شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 691

د طالبانو حکومت؛له ایران څخه د افغان بندیانو د نومونو لېست غوښتی

د طالبانو حکومت د سترې محکمې د مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ د طالبانو قضايي پلاوی ایران ته تللی.

عبدالمالک حقاني د ایران د عدلیې له مرستیال کاظم غریب آبادي سره کتلي او غوښتنه یې ترې کړې، چې د افغان بندیانو او په ځانګړې ډول پر اعدام د محکوم شویو بندیانو لېست له دوی سره شریک کړي.

مالک حقاني ویلي، چې اعدام يوه تعزيري سزا ده او اسلام د تعزي مجازاتو په برخه کې څارنوالانو ته واک ورکړى دى.

نوموړي زیاته کړې چې له ايراني چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د اسلامي ورورولۍ له مخې په اعدام محکوم شويو افغانانو سره له نرمۍ کار واخلي او په خبره یې د حسن تعامل پر بنسټ د اعدام پرځای دوی لپاره بدیل لاره ومومي.

خیبر پښتونخوا؛د پاکستاني ځواکونو پر کاروان برید شوی

0

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان بريد شوی دی.

په دغه برید کې یو پاکستانی سرتېری ټپي شوی او په ځوابي برید کې دوه برید کوونکي وژل شوي دي.

د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

مولوي کبیر:له شیخ هبت الله سره پر کومې ځانګړې دندې نه؛ بلکې په اسلام او شریعت مو ورسره بیعت کړی

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، چې له شیخ هبت الله اخندزاده سره یې د کومې ځانګړې دندې لپاره بیعت نه دی کړی.

مولوي کبیر د دغه وزارت له کارکوونکو سره په ناسته کې ویلي، چې موږ د شیخ هبت‌الله سره پر کومې ځانګړې دندې نه، بلکې په اسلام او شریعت مو ورسره بیعت کړی.

نوموړي د یاد وزارت کارکوونکو ته زیاته کړې، چې د منفکۍ او تبدیلۍ په اړه دې اندېښنه نه کوي.

د یادونې ده چې له شاوخوا لس ورځو وروسته، د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء پخواني سیاسي مرستیال مولوي کبیر تېره ورځ د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه دنده پیل کړه.

دیمیتري مدودف:جوبایډن د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې لامل دی

0

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې او لویدیځ ترمنځ د جګړې لامل دی.

هغه ویلي، چې جوبایډن د اوکراین له امله د لویدیځ او روسیې ترمنځ جګړه پیل کړه او اوس تقریباً په اتومي شخړې بدله شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې جو بایډن د اوکراین په مسله کې لویه سیاسي تېروتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د جوبایډن د ولسمشرۍ دوره پای ته رسېږي او د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم به د دوشنبې په ورځ د اپرېل په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:درېیم هېواد ته د افغان وګړو د لېږلو په اړه غور کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، درېیم هېواد ته د افغان وګړو د لېږلو په اړه غور کوي.

یاد وزارت تېره ورځ په دې اړه ناسته کړې؛ خو زیات جزیات یې نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي او ان هغه کسان هم نیول کېږي چې قانوني اسناد هم لري.

ټرمپ سلاکارانو ته:راتلونکي کې چین ته یو سفر لرم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي، چې چین ته سفر وکړي.

وال سټریټ ژورنال ویلي، نوموړی به په دغه سفر کې د چین او امریکا د اړیکو په پیاوړتیا له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې چین د امریکا د لوړې کچې اقتصادي حریف ګڼل کېږي.

د غزې اوربند؛ښايي نن د بندیانو په خوشې کېدلو سره عملي شي

0

په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې غزه کې پر اوربند هوکړه وشوه؛ خو دا هوکړه به نن د یو شمېر یرغمل شویو بندیانو په خوشې کولو سره عملي شي.

د رویټرز د راپور له مخې، یادې هوکړې له مخې به ۳۳ اسرائیلي او ۲ زره فلسطیني بندیان خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د اسرائیل لومړي وزیر ویلي وو، چې که حماس یې بندیان ورخوشې نه کړي، نو هیڅ وخت به دوی اوربند عملي نه کړي.

واشنګټن پوسټ:د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ته افغانستان ډېر مهم دی

امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، چې افغانستان ورته ډېر مهم دی.

واشنګټن پوسټ وایي، که څه هم هغه افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بیرته ستنیدو په لټه کې نه دی، خو نه شي کولای چې په امریکا باندې د بل برید ته په تمه وي.

واشنګټن پوسټ ویلي چې والټز ټینګار کړی چې هغه نه غواړي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې پېښه تکرار شي.

واشګنټن پوست زیاته کړې، چې والټز ویلي چې د امریکا د امنیت او ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره، باید د استخباراتي معلوماتو پر راټولو تمرکز وشي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې والټز په وار وار په مرکو، ټلویزیوني خپرونو او لیکنو کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ترهګر هڅه کوي چې په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په شان بریدونه بیا تنظیم او ترسره کړي.

علي خیل حماسه میډیا ته:د طالبانو او پاکستان ترمنځ ستونزې حقیقت لري

پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي خیل د پاکستان او طالبانو ترمنځ ستونزې ریښتینې وبللې.

نوموړی وایي، اوس مهال د پاکستان او طالبانو اختلافات ژورو ته رسېدلي دي.

هغه وایي، پاکستان اوس په اقتصادي، سیاسي او امنیتي کړکېچ کې قرار لري او ښایي د ټي ټي پي او بلوڅو خوځښتونه به مهار نه کړای شي.

نجیب الله علي‌خیل حماسه میډیا ته:ای ایس ای افغان سفارت ته راتلونکي کسان څارل

پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي خیل وایي، جمهوري نظام تدریجي سقوط وکړ او د جمهوریت یو شمېر چارواکو افغانستان کې له د پاکستان له سفارت سره اړیکې درلودې.

علي خیل حماسه میډیا سره خبرو کې وایي، افغان حکومت به خبر هم نه وو؛خو چارواکي به اسلام اباد ته رسېدلي وو.

هغه وایي، پاکستان کې یو شمېر مشخصو خلکو هغه کسان تعقیبول چې افغان سفارت ته به یې تګ راتګ کوو.

نوموړی زیاتوي پر دغو کسانو به په یو نه یو ډول فشار راوړل کېده.

د علي خیل په خبره، یاد کسان استخباراتي وو چې په شخصي جامو کې به ناست وو.