د لرغونپوهانو یوې ډلې اعلان کړی چې ښايي د قادسیې تاریخي جګړې اصلي ځای یې د پخوانیو امریکايي جاسوسي سپوږمکيو د انځورونو په مرسته موندلی وي.
د راپورونو له مخې، دغه انځورونه د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال ثبت شوي وو او له نیمې پېړۍ وروسته له محرمانه حالت څخه ایستل شوي دي.
څېړونکو د دغو انځورونو او تاریخي اسنادو په پرتله کولو سره د عراق د نجف ولایت په یوه سیمه کې داسې نښې موندلې چې د قادسیې د جګړې له تاریخي توصیفونو سره سمون لري.
قادسیه جګړه په ۶۳۶ میلادي کال کې د اوسني عراق په بینالنهرین سیمه کې د ساساني ایران د پوځ او د مسلمانانو د لښکر ترمنځ شوې وه، چې د ساساني ځواکونو په ماتې پای ته ورسېده او د سیمې په تاریخ کې یې مهم بدلونونه رامنځته کړل.

د بریتانیا د دورهام پوهنتون او د عراق د قادسیه پوهنتون څېړونکو په ګډه ترسره شوې څېړنه کې ویلي چې د کوفې ښار سوېل ته شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې سیمه د جګړې له احتمالي ځای سره ډېره ورته ده.
څېړونکي وايي، د جګړې له دورې پاتې خندقونه او ځمکني جوړښتونه په زړو سپوږمکيزو انځورونو کې تر نننیو انځورونو ډېر روښانه ښکاري، ځکه په وروستیو لسیزو کې د کرنیزو ځمکو پراختیا او ښاري ودې د سیمې بڼه بدله کړې ده.
لرغونپوهانو د ساحوي څېړنو پر بنسټ ډاډ څرګند کړی چې دا موندنې د قادسیې جګړې له اصلي ځای سره تړاو لري، خو ټینګار کوي چې د لا زیاتو شواهدو د ترلاسه کولو لپاره به په راتلونکي کال کې نورې کیندنې او څېړنې هم ترسره شي.

