د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافائل ګروسي په ابوظبۍ کې ویلي چې په ایران کې د اټومي پروګرام ګڼ فعالیتونه د روانو جګړهییزو شرایطو او بریدونو له امله درېدلي دي.
ګروسي ویلي، د ایران د اټومي پروګرام په اړه ارزونې اوس په بنسټیز ډول بدلې شوې دي، ځکه چې دا پروګرام د جګړې تر اغېز لاندې راغلی او ځینې تاسیسات یې په نښه شوي دي.
هغه زیاته کړې چې په راتلونکې کې به د جګړې له تجربو د زدهکړو، د چمتووالي د کچې د لوړولو او د زیانمنو شویو تاسیساتو د ترمیم لپاره ځانګړې غونډې او تخنیکي فعالیتونه ترسره شي.
نوموړي همداراز ویلي چې د متحده عربي امارات چارواکو د براکه اټومي بټۍ د پېښې پر مهال چټک غبرګون وښود او د برېښنا د پرې کېدو له امله یې یو ریاکټر بند کړ.
ګروسي ټینګار کړی چې د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هر ډول احتمالي هوکړه د قوي څارنې او بشپړې تصدیق پروسې پرته عملي کېدای نه شي، او نړیواله اداره به په دې برخه کې خپل تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي.

