یوه نوې علمي څېړنه ښيي چې کوترې ښايي د ځمکې د مقناطیسي میدان د درک او د لارې موندلو لپاره له خپل ځیګر څخه کار اخلي.
کوترې د هغو مرغانو له ډلې دي چې کولی شي په یوه ورځ کې سلګونه کیلومتره واټن ووهي او بیا هم خپل اصلي ځای ته بېرته ستنې شي.
ساینسپوهان له کلونو راهیسې هڅه کوي معلومه کړي چې دا مرغان څنګه پرته له ورکېدو خپله لاره پیدا کوي.
د جرمني د څېړونکو یوې ډلې موندلې چې د کوترو په ځیګر کې ځانګړې دفاعي حجرې شته چې اوسپنه زېرمه کوي.
د څېړنې پر مهال، کله چې دغه حجرې په لنډمهاله توګه غیرفعالې شوې، کوترو د الوتنې پر مهال د لارې په موندلو کې ستونزې لرلې.
څېړونکي باور لري چې همدا اوسپنه لرونکې حجرې د ځمکې د مقناطیسي میدان نښې احساسوي او د عصبي رګونو له لارې یې دماغ ته لېږدوي، چې له امله یې کوترې خپل مسیر ټاکلی شي.
کارپوهان وایي، که څه هم دا موندنه د کوترو د لوري موندنې په اړه یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي، خو لا هم نورو څېړنو ته اړتیا شته څو په بشپړه توګه روښانه شي چې دغه بهیر څنګه ترسره کېږي.
ساینسپوهان دا احتمال هم مطرح کوي چې نور مرغان او ځینې حیوانات ښايي د ورته مقناطیسي سیستم په وسیله خپل مسیرونه پیدا کړي.

