باوري سرچینې وایي، د پاکستان او افغانستان غیر رسمي خبرې په کابل کې نه؛ بیا هم په استانبول کې کیږي.
ویل کیږي، پاکستانی پلاوی به په استانبول کې د طالبانو د حکومت له پلاوي سره کېني او خبرې به وکړي.
حماسه مېډیا ته سرچینو تایید کړې چې د تخنیکي او لوژیستیکي ستونزو له امله مذاکرات په کابل کې نه کیږي.
ځینو سرچینو ویلي وو چې پاکستانی پلاوی نه غواړي په کابل کې خبرو ته کېني او ګیله لري چې ګواکې په استانبول کې د لومړي دور خبرو نیمګړي جزییات افغان رسنیو ته افشا شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې نن د کابل په کوربتوب په نږدې راتلونکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومت د مذاکراتو د ترسره کېدو په اړه راپورونه خپاره شول چې یو شمېر سرچینو بې بنسټه وبلل.

