پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 71

روسیې ته د ملا یعقوب سفر او له مسکو سره هوکړې بېلابېل غبرګونونه راپارولي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد چې تېره اوونۍ په رسمي سفر روسیې ته تللی و او هلته یې له روسي چارواکو سره د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، د نوموړي سفر او دغو هوکړو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور، هیلې نجیب ویلي، هغه مجاهدین چې پرون یې له روسیې سره جهاد کاوه، نن ورسره د همکارۍ تړونونه لاسلیکوي.

نوموړې په یوه څرګندونه کې زیاته کړې، ملا یعقوب، چې پلار یې د شوروي ځواکونو پر ضد جهاد کړی و، اوس له روسیې سره هوکړې کوي او دا د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د بدلون ښکارندویي کوي.

ورته مهال، یو شمېر نورو فعالانو هم په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه ښودلي دي. دوی وایي طالبانو پخوا د احمدشاه مسعود او برهان‌الدین رباني له خوا له روسیې او نورو هېوادونو سره اړیکې «خیانت» بللې، خو اوس خپله له هماغو هېوادونو سره اړیکې او هوکړې د لاسته راوړنې په توګه معرفي کوي.

له بلې خوا، د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار هم د دغو هوکړو په اړه پوښتنه راپورته کړې او ویلي یې دي چې ایا امریکا به طالبانو ته اجازه ورکړي چې له روسیې پرمختللې وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې واشنګټن لا هم په افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات له منځه وړي.

خو د دغو نیوکو ترڅنګ، ځینې سیاسي څېرې د روسیې او طالبانو ترمنځ هوکړې د افغانستان په ګټه بولي. سیاسي فعال ډاکټر هاتف مختار وایي چې ملي ګټې د وخت او شرایطو له بدلون سره بدلېږي او افغانستان باید له نړیوالې انزوا ووځي.

نوموړی زیاتوي، هغه کسان چې له روسیې سره د همکاریو په اړه اندېښنه څرګندوي او د پخوانیو جګړو یادونه کوي، باید دا هم په پام کې ونیسي چې افغانانو له امریکا سره هم جګړه کړې وه، نو بیا ولې نو بیا ولې له امریکا سره هوکړو او همکاریو ته خوشالیږي؟

دا په داسې حال کې ده چې ملا یعقوب مجاهد له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته په کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، له روسیې سره لاسلیک شوی هوکړه لیک دفاعي یا امنیتي تړون نه دی، بلکې د پوځي او تخنیکي همکاریو ترې کچې محدود دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د دې هوکړې موخه د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پراخول دي.

د تایلنډ، مالیزیا او چین؛د کرکټ ښځینه لوبډلې د آسیایي لوبو اصلي سیالیو ته ووتې

نن د مالیزیا په کوربتوب آسیایي لوبو ته د ښځو د کرکټ لوبډلو د غواروي سیالۍ د تایلنډ، مالیزیا او چین په لارموندنې پای ته ورسېدې.

تایلنډ په پایلوبه کې مالیزیا ته د ۹ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د غوراوي پړاو اتلولي یې خپله کړه په داسې حال کې چې چین د درېیم مقام په خپلولو سره د دریمې لوبډلې په توګه آسیایي لوبو ته لار پیدا کړې.

په ورته مهال نن یکشنبه(مې ۳۱مه) د نارینوو د لوبډلو ترمنځ هم آسیایي لوبو ته د غوراوي سیالۍ پیلیږي چې نیپال، عمان، هانګ کانګ، مالیزیا، بحرین او چین لوبډلې به په کې ګډون ولري.

د معلوماتو له مخې، مخکښې او لوړ رېنک کېنګ لرونکې لوبډلې لکه هند، افغانستان، پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش ښايي مستقیم اصلي سیالیو ته لار ولري، خو نورې لوبډلې به د غواروي پړاو له لارې په آسیایي لوبو کې د ګډون هڅه کوي.

ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال آسیایي سیالۍ د سپټمبر په ۱۹مه د جاپان په کوربتوب پیل شي، تېر کال د چین په کوربتوب هم افغان لوبډله د دې سیالیو برخه وه چې د سپینو زرو مډال یې په کې وګاټه.

د مې میاشتې دوهمه بشپړه سپوږمۍ؛نن شپه به «نيلي سپوږمۍ» ولیدل شي

د ستورپوهنې د متخصصینو په وینا، که نن د مې میاشتې په ۳۱مه نېټه اسمان صاف وي، د شپې په آسمان کې به بشپړه سپوږمۍ د سپینو زرو د یوه ځلېدونکي پتنوس په څېر ښکاره شي.

دا د مې میاشتې په ترڅ کې دوهم ځل دی چې بشپړه سپوږمۍ لیدل کېږي، او همدې ځانګړتیا ته په کتو سره ورته «بلو مون» یا «نیلي سپوږمۍ» ویل کېږي.

سره له دې چې نوم یې «نیلي سپوږمۍ» دی، خو سپوږمۍ به په حقیقت کې نیلي رنګ ونه لري.

د ستورپوهنې له نظره د دې نوم لامل د هغې نادروالی دی، نه د رنګ بدلون.

په اروپايي کلتور کې نیلي رنګ د نادر او غیرمعمولي شیانو نښه ګڼل کېږي؛ نو له همدې امله هغه پېښې چې ډېرې کمې رامنځته کېږي، د «بلو مون» په نوم یادېږي.

دا اصطلاح د سپوږمۍ د یوې ځانګړې زماني پېښې لپاره کارول کېږي، کله چې په یوه ټاکلي موده کې بشپړه سپوږمۍ له معمول څخه زیات ځلونه څرګنده شي.

پوهان وایي، د «بلو مون» لیدل د ستورپوهنې مینه‌والو لپاره یوه زړه‌راښکونکې پېښه ده او ډېری کسان د دې نادرې سپوږمۍ د نندارې لپاره د اسمان څارنه کوي.

د هغوی په وینا، که د هوا وضعیت مناسب وي، د شپې روښانه اسمان به د دې ښکلي طبیعي منظرې د لیدو غوره فرصت برابر کړي.

مسعود پزشکیان:د ځینو رسنيو غیرواقعي روایتونه د هېواد ناسم انځور وړاندې کوي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د دغه هېواد د لوړو زده‌کړو له وزیر او د دغه وزارت له یو شمېر مرستیالانو او چارواکو سره په غونډه کې ویلي چې په ځینو مواردو کې د دولتي رسنیو له لوري داسې تحلیلونه او روایتونه وړاندې کېږي چې د هېواد د وضعیت ناسم او غیرواقعي انځور رامنځته کوي.

پزشکیان ټینګار کړی چې دا چاره جدي بیاکتنې ته اړتیا لري او باید اجازه ورنه کړل شي چې د ټولنې عامه فضا د بې‌اساسه معلوماتو او هغو برداشتونو تر اغېز لاندې راشي چې علمي شواهد نه لري.

نوموړي زیاته کړه، حقیقت له اشخاصو مستقل دی او په علمي ژبه کې د هرې ادعا حقانیت د شواهدو، منطقي استدلال او مستندو معلوماتو پر بنسټ ارزول کېږي.

د ایران ولسمشر همدارنګه د علمي معیارونو پر رعایت، د معلوماتو پر دقت او د عامه پوهاوي په برخه کې د مسئولانه چلند پر اړتیا ټینګار کړی.

هند او افغانستان لوبې؛افغان لوبډلې د هند خلاف ټیسټ لوبې ته تمرینات ترسره کړل

افغان ملي لوبډلې د هند خلاف یوازینۍ ټیسټ لوبې ته نن هندوستان کې تمرینات ترسره کړي.

یاده افغان لوبدله د راتلوونکي جون میاشتې په پنځمه نېټه د هند خلاف یوازینۍ ټیسټ لوبه پیلوي.

سرچينې:د کابل او اسلام‌اباد د غیررسمي مذاکراتو نوی پړاو په کابل کې جوړېږي

سرچینې وایي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، دا غونډه په اصل کې د لوی اختر تر مخه پلان شوې وه؛ خو د پاکستان له لوري د ځینو تخنیکي او تنظيمي ستونزو له امله وځنډېده.

په لومړي پړاو خبرو کې د افغانستان له لوري عاطف مشعل، عبیدالله بهیر، جعفر مهدوي او غنچه‌ګل، او د پاکستان له لوري اصف دراني، مشاهد حسین او حامد میر ګډون کړی و.

شنونکي باور لري چې دغه ډول غیررسمي ناستې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو، د ګډو اندېښنو د بحث او د سیاسي تفاهم د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

ایران:د امریکا MQ-1 بې‌پیلوټه الوتکه مو وویشته

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې د امریکا یوه MQ-1 ډوله پوځي بې‌پیلوټه الوتکه یې وروسته له هغې ویشتلې چې د یکشنبې په ورځ د ایران سمندري قلمرو ته ننوتې وه.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې د ایران اوبو ته له ننوتلو وروسته د دښمنانه عملیاتو هڅه کوله.

اعلامیه زیاتوي چې د ایران پرمختللو هوايي دفاعي توغندیزو سیستمونو الوتکه په چټکۍ سره کشف او په نښه کړه، چې له امله یې راوغورځول شوه.

تر اوسه د امریکا له لوري د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی او د پېښې د جزئیاتو په اړه نور معلومات هم نه دي ورکړل شوي.

دا ادعا داسې مهال مطرح کېږي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

جګړه او ضایعات؛ایران د ګازو له مخ پر زیاتېدونکي کمښت سره مخ دی

د ایران د ولسمشر مرستیال اسماعیل سقاب اصفهاني وایي، د وروستۍ ۳۹ ورځنۍ جګړې پر مهال د ګازو بنسټیزو تاسیساتو ته اوښتي زیانونه د هېواد د ګازو کسر تر پخوا ډېر زیات کړی دی.

د نوموړي په وینا، د ګازو کلنی تولید د ۲۹۷ میلیارده متر مکعبو څخه ۲۴۲ میلیارده متر مکعبو ته راکم شوی او له تېر کال راهیسې د ۴۵ میلیارده متر مکعبو کسر په پام کې نیولو سره، اوس ایران د شاوخوا ۱۰۰ میلیارده متر مکعبو ګازو له کمښت سره مخ دی.

راپورونه ښيي چې د جګړې پر مهال د جنوبي پارس د ګازو څو تصفیې خونې زیانمنې شوې؛ خو ځینې شنونکي باور لري چې د تاسیساتو د زیان کچه دومره نه ده چې د تولید دومره لوی کمښت توجیه کړي.

د نړیوالې انرژۍ ادارې اټکل کړی چې دغو بریدونو په ورځني ډول د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه متر مکعبو ګازو پر پروسس اغېز کړی دی.

کارپوهان ټینګار کوي چې د ایران د ګازو بحران یوازې د جګړې پایله نه ده، بلکې د کلونو راهیسې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې کمښت، د پروژو ځنډ، د انرژۍ ضایع کېدل او د بدیلو سرچینو نشتوالی هم مهم عوامل دي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، ایران هر کال شاوخوا ۲۳ میلیارده متر مکعب ملګری ګاز د راټولولو د تجهیزاتو د نشتوالي له امله په مشعلونو کې سوځوي او له منځه وړي.

همدارنګه، د نړیوالې انرژۍ ادارې د اټکل له مخې، په زړو تولیدي او لېږدیزو شبکو کې هر کال له ۸ میلیارده متر مکعبو څخه ډېر ګاز د لیکونو له امله ضایع کېږي.

په دې توګه، د تولید او لېږد په پړاوونو کې د ضایع شوي ګاز ټولیزه کچه له ۳۱ میلیارده متر مکعبو څخه اوړي.

له بلې خوا، په ایران کې د انرژۍ د سرچینو تنوع ډېره محدوده ده. د

له ۷۰ سلنې څخه زیاته انرژي د طبیعي ګازو له لارې برابریږي، په داسې حال کې چې د اوبو، نوي کېدونکو او اټومي انرژیو ونډه یوازې شاوخوا یو سلنه ده.

شنونکي وایي، تر هغو چې د انرژۍ بدیلې سرچینې پراخې نه شي او د ګازو د ضایع کېدو مخه ونه نیول شي، د ایران د ګازو کسر به هر کال لا زیات شي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت:د دوو میاشتو په موده کې د اوسپنې پټلۍ له لارې پراخ سوداګریز لېږد ترسره شوی

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د روان کال د وري له پیل څخه د غويي تر ۱۷مې نېټې پورې د هېواد د مهمو اوسپنیزو لارو له لارې له یو میلیون او ۳۳۸ زره مټریک ټنو څخه ډېر نفتي او غیرنفتي توکي لېږدول شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۱۰ زره او ۷۳۱ مټریک ټنه صادراتي توکي هم بهرنیو بازارونو ته انتقال شوي، چې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو اوبه پکې شاملې دي.

چارواکي وایي، د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد زیاتوالی د سوداګرۍ او ترانزیټي فعالیتونو د پراختیا نښه ده او کولی شي د هېواد د اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

ذبيح‌الله مجاهد:د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په بهیر کې د چین د نوي رول هرکلی کوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو په چارو کې د چین د نوي رول هرکلی کړی او ویلي یې دي چې بیجینګ د سیمې له واقعیتونو ښه درک لري.

د نوموړي په وینا، چین له افغانستان سره مثبتې اړیکې لري او کولای شي د افغانستان اړوند موضوعات په متوازن او بې‌طرفه ډول وڅېړي.

هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د چین رول به د افغانستان د قضیې د ښه مطرح کېدو لپاره ګټور وي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د دوسیې همغږي د جاپان پر غاړه وه؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه مسؤلیت چين ته سپارل شوی دی.