یکشنبه, مې 31, 2026
Homeافغانستانچین ته د افغانستان اړوند؛د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوسیې...

چین ته د افغانستان اړوند؛د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوسیې واک ورکړل شو

د راپورونو له مخې، چین له څو میاشتو مذاکراتو او سیالیو وروسته د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوسیې د مدیریت ځانګړی واک ترلاسه کړی دی.

دا رول چین ته دا واک ورکوي چې د افغانستان په اړه د پرېکړه لیکونو مسودې چمتو کړي، مذاکرات رهبري کړي او د امنیت شورا د بحثونو او پرېکړو په بهیر کې مهمه ونډه ولري.

د امنیت شورا په جوړښت کې دغه مسوولیت د «پېن هولډر» یا د دوسیې د اصلي سمبالوونکي په نوم یادېږي، چې د ځانګړو هېوادونو اړوند د پرېکړه لیکونو د مسودو جوړولو، د بېړنیو غونډو د همغږۍ او د شورا د دریځونو د تنظیمولو مهم صلاحیتونه لري.

تر دې وړاندې جاپان د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان د دوسیې مسوول و، خو د جاپان د غړیتوب له پای ته رسېدو وروسته چین، پاکستان او سویلي کوریا د دې مسوولیت د ترلاسه کولو لپاره له ۲۰۲۵ کال راهیسې سیالي پیل کړې وه. وروسته چین وړاندیز وکړ چې دغه رول له پاکستان او سویلي کوریا سره په ګډه پر مخ یوسي، خو د امریکا له مخالفت او د غړو هېوادونو تر اوږدو بحثونو وروسته بالاخره چین د افغانستان د دوسیې یوازینی مسوول وټاکل شو.

راپورونه وایي، د افغانستان د دوسیې مشري ترلاسه کول د دغه هېواد په اړه د چین د زیاتېدونکي سیاسي او ستراتیژیک نفوذ نښه بلل کېږي، ځکه بیجینګ په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.

هم مهاله طالبانو هم د چین له خوا د افغانستان د دوسیې د واک ترلاسه کولو هرکلی کړی او وایي، چین د افغانستان له مسایلو سره بلدتیا لري او خپل صلاحیتونه به په ښه ډول وکاروي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here