پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 70

آی پي اېل؛بنګلور د پرلپسې دویم کال لپاره د اتلولۍ جام وګاټه

د آی پي اېل ۲۰۲۶ فصل په وروستۍ یا پای لوبه کې رایل چلېنجرز بنګلور ګجرات ټایټنز ته د ۵ وېکټو په توپیر په ماتې ورکولو سره پرلپسې د دویم ځل لپاره اتلولي خپله کړه.

د لوبې پچه بنګلور ګټلې وه او لومړی یې ګجرات ټایټنز ته د توپ وهنې بلنه ورکړه چې یادې لوبډلې په شلو اوورونو کې د اته لوبغاړو په زیان ۱۵۵ منډې هدف جوړ کړ.

په ځواب کې یې په دویمه پاڼۍ بنګلور لوبډلې د ویرات کوهلي د ۷۵ چټکو منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه.

په دې اتلولۍ سره بنګلور په ټوله کې د آی پي اېل په تاریخ کې درېیمه لوبډله شوه چې پرلپسې د دویم ځل لپاره اتلولي خپلوي.

دغې لوبډلې تېر کال د لومړي ځل لپاره د اتلولۍ جام ګټلی و او سږکال بیا یې هم په زړه پورو لوبو سره خپل بخت بیدار ساتلی وو چې بلاخره یې یو ځل بیا هم د اتلولۍ سرلیک وګاټه.

ننګرهار؛شيخ مصري سيمه کې يو کس خپله مېرمن او لور وژلي او زوی یې ټپي کړی

د ننګرهار ولایت د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د غړو ترمنځ د شخړې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه د شیخ مصري په سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې یوه سړي خپله مېرمن او لور وژلي او زوی یې ټپي کړی دی.

چارواکي زیاتوي چې د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونو تورن کس نیولی او د موضوع په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

د مسؤلینو په وینا، لومړنۍ موندنې ښيي چې دا پېښه د کورنیو ستونزو او تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

تازه خبر؛د ایران ولسمشر د خپلې دندې د پرېښودو غوښتنه کړې

ايران انټرنيشنل وايي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان په یوه رسمي لیک کې د خپلې دندې د پرېښودو غوښتنه کړې او دغه لیک یې د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی علي خامنه‌يي فتر ته استولی دی.

یوې باخبره سرچینې، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، دغې رسنۍ ته ویلي چې پزشکیان په خپل لیک کې د ایران د واکمنۍ پر جوړښت نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د هېواد د ادارې مهمې چارې له رسمي لارو بهر پرمخ وړل کېږي او د واک ځینې مهمې برخې د سپاه پاسداران د یوه ځانګړي جریان تر اغېز لاندې دي.

سرچینه زیاتوي چې د لیک محتوا د ایران د واکمن نظام په لوړو کچو کې د ژور اختلاف نښه ګڼل کېږي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د نوموړي د استعفا غوښتنه به ومنل شي که نه.

د لرغونپوهانو يوې ډلې؛د قادسیې تاریخي جګړې احتمالي ځای د سپوږمکيزو انځورونو په مرسته ومونده

د لرغونپوهانو یوې ډلې اعلان کړی چې ښايي د قادسیې تاریخي جګړې اصلي ځای یې د پخوانیو امریکايي جاسوسي سپوږمکيو د انځورونو په مرسته موندلی وي.

د راپورونو له مخې، دغه انځورونه د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال ثبت شوي وو او له نیمې پېړۍ وروسته له محرمانه حالت څخه ایستل شوي دي.

څېړونکو د دغو انځورونو او تاریخي اسنادو په پرتله کولو سره د عراق د نجف ولایت په یوه سیمه کې داسې نښې موندلې چې د قادسیې د جګړې له تاریخي توصیفونو سره سمون لري.

قادسیه جګړه په ۶۳۶ میلادي کال کې د اوسني عراق په بین‌النهرین سیمه کې د ساساني ایران د پوځ او د مسلمانانو د لښکر ترمنځ شوې وه، چې د ساساني ځواکونو په ماتې پای ته ورسېده او د سیمې په تاریخ کې یې مهم بدلونونه رامنځته کړل.

د بریتانیا د دورهام پوهنتون او د عراق د قادسیه پوهنتون څېړونکو په ګډه ترسره شوې څېړنه کې ویلي چې د کوفې ښار سوېل ته شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې سیمه د جګړې له احتمالي ځای سره ډېره ورته ده.

څېړونکي وايي، د جګړې له دورې پاتې خندقونه او ځمکني جوړښتونه په زړو سپوږمکيزو انځورونو کې تر نننیو انځورونو ډېر روښانه ښکاري، ځکه په وروستیو لسیزو کې د کرنیزو ځمکو پراختیا او ښاري ودې د سیمې بڼه بدله کړې ده.

لرغونپوهانو د ساحوي څېړنو پر بنسټ ډاډ څرګند کړی چې دا موندنې د قادسیې جګړې له اصلي ځای سره تړاو لري، خو ټینګار کوي چې د لا زیاتو شواهدو د ترلاسه کولو لپاره به په راتلونکي کال کې نورې کیندنې او څېړنې هم ترسره شي.

د افغانستان او پاکستان؛مذاکرات په کابل کې نه کیږي

‏باوري سرچینې وایي، د پاکستان او افغانستان غیر رسمي خبرې په کابل کې نه؛ بیا هم په استانبول کې کیږي.

ویل کیږي، پاکستانی پلاوی به په استانبول کې د طالبانو د حکومت له پلاوي سره کېني او خبرې به وکړي.

حماسه مېډیا ته سرچینو تایید کړې چې د تخنیکي او لوژیستیکي ستونزو له امله مذاکرات په کابل کې نه کیږي.

ځینو سرچینو ویلي وو چې پاکستانی پلاوی نه غواړي په کابل کې خبرو ته کېني او ګیله لري چې ګواکې په استانبول کې د لومړي دور خبرو نیمګړي جزییات افغان رسنیو ته افشا شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کابل په کوربتوب په نږدې راتلونکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومت د مذاکراتو د ترسره کېدو په اړه راپورونه خپاره شول چې یو شمېر سرچینو بې بنسټه وبلل.

مسعود پزشکیان:خلک باید د اقتصادي فشارونو او د مقاومت له لګښتونو خبر وي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، بهرني اقتصادي فشارونه او محدودیتونه د هېواد د ادارې چارې له ځانګړو او پېچلو ستونزو سره مخ کړې دي او د هېواد وضعیت عادي او ساده نه دی.

هغه د خلکو د زغم او مقاومت د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي چې د هېواد واقعي شرایط باید له خلکو سره شریک شي، څو هغوی وکولای شي د شته ننګونو پر وړاندې خپل رول په سمه توګه ترسره کړي.

پزشکیان زیاته کړې چې ټولنه باید د مقاومت له اړتیاوو او لګښتونو څخه هم بشپړه خبرتیا ولري، ځکه د ستونزو پر وړاندې مبارزه ګډه همکاري او پوهاوی غواړي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون؛تراوسه هېواد ته نږدې ۱۴۰۰ کسان بېرته راغلي دي

د طالبانو د حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، هره اوونۍ د دوی په هڅو ګڼ کسان را پخلا کیږي او بېرته هېواد ته راستنیږي.

د دغه کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وایي، په دې کسانو کې د ولسمشرۍ دورې وزیران، مرستیالان، لوړ پوړي پوځي چارواکي، د ولایتي شوراګانو وکیلان او نور مهم غړي شامل دي چې په راتګ سره د خوندیتوب کارتونه هم ورکول کیږي.

د وثیق په وینا، له کله نه چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون جوړ شوی، تر دې دمه یې په هڅو ۱۳۹۵ کسان هېواد ته راستانه شوي دي، له دې ډلې سل تنه چې په تېره اداره کې یې لوړې دندې هم ترسره کړي، په هېواد کې پاتې شوي دي او نه دي تللي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند احمد الله وثیق زیاتوي، ډېرو کسانو چې په تېر حکومت کې یې په لوړو څوکیو دندې ترسره کړي، له دوی سره اړیکه نیولې، هغه فورمه چې په کې خپل هویت او معلومات ثبتوي ترلاسه کړې یې ده او په لنډ وخت کې به هېواد ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو سره د ولسمشرۍ دورې ډېری لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي، مدني فعالان، خبریالان، د پوهنتونونو استاد او نور علمي کدرونه له هېواده ووتل، یو شمېر د طالبانو د اړیکو کمېسیون په هڅو هېواد ته راغلل خو معلومات ښیي چې ډېری یې بېرته له هېواده وتلې دي.

نوې څېړنه؛کوترې د ځیګر په مرسته خپله لاره پیدا کوي

یوه نوې علمي څېړنه ښيي چې کوترې ښايي د ځمکې د مقناطیسي میدان د درک او د لارې موندلو لپاره له خپل ځیګر څخه کار اخلي.

کوترې د هغو مرغانو له ډلې دي چې کولی شي په یوه ورځ کې سلګونه کیلومتره واټن ووهي او بیا هم خپل اصلي ځای ته بېرته ستنې شي.

ساینسپوهان له کلونو راهیسې هڅه کوي معلومه کړي چې دا مرغان څنګه پرته له ورکېدو خپله لاره پیدا کوي.

د جرمني د څېړونکو یوې ډلې موندلې چې د کوترو په ځیګر کې ځانګړې دفاعي حجرې شته چې اوسپنه زېرمه کوي.

د څېړنې پر مهال، کله چې دغه حجرې په لنډمهاله توګه غیرفعالې شوې، کوترو د الوتنې پر مهال د لارې په موندلو کې ستونزې لرلې.

څېړونکي باور لري چې همدا اوسپنه لرونکې حجرې د ځمکې د مقناطیسي میدان نښې احساسوي او د عصبي رګونو له لارې یې دماغ ته لېږدوي، چې له امله یې کوترې خپل مسیر ټاکلی شي.

کارپوهان وایي، که څه هم دا موندنه د کوترو د لوري موندنې په اړه یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي، خو لا هم نورو څېړنو ته اړتیا شته څو په بشپړه توګه روښانه شي چې دغه بهیر څنګه ترسره کېږي.

ساینسپوهان دا احتمال هم مطرح کوي چې نور مرغان او ځینې حیوانات ښايي د ورته مقناطیسي سیستم په وسیله خپل مسیرونه پیدا کړي.

تېر کال؛د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري له یو میلیارد ډالرو اوښتې

د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په تېر ۱۴۰۴ کال کې له یو میلیارد ډالرو زیاته شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي.

د رسمي شمېرو له مخې، په یاده موده کې د افغانستان صادرات هند ته څه باندې ۷۷۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د ټولې دوه‌اړخیزې سوداګرۍ لویه برخه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۳ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ټولیز حجم شاوخوا ۸۹۰ میلیونه ډالره و.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد، ویلي چې هند ته د افغانستان مهم صادراتي توکي انځر، هینګ، کشمش، زعفران، پسته، بادام، مڼې، زیره او وچ زردالو دي.

بل لور ته، افغانستان له هند څخه درمل، نوې جامې، پنبه‌ییز ټوکران او سیله وریجې واردوي.

اقتصادي شنونکي وایي، د سوداګرۍ د کچې زیاتوالی کولی شي د افغانستان د صادراتو بازارونه پراخ کړي او د کورنیو تولیداتو لپاره نوې سوداګریزې فرصتونه رامنځته کړي.

چین ته د افغانستان اړوند؛د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوسیې واک ورکړل شو

د راپورونو له مخې، چین له څو میاشتو مذاکراتو او سیالیو وروسته د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوسیې د مدیریت ځانګړی واک ترلاسه کړی دی.

دا رول چین ته دا واک ورکوي چې د افغانستان په اړه د پرېکړه لیکونو مسودې چمتو کړي، مذاکرات رهبري کړي او د امنیت شورا د بحثونو او پرېکړو په بهیر کې مهمه ونډه ولري.

د امنیت شورا په جوړښت کې دغه مسوولیت د «پېن هولډر» یا د دوسیې د اصلي سمبالوونکي په نوم یادېږي، چې د ځانګړو هېوادونو اړوند د پرېکړه لیکونو د مسودو جوړولو، د بېړنیو غونډو د همغږۍ او د شورا د دریځونو د تنظیمولو مهم صلاحیتونه لري.

تر دې وړاندې جاپان د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان د دوسیې مسوول و، خو د جاپان د غړیتوب له پای ته رسېدو وروسته چین، پاکستان او سویلي کوریا د دې مسوولیت د ترلاسه کولو لپاره له ۲۰۲۵ کال راهیسې سیالي پیل کړې وه. وروسته چین وړاندیز وکړ چې دغه رول له پاکستان او سویلي کوریا سره په ګډه پر مخ یوسي، خو د امریکا له مخالفت او د غړو هېوادونو تر اوږدو بحثونو وروسته بالاخره چین د افغانستان د دوسیې یوازینی مسوول وټاکل شو.

راپورونه وایي، د افغانستان د دوسیې مشري ترلاسه کول د دغه هېواد په اړه د چین د زیاتېدونکي سیاسي او ستراتیژیک نفوذ نښه بلل کېږي، ځکه بیجینګ په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.

هم مهاله طالبانو هم د چین له خوا د افغانستان د دوسیې د واک ترلاسه کولو هرکلی کړی او وایي، چین د افغانستان له مسایلو سره بلدتیا لري او خپل صلاحیتونه به په ښه ډول وکاروي.