سه شنبه, جون 2, 2026
Homeافغانستاننصير احمد فايق:افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د رئیس مرستیال...

نصير احمد فايق:افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د رئیس مرستیال وټاکل شو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فايق ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د خپلې ۸۱مې دورې لپاره نوی رئیس، مرستیالان او د اصلي کمېټو مشران ټاکلي دي.

نوموړي د خلیل الرحمن په مشرۍ د بنګله‌دېش نوماند ته د عمومي اسامبلې د ۸۱مې دورې د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې او ورته یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.

فايق زیاته کړې چې افغانستان ویاړي چې د دې دورې د رئیس له مرستیالانو څخه د یوه په توګه ټاکل شوی او هیله لري چې د نورو غړو هېوادونو سره په همغږۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د موخو او مسئولیتونو د پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here