې ته د عملیاتو حق لري.

ثناالله د یکشنبې په ورځ له سما تلویزیون سره په مرکه کې وویل: “دا یو نړیوال قانون دی چې که له کوم ځای څخه ستاسو خاورې ته ګواښ وي او یا د برید لپاره چمتووالی وي، تاسو حق لرئ چې د خپل ځان او امنیت ساتنه وکړئ.”

هغه ټینګار وکړ چې که پاکستان ته کوم ګواښ وي، دغه هېواد به پر مناسب وخت عمل وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پکتیکا وروستي هوایي برید ته په اشارې سره ګواښ کړی و چې د کرښې له هغې غاړې به بریدونو ته سخت ځواب ورکړي.

په تیر ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې افغانستان کې پاکستاني ځواکونو دوه ځلې په افغان خاوره برید کړی وو چې ګڼو ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د ټي‌ټي‌پي نوی خبرداری:پر پوځیانو د بریدونو ترڅنګ پر اقتصادي شرکتونو او بنسټونو هم بریدونه کوو

0

ټي‌ټي‌پي وایي، چې پر پاکستاني ځواکونو د بریدونو تر څنګ به پر پوځي شرکتونو او اقتصادي بنسټونو هم بریدونه پیل کړي.

یادې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د پاکستاني پوځ د اقتصادي بنسټونو د نړولو په هڅه کې دي.

ټي‌ټي‌پي په دغه خبرپاڼه کې د ځینو شرکتونو نومونه هم راخیستي او ویلي چې موږ دوی ته درې میاشتې وخت ورکوو، چې په دغه شرکتونو کې پانګه‌وال دې خپلې ونډې له شرکتونو څخه وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې بریدونو زور اخیستی او ډېره مرګ ژوبله هم لري.

ندا محمد ندیم:د شیخ هبت‌الله له حکم سرغړونه د خدای له حکم سرغړونه ده

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، چې د شیخ هبت‌الله له امر نه سرغړونه نه یوازې ناروا ده، بلکې د خدای له حکمه هم سرغړونه ده.

ندیم ویلي، چې که طالبان د هبت الله له امر څخه سرغړونه وکړي، نو خلک به هم د دوی په نافرمانۍ کې څو ګامه نور هم مخته لاړ شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې هر څوک بايد د دوی د مشر شیخ هبت‌الله له حکمونو اطاعت وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د مشرتابه ترمنځ د وېش او اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو.

امریکایي شنونکی مایکل کوګمان؛ د طالبانو سره د ولسمشر ټرمپ حکومت یو جنجالي ټکی لري

په داسې حال کې چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ امنیتي وزیران د طالبانو پرضد دي او همدا چاره ښایي له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې چلند جنجالي کړي.

مایکل کوګمان چې یو امریکايي شنونکی دی وايي، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د داعش پر وړاندې د طالبانو د جګړې ملاتړ وکړي، خو د ملي امنیت ټیم یې چې د طالبانو پر ضد دی، ښايي دا مسله به د متحده ایالاتو په راتلونکي اداره کې د جنجال ټکی شي.

ښاغلي کوګمان، د یکشنبې په ورځ په خپل ایکسپاڼې، د داعش مخ په زیاتیدونکي ګواښ ته په اشارې سره، چې په افغانستان کې د تروریستي ګواښونو سره د مبارزې لپاره د ټرمپ چلند باید په پام کې ونیول شي. د هغه په ​​وينا، له طالبانو سره د امريکا د حکومت راتلونکي معامله، په ځانګړې توګه د داعش مخ په زياتېدونکي نړيوال ګواښ ته په پام سره نوره هم مهمه شوې ده. ټرمپ تر دې مخکې په عراق او سوریه کې د داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي د وژلو ادعا کړې وه.

په خراسان کې داعش له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په یو جدي نړیوال ګواښ بدل شوی دی. کوګلمان وویل چې ټرمپ ممکن د داعش د کنټرول او له منځه وړلو لپاره د طالبانو ملاتړ وکړي. خو د هغه په ​​وینا د ټرمپ د ملي امنیت ټیم په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت سلاکار چې د طالبانو سخت منتقدین دي او دغه ډله د ترهګرو ډلو په توګه پیژني چلند بل دول وي.

نانسي فایزر:ښایي برلین له سوریایي کډوالو خپل ملاتړ کم کړي

0

د المان د بهرنیو چارو وزیره نانسي فایزر وایي، ښایي برلین له سوریایي کډوالو خپل ملاتړ کم کړي.

نوموړې وایي، هغه کسان چې د المان ټولنه کې په ښه ډول مدغم شوي، کولای شي، چې پاتې شي.

د فایزر په خبره، سوریه کې وضعیت ښه شوی او دوی کولای شي چې خپل هېواد ته ولاړ شي.

المان تر دې وړاندې ویلي وو، چې په دغه ټولنه کې مدغم شوي سوریایي وګړي د خپلې خوښې څښتنان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکو؛پر پاکستاني پوځیانو د ځانمرګي بریدګر په اړه معلومات خپاره کړل

0

بلوڅ ازادي غوښتونکو په تربت ولسوالي کې پر پاکستاني پوځیانو د ځانمرګي بریدګر هویت څرګند کړ.

یادې ډلې ویلي، دغه کس بهار علي نومېده، چې په کاروان مشهور وو.

یادې ډلې یوې اعلامیې کې ویلي، بهار علي د تربت اوسېدونکی وو، چې په ۲۰۱۷ کال کې له دغې ډلې سره یو ځای شوی وو.

هغه په ۲۰۲۱ کال کې د مجید بریګیډ ډله کې د ځانمرګو لیست کې نوم لیکلی او زدکړې یې ترلاسه کړې وې.

د یادونې ده چې نوموړي تېره ورځ تربت کې د پاکستاني پوځیانو پر بس برید وکړ، چې نږدې پنځوس تنه یې ووژل.

حنیف اتمر:د ډیورنډ فرضي کرښې منونکي د ولس هیڅ ملاتړ نه لري

د تیر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، د ډیورنډ فرضي کرښې لاسلیک‌کوونکي او هغه کسان چې د هر دلیل له مخې یې مني، دا حق له پامه غورځولی چې فرضي کرښه د ملت حق دی؛ نو ځکه دوی د ملت د ارادې له مشروعیت څخه برخمن نه دي.

ښاغلي اتمر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د نورو ملتونو بریالیو تجربو ته په پام، زموږ خلک به خپله مشروع مبارزه د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت لپاره د ولس د آزادو رایو پر بنسټ مخته یوسي.

نوموړی زیاتوي چې ‏د یوه ملت د خاورې برخلیک یوازې او یوازې هماغه ملت پورې تړاو لري.

طالبانو ته د استاد سیاف کنایه؛د اسلام دین د سړیتوب دین دی، که دا نه لرې لارې مه وهه

جهادي مشر شیخ القران والحدیث استاد عبدالرب رسول سیاف طالبانو ته په کنایې ډول لیکلي، د اسلام دین د سړیتوب دین دی، که سړیتوب ونه لرئ اسلام ته د خدمت لاپې مه وهئ.

دغه جهادي مشر وخت ناوخته د طالبانو په اسلام ضد پالیسو او انحصار نیوکې کړي دي.